تاند- د (7) یا اوو په نوم کمپنۍ داسي داسي عینکې جوړې کړي چې هم د عادي عینکو په توګه کارول کېدای شي او هم کامره لري.
د عینکو په دې کامرې انسان هر څه چې وغواړي هغه ثبتولی شي.
دا عینکې، چې (Theia PRO) نومېږي، تر ډېره د فلم اخیستلو لپاره جوړې شوي دي.
د دغو عینکو حافظه یا میموري ۳۲ ګیګابایټه ده، قوي لینز لري چې د ۱۰۸۰ ایچ ډي تصویرونه اخیستلی شي.
د دې عینکو لویه ښېګڼه دا ده چې د فلم اخیستلو په وخت مو لاسونه د نورو کارونو لپاره ازاد پرېږدي.
د تصویري راپورونو، خبري غونډو او پر لاره د فلم اخیستلو لپاره غوره کامره ده.
له ایفون موبایل سره یې هم کنکټ یا وصل کولی شئ او د خپل موبایل له لارې یې کنټرولولی شئ.
تر دې پخوا ګوګل عینکې بازار ته راایستې وې خو بېرته یې ټولې کړې ځکه چې بریالۍ نه وې.
ګوګل وايي چې پر خپلو عینکو، چې د ډېرو نورو کارونو ترڅنګ د نیفي ګېټر یا جي پي ایس استفاده ورڅخه کېدای شي، کار کوي.