تاند- د ایټالیايي او هسپانیايي څېړونکو یوې ډلې فضايي سفینې ته ورته ماشین جوړ کړی چې د افریقا د بېوزلو لېري پرتو سیمو خلکو ته په یو وخت د څښاک اوبه، انرژي او انترنیټي خدمات برابروي.

دا اله وټلي (Watly) نومېږي او د جوړولو هدف یې د افریقا د بېوزلو سیمو د خلکو په ژوند کې اسانتیا برابرول بلل شوی دی.

د دې الې اختراع کوونکي وايي چې دا د نړۍ تر ټولو لوی لمریز کمپیوټر دی.

2وټلي د ورځې ۵ زره لیتره د څښاک اوبه برابروي او هره دستګاه په ۸۰۰ متره واټن کې وای فای انترنیټ مهیا کولی شي.

په دې اله د موبایل ټېلفون په شان برقي وسایل هم چارج کېدای شي.

دا پروژه، چې لګښت یې یو ملیون او ۴ لکه یورو دی، د اروپايي اتحادیې د هورایزن ۲۰۲۰ پروګرام له لوري تمویل کېږي.

د دې الې جوړوونکي هڅه کوي چې په افریقا کې له مدني موسسو سره همکاري وکړي.

د دې الې جوړوونکي غواړي چې په ۸ کلونو کې ۱۰ زره وټلي د افریقا په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

اټکل کېږي چې دا پروژه به ۵۰ زره تنو ته د کار فرصت برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *