تاند- امریکايي څېړونکو د انسان د پوستکي د ګونځو د لېري کولو لپاره داسي پوستکی جوړ کړی چې په سترګو نه لیدل کېږي.

دا نامريي یا نه لیدل کېدونکی پوستکی د انسان د پوستکي پر هغه برخه اېښودل کېږي چې ګونځې لري.

د امریکايي څېړونکو په وینا له دې په سترګو نه لیدل کېدونکي پوستکي څخه د اګزیما او نورو پوستي ناروغیو په درملنه کې هم کار اخیستل کېدای شي.

د دې جوړ شوي پوستکي ځانګړتیاوې د یوه ځوان انسان پوستکې ته ورته دي او کله چې پر ګونځو کېښودل شي، ګونځې تر ۲۴ ساعته نه ښکاري او هماغه ځای صاف ښکاري.

ویل شوي چې دا مصنوعي پوستکی الرژي یا حساسیت هم نه پاروي.

څېړونکي وايي چې اوس په دې کار کوي چې دې پوستکي ته انکشاف ورکړي څو د ځواني دانو او نورو زخو د مخنیوي د طبي خواصو ترڅنګ د لمر د مضرو وړانګو په وړاندې د پوستکي ساتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *