د انګلیسي نه عربي ته ترجمه: جمال خطاب
پښتو ته ژباړه: م. خ. ( ملکزی)
په ژوندکې ټول وګړي کله ناکله د ناخوښـــوپــېښو او غمیزو سره مخامخ کیږي، اوځیني وخت بدې پېښې، کړاوونه او ربړونې د یولړ خلکو د ژوند مېلمنې شي، خو دا دواړه ډېر سره توپیر لري چې ته کله کله دیوې لنډې مودې لپاره د غمیزوسره مخامخ شې، او یا دا چې ستا ټول ژوند او ستا ټوله کورنۍ د بدمرغۍ په خړسیلاب ورګډه شي.
ډېرې داسې بدمرغه کورنۍ شته چې پرخپل دغه ډول ژوند باندېبهد اعتراف څخهډاریږي. د بدمرغۍ اصلي جزور او ريښې د دوي د ناوړه سلوکیاتو او ناسمو معتقداتو څخه سرچینه اخلي چې لاملونه ېې یواځې همدوي پورې تړلي وي.
له بل پلوه د ټولنې خېر غوښتونکي وګړي تل دا هڅه کوي چې د بدمرغه کورنیو ژوند ته خوښي راغبرګه کړي، او د دوي په هغو ناوړه فکرونو، ناسمو باورونو او معتقداتو کې سمون او مثبت بدلون راولي کوم چې دوي ېې د بدمرغۍ ژورې کندې ته ټیل وهلي دي. که څه هم چې تاسې به نېکمرغه ژوند ولرۍ، او د خوښیوپه سمسور بڼ کې به ژوند تېروۍ، خو بیا هم په دې مقاله کې راسره د سالم تفکیر په اړه دا څو یو څو ټکي یو ځای ولولئ.
راځۍ یوه شیبه له ځانه سره فکر وکړو! او وپوښتو: آیاستاسې په کورنیو کې داسې څه ناسم باورونه شته چې تاسې خوښ ژوند تېرولو ته نه پرېږدي، او ستاسې د زړونو څخه سکون او ډاډمنتیا له منځه وړي ؟
په ټولنیز ژوند کې بدمرغه کورنۍ یو څه مهمې نښې نښانې لري چې دلته به ېې په مناسب لنډیز سره د یو څو مهمو نښو نښانوڅخه یواځې د 9 یادونه وکړو.
لومړۍ نښه :بدمرغه خلک تل د خپل ذاتي احترام لپاره مبارزه کوي.
تاته ښائي چې همدا اوس له ځان سره پریکړه وکړی چې محبت به له چا څخه په سوال نه غواړی، داحترام ساتلو لپاره به چاته زارۍ نه کوی، او له چا څخه د دوهم ځل لپاره د خیال ساتلو طمع به نه لرې. د ښه ژوند د تېرولو په لړ کې تر هر څه دمخه د خپل ځان خوږ ملګری اوسه، پر خپل ځان باندی ویسا او باور ولره، لږه شیبه په خپل ځان کې د الهي لورینو ننداره وکړه،بیا پخپل وجود کې الهي ځانګړو مواهبو او استعدادونوته پام وکړه،خپل ځان دې ومنه، که ښه وي او که بد، اوس له دې وروسته پخپل ځان کې د لازمو او مناسبو تغیراتو د راوستلو لپاره پرېکړه وکړه. باید په یاد ولرو چې د یوې نېکمرغې کورنۍ د رامنځ ته کولو لپاره لومړۍ باید خپل ځان اصلاح، او خپل شخصي عیوب را کم کړو، بیا پخپلې کورنۍ کې د حمیده اخلاقو د راژوندي کېدلو
لپاره باید هڅه وکړو. پوهان څه ښه وايي: ( اصْلِحْ نفسکَ، و دْعُ غیرک)، یعنې د هر دعوتګر انسان شعار باید دا وي چې لومړۍباید ځان اصلاح کړي، بیا د نورو د اصلاح کولو لپاره اقدام وکړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): د مقالې اصلي نوم: 8 أشياءيرفضالتعساءالاعترافبها.
(*): ویب پاڼه: د المجتمع اوونیزې عربي مجلې څخه په استفادې سره
دویمه نښه :د نېکمرغۍ د تر لاسه کولو او د خپل عزت د ساتلو لپاره پر نورو باور کول.
په ټولنه کې د بدمرغه کورنیو د نورو نښو څخه دو همه نښه دا ده چې د هغې افراد به د نېکمرغۍ د تر لاسه کولو او د خپل عزت د ساتلو لپاره پر نورو باندی باور کوي، خو مونږ باید پر دې باندې باور پېدا کړو چې لومړۍ او وروستۍ مینه هغه د ځان سره مینه ده، او که چېرې مونږ پخپله د خپل ځان سره مینه او د خپل ځان قدر په خپله ونکړو، نو بل هیڅ څوک به داسې و نه مومو چې تر څو دغه دواړه مرغلری زمونږ په برخه کړي.د خپل ژوند څخه د بدمرغۍ د لرې کولو او د نېکمرغۍ د لاسته راوړلو لپاره به چا ته سوال زاري نه کوو.
دريیمه نښه : دوي تل د خجالت احساس کوي.
بدمرغه او ناکام خلک د هغو ګومانونو په اړه چې نور خلک ېې د دوي په اړه لري، د خجالت احساس کوي. دا سمه خبره ده چې ځینې وخت به د یو لړ کورنیو او ټولنیزو مسائلو په اړه ستا فکر او دماغ سم کار نه کوي، او ستا ټوله توجه به د هغه په لوري نه ورګرځي، کله داسې هم کېدلای شي چې ته به په غلطه او ستا په کورنۍ کې نور خلک به په حقه وي، په دې صورت کې تا ته ښائي چې خپله نيمګړتیا او خپله تېروتنه دې ومنی، خو ستونزه دا ده چې تل د نورو خلکو تصورات او ویناوی سم ګڼل ستا یوه ستره اشتباه او تېروتنه ده. پر دې پوه شه! ستا د کورني ژوند نیم مشکلات او ستونزې به هغه مهال حل شي چې ته کله نورو خلکو ته د دې فرصت په لاس ورنکړی تر څو ستا د ژوند په اړه پرېکړې او فیصلې وکړي، بلکې تا ته ښائي چې د خپل ژوند واګې پخپل لاس کې ونیسې، تر څو ستا نېکمرغي د نورو خلکو د احسانونو پوره وړي نه وي. نېکمرغه کورنۍ ټولنې ته د خېر شخصیتونه وړاندې کوي، او په خپلو افرادو کې د جرات او شجاعت ولولې را ژوندۍکوي، دوي خپل افراد د حیا او خجالت تر منځ په ډاګیز فرق سره پوهوي، خو په بدمرغه کورنیو کې نورو ته د حق ویلو جرات له منځه وړل کیږي، او وګړي به ېې جبون او ډارن روزل کیږي.
څلورمه نښه:د دوي ژوند په تېرو حسدونو او احقادو کې را ګېر وي:
ستا زړه به هیڅکله هم تر هغې پورې آرامتیا او ډاډمنتیا ونه مومي، ترڅو پورې چې ته پخپل ځان کې د عفوې او بښنې عالي ذوق پیدا نکړی، د ټولنې د حاسدو او کینه ګرو خلکو په زړونو کې ځینې وخت دحِقد او بدبینۍ اورونه بل شي، خو باید
له یاده ونه باسو چې زمونږ ژوند ډېر لنډ مهاله دی، نو د یو هوښیار انسان په توګه د ژوند دا ارزښتمنې شېبې باید په پخوانیو کینو او د ژوند په تېرو ترخو خاطرو مصرف نه کړو، چې اوس ېې یاد هیڅ کومه مادي او معنوي ګټه مونږ ته نشي رسولای. دا هم په یاد ولره ! په نړۍ کې بې وسه او د بداخلاقۍ په رنځ بیمار خلک به ووینې چې د نورو سره به کینه کوي، د بدمرغه خلکو ستره نښه همدا وي چې د نفرت او بدبینۍ په رنځ به مبتلا وي، او تل به د نورو څخه د خپل غچ او انتقام اخستلو شېبې شماري. اما ته سربېره پردې چې د نورو څخه د انتقام اخستلو توان لری، بیا هم نورو ته بښنه کوی، او د هغوي د تېروتنو او تقصیراتو په اړه د عفوې څخه کار اخلی، پر دې پوه شه چې دا د ځواکمنو، باورمندو او اوچتو خلکو عالي صفات دي.
په ژوند کې د مخکې تللو په اړه دې له ځان څخه وپوښته ! ولی دې دا لاره غوره کړېده ؟ او ولې د ژوند نورې لارې نه ټاکې ؟ پخوا چې هر څه ؤ اوس تېر شول، خو اوس د راتلونکي ژوند لپاره باید په یو نوي هوډ او متین عزم سره خپل کوټلي ګامونه را پورته کړی، او د نوي ژوند لپاره نوې ارادې په خپل ذهن کې مجسمې کړه. دا هم په یاد ولره چې په ژوند کې بل هیڅ څه ستا شخصیت ته دومره وده نشي ورکولای، لکه څومره چې ته ېې د نورو په بښلو سره ځان ته ورکولای شی.
پینځمه نښه: بدمرغه خلک په ژوند کې د فکري نوښت او ابتکار هیڅ انګېزه نه لري.
ناکام خلک تل پخپلو زړو افکارو کې خپل ژوند را انحصاروي، او په ورستو فکرونو کې خپل ژوند قید او بند ساتي، خو هدفمندخلک په ژوند کې د ابتکار او دفکري نوښت پیاوړې ځواک لري.
پر دې پوه شه ! تا چې په ژوند کې کومه لاره انتخاب کړی، دا په نړۍ کې د ژوند یواځینۍ لاره نه ده. ته به هیڅکله هم په خپل راتلونکي ژوند کې چې کله 70 کلن شی پر دې پښېمانه نشی چې ولې دې په فلاني مشهور رستورانت کې خوندور خواړه ونه خوړل، یا ولی دی په فلاني لوبغالی ( سټیدیم ) کې سیالي ونکړه، یا هم ولی دې د یو ځل لپاره د فلاني فیلم ننداره ونکړه، بلکې هغه یواځینې څیز چې ته به پرې د حسرت اوښکې تویوی، هغه ستا د ژوند هغه سرنوشت سازه فرصتونه دي چې تا ېې په مرسته کولای شول ډېر څه پرې خپل ځان او خپلې کورنۍ ته وړاندې کړی، خو تا ېې په اړه بې پرواېي وکړه او دغه فرصتونه تا له پامه وغورځول.
شپږمه نښه : بدمرغه خلک په ژوند کې د هر څه د ترلاسه کولو هیله مند وي:
دا له ځان سره ومنه چې په ژوند کې د ځینو شیانو تر لاسه کول ناشوني وي، که څه هم چې تا به ېې د تر لاسه کولو لپاره ډېر زیار ویستلی وي، دا هم څرګنده خبره ده چې په ژوند کې د راتلونکو ستونزو په اړه د خبرتیا موندل ناممکنه ده، ځکه ځیني وخت وینو چې زمونږ په ژوند کې یو لړ داسې سترې پېښې را منځ ته کیږي چې مونږ ېې په اړه هیڅ خبرتیا نه درلوده. دلته دې ټکي ته مو باید پام وي چې دا پورته خبرې هیڅ کله هم د دې معنا نه ورکوي چې مونږ دې د خپل ژوندد تحسین او بریالیتوب لپاره هیڅ پرېکړه او فیصله ونکړو، بلکې ښايي چې د راتلونکي ژوند لپاره لازمې او اړینې پرېکړې پخپله تر سره کړو، تر څو خپله کنګل شوې دنیا د جمود او خمود د حالت څخه راوباسو، او ورته اجازه ورکړو تر څو د امیدونو د نوي لمر وړانګې پکې خپری شي.
دا هم له یاده مه باسه ! په کومه دروازه چې ته د کار او وظیفې لپاره ننوتلی وی، په هماغه دروازه به یوه ورځ ترې بې وظیفې بهر ته راوځې، او دا هم شوني ده چې ستا راتلونکې ژوند په څو لحظوکې د غوره والي او یا هم د بدۍ او بدمرغۍ سره مخامخ کېدلای شي.
ژوند خپل پروګرام لري، او د ځان لپاره یوه ښودلې لار لري، د هیچ چا لپاره نه تم کیږي، بلکې هره ورځ پرمخ ځي. اوس به د دې خبرې د ښه وضاحت لپاره یو لنډ مثال وړاندی کړو: پتنګ چې هر کله په هوا کې د الوتلو پرېکړه وکړي، نو خپلې وزرې خلاصوي، داسې انګیري چې د چاپیریال په شنو باغونو او ونو کې به یو څو لحظې چکری ووهي، خو د تقدیر پرېکړه دا وي چې اوس باید باران وشي، لومړۍ تنده سیلۍ را والوزي، بیا ناببره په شېبو شېبو باران پیل شي، پتنګ وار خطا شي، او مجبوریږي چې اوس پخپلې پرېکړې کې بدلون راولي، نو د دغو سختو حالاتو پر وړاندې په یو تم ځای کې ځان پت کړي، او یو پټنځای ته مخه کړي، لږه شېبه دمه وکړي، د باران د ودریدو سره سم بیا د الوتلو پرېکړه او اراده وکړي، او ګوري چې هاغه تند باران ټول چاپیریال مینځلی وي ،نو پتنګ په پاکه هوا کې بیا د خوښۍ څخه ډک پرواز پیل کړي. زما او ستا مثال هم د پتنګ
په څېر دی، که یولړ ستونزې مو کومه ورځ ژوند وګواښوي، باید یو ځل بیا د مناسبو فرصتونو په لټولو سره د پتنګ په څېر
د نوي سفر ټینګه اراده وکړو.
اوومه نښه : دوي د ژوندنیزه ستونزو پر وړاندې ژر تسلیمیږي.
په بدمرغه کورنیو کې را لوی شوی فرد د ژوند د مخاطرو او مخاوفو پر وړاندی د ډېرې وارخطایۍ احساس کوي، ځیني وخت دومره
وارخطا شي چې حتی خپل حواس له لاسه ورکړي، د توهماتو او شیطاني وسوسو له کبله ېې دا ستونزې دومره وارخطا کړي چې د خپل ژوند په روټنیي (routine) چارو کې کوم د خېر کارونه به ېې چې تر دي د مخه تر سره کول، اوس د هغې څخه هم بېزاره دی. دوي د خپل ځان په اړه د ضعف او سستۍ احساس لری، د خپل ځان د ځواک او وړتیا په اړه بدګمانه وي، او د یودردیدلي انسان په څېربه د نا امیدۍ احساس کوي.
راشه ! همدا اوس له ځان سره پرېکړه وکړه چې نور به د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره خپل ځان جوګه کوم، او پر دې پوه شه چې پر خپل ځان د بې باورۍ او د نا امیدۍ انګیزه د هغه خطرناکو زهرو په څېر ده، چې ستا د ژوند ښکلا وژني، او ښکلې ژوند دې بدرنګوي، دا بد صفتونه به هیڅکله هم تا د نورو سره مینی، پرمختګ، نوښت او ابتکار، د نورو سره مواسات او همدردۍ او د ژوندنیزه ستونزو پر
وړاندې مقاومتکولو ته پرې نږدي.
خو ددې ستونزې څخه د خلاصون لاره هم ډېره آسانه ده، او هغه دا چې: که چېرې د ژوند په یوه پروژه کې پاتې او ناکام راغلی، باید د ژوند په یوې بلې پروژې غور او فکر وکړی، له خپلو دوستانو سره مینه پال او ريښتينی اوسه، په ژوند کې یوه نوی مشغولا او تجارت پیل کړه، که څه هم چې ستا دا نوي کارونه به د خطر څخه خالي نه وي، خو دا کارونه باید ستا ارادې ضعیفې او ستا زړه ونه غورځوي، بلکې باید ستا شجاعت او مېړانه نوره هم زیاته کړي، یوه بله مهمه خبره چې ذکر کول ېې اړینه بولو دا ده چې: ژوند هیڅکله هم د وېرې او د ډار له انګېزې سره یو ځای پر مخ نه ځي، باید د وېرې ګراف را کم کړو، دا ځکه چې په ژوند کې د سترو بریالیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره باید دا ومنو چې پیل ېې دروند تمامیږي، خو پر رب تعالی باندی ټینګ باور، ایماني استقامت او متانت، پر خپلو ځواکمنو مټو باندی اعتماد او ټینګه اراده کولای شي ستا د ژوند لوري ته یو نوی سمت ورکړي، او دا ښکاره خبره ده چې د سترو خطرونو پر وړاندې مقاومت له مونږ څخه غښتلی مبارزه غواړي.
اتمه نښه: دوي به د خپلې حقیقې څېرې د ښکاره کولو څخه ډډه کوي.
نن زمونږ د ټولنې ډیري خلک دا ستونزه لري، او دا د بدمرغه کورنیو د ژوندنيزو ستونزو هغه بنسټیز او اساسي لامل دی چې ټول ورڅخه سر ټکوي. په ورځیني ژوند کې یو له سخت ترینو ګواښونو او چیلنجونو څخه چې زمونږ ه کورنی ژوند ګواښوي دا دی چې تل خلکو ته د خپلې اصلي بڼې او صورت د ښکاره کولو څخه ډډه کوو، او په ډاګه ورته نه وایو چې زمونږ د کورنۍ اصلي بڼه څه شی ده، او اوس څه حالت لرو. د همدې له کبله د ټولنې خلک چې مونږ په رنګارنګ شکلونو سره ویني، دوي هم زمونږ په اړه جلا جلا تصورونه او خیالونه کوي، دبېلګې په ډول: که خپلې کورنۍ ته څوک مېلمانه رابلو، نو د خپل توان څخه اوچت خواړه ورته وړاندې کوو، او که د یو څه د اخستلو لپاره بازار ته ځو، نود خپلې کورنۍ لپاره ډېر ارزښتمن او قیمتي څيز او کله کله بې ضرورته څیز رانیسو، که د کورنۍ وګړي مو قیمتي آی فون یا آی پډ (IPUD ) یا هم ډېر قیمتي جیبي موبایل له ځان سره ګرځوي، نو په حقیقت کې مونږ خلکو ته ددې ښودنه کوو چې مونږ همدومره شتمن یو، خو زمونږ حقیقت زمونږ له ظاهري بڼې سره خورا توپیر لري.
خو آخر څه شی مونږ ددې څخه منع کوي تر څو نورو ته خپله حقیقي څېره ښکاره کړو؟
ډېر ځل که په ټولنه کې پر نورو قهر کوو، نو دا هم ددې لپاره چې زمونږ ګومان دا وي چې پر نورو قهر او غصه کیدلای شي د خپل ژوند د حقیقي څېرې د پټولو لپاره یوه غوره وسیله وي، خو مونږ په حقیقت کې خپل اصلي ژوند ته نه یو متوجه شوي، ځینې وخت خو د عزلت ( ګوښه والي ) څخه هم ځان لری ساتو تر څو د خپل ژوند اصلي حالت او د خپل ځان واقعي عیبونو ته ځیر نشو.
په دغسې کورنیو کې د را ستر شوي انسان ژوند به له ډار، پریشانیو، بې موجبه قهر، نا أمېدیو، د ځان پالنې ، غمونو، او د نورو د عیبونو د پلټنې او داسې نورو منفي صفاتو څخه ډک وي. واقعیت هم همدا دې چې مونږ همداسې روږدي شوي یو چې په اوسنیو حالاتو کې د خپل ځان د حقیقي څېرې د څرګندلو څخه باید ډډه وکړو.
خو ددې ستونزې څخه د خلاصون لپاره لومړنۍ ګام په خپلې همدې تېروتنې باندی اعتراف کول دي. نو راځۍ، همدا نن له ځان سره پرېکړه وکړو چې له دې وروسته به نورو خلکو ته د خپل ځان او د خپلې کورنۍ اصلي بڼې او څېرې د ښودلو هڅه کوو، خپل لباس، خپلو خوړو، د خپل ژوند هر څه ته به معیاري شکل ورکوو، او د مبالغې څخه د ډک ژوند پر ځای به حقیقي نړۍ ته را ګرځو.
نهمه نښه: انسان تل نېکمرغه نه وي.
که چېرې په کورنۍ کې ته د خفګان احساس کوی، او دا ځکه چې تا په ژوند کې یو ارزښتمن څیز له لاسه ورکړیدی، نو پر دې پوه شه چې دا یواځې همدا ته نه ېې ــ بلکې مونږ ټول د ورته حالت سره مخامخ کېدونکي یو.
راشه ! پر خپلې وړتیا او ځواک باندې باور پېدا کړه، ته هم کولای شې پخپل ژوند کې یو لړ کارونه تر سره کړی، او د خپلې کورنۍ لپاره د ویاړ سمبول وګرځې، لکه: ته کولای شې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفر وکړی، له ډېرو خلکو سره اړېکې ولری، او شپه او ورځ پرته له دې چې خوب وکړی کار وکړی.
خو دا هم په یاد ولره چې مونږ په ژوند کې هر څه تر سره کولای نشو، او دا حتمي خبره ده چې هر کله ته ژوند پر مخ وړې یو څه به له لاسه هم ورکوی، او پر دې باورمند اوسه چې ستا په ژوند کې یو لړ تغیرات او بدلونه راتلونکي دي او پرته له دې چې ته پرې خبر شې دا تقلبات او تغیرات پېښېدونکي دي. پرېږده چې ته په ژوند کې د یو نوي څیز د تر لاسه کولو لپاره یو څه لاسه ورکړی، راشه ! له ما سره یوه شېبه فکر وکړه ! ته هر څه پخپل ژوند کې لری، تر ټولو لومړۍ داچې ته د ژوند خاوند ېې، دا ستا یو ستر کمال دی، راځه له ما سره د دې ستر نعمت پر وړاندې یوه اوږده ساه واخله! د غمونو په دې نړۍ کې یوه شېبه تبسم وکړه، او لږ د راحت احساس وکړه، د خپل نیمګړي ژوند رغونه پیل کړه، او لږ خپل چاپېریال ته ځیر شه ! وګوره ! ستا تر پښو لاندی شین باغ دی.
اجازه راکړئ! د نېکمرغه ژوند یو راز درته ووایم: هیڅ څوک به په نړۍ کې داسې ونه موندل شي چې ټول عمر دې نېکمرغه وي، بلکه حتما به د ژوند ستونزې هغه له تشویشونو او اندېښنو سره مخامخ کوي، که یو وخت یو انسان په تنګسه کې وي، خو بل وخت به په بډایتوب کې وي. او دا هم کېدلای شي چې د ژوند دا شدائد او ستونزې یوه ورځ وي، یا یوه میاشت وي، یا یو کال وي.
آیا کله مو له ځان سره دا فکر کړېدی چې کېدلای شي زما د ژوند تر ټولو خوشبخترینه ورځ لا تر اوسه زما په ژوند کې نه وي راغلی ؟ آیا پر ځان باورمند یاست چې ستا ستړی ژوند به یوه ورځ تا ته یو داسې څه درکوي چې ته پرې د خوشحالتیا احساس کوی، او ستا پر وچو شونډو به مسکا خپریږي ؟
د دې مقالې په يای کې دابراهیم لینکولن وینا ستاسې مخې ته ږدو (( د نړۍ ټول خلک نېکمرغه دي، خو هر انسان د خپل عقل په کچه د سعادت څخه برخمن دی، او د خپل فکر په انډول د نېکمرغۍ څخه خوند اخلي )).