د ټولنيزې بېا راسپړنې او بېا رغونې د لړۍ سریزه او پېژندنه:
د سختو خلکو او ټولنو لپاره سخت دودونه ، رسم او رواج، کلتوري اوټولنیزارزښتونه رامنځته شوي او ټاکل شوي دي، او د نرمو خلکو او ټولنو لپاره نرم دودونه ، ارزښتونه اوکلتور رامنځته شوی دی. پښتون انسان که څه هم په فطري توګه سخت او ځیږ ؤ، خو د ده په سختوالي او ځیږوالي کې دغه سختو دودونو ، ارزښتونو او فرهنګ (پښتونولي) هم د پام وړ لاس درلود.
موږ باید نور له دې حالت څخه راووځو، روېې نرمې کړو،سوچونه آزاد کړو، فکرونه نرم کړو، چې نرم دودونه ، او نرم کلتور او ټولنییز ارزښتونه رامنځته کړو او بالاخره ېوه نرمه ټولنه (Soft Society) وجود ته راشي.
خو دا هر څه به هغه وخت کېږي چې مونږ سخت ، قېد ګیره، ډوګماټست، مضره ،محافظه کاره دودونه، ارزښتونه او کلتور نرم او آزاد کړي نه وي او دغه غېر ضروري دودونه (Undesired Traditions) او ټولنییز، مذهبي، فرهنګي، او تاریخي کلېشو (Stereotypes) ، وهمونو، خرافاتو، بندیزونو، او سفسطو (Delusions, Taboos and Fallacies) ) نه را ونه وځو، ددې هر څه لپاره لومړی ټولنیزه بېا راسپړنه (Social Deconstruction)، بېا ټولنییزه بېا رغونه (Social Reconstruction) او په آخر کې د پخوانېو او نوېو ، مترقي، جدیدو او آزادو ارزښتونو، دودونو، غوښتنو، هیلو ، آرمانونو ، ضرورتونو ، آدبېاتو او وساېلو په رڼا کې ېو نوی ټولنییز تړون وکړو، چې له ېوې خوا د نړۍ او مهذبو قومونو او هېوادونو سره سېال او هم کتار شو او له بلې خوا به مو ددغو سختو دودونو، ارزښتونو، او کلتور په نتیجه کې چې هره ورځ د پښتون انسان تصورات، جذبات، روحېات او احساسات ځپل کېږي، وژل کېږي او قتلېږي ، مخه نېولې وي چې پښتون انسان تش جسم اوکالبوت نه وي بلکې ېو مکمل، بشپړ، سېال ، پوره او آزاد انسان شي او د ژوند د آزاديو ، د فطرت له ښکلاؤ او آزادېو او د خپل ذات، نفس او دماغو د تصوراتواو تماېلاتو او د خپل زړه د جذباتو او احساساتو څخه په مکمله او آزاده توګه خوند او ګټه واخلي او دانساني تهذیب په پرمختګ کې خپله حصه او برخه ولوبوي.
د پښتنو ټولنییزه بېا راسپړنه او بېا رغونه اوس د وخت او ېویشتمې پېړۍ ضرورت او غوښتنه ده، که داسې ونه شي نو مونږ به د ټولنییز او کلتوري کړکېچ او ټکر(Social and Cultural Chaos and Clash) سره مخامخ شو.
د ېویشتمې پېړۍ موضوعات، ادبېات،لټرېچر، غوښتنې، هیلې، ضرورتونه، آرمانونه، مشکلات، ننګونې، ښکارندې ، سهولتونه، وساېل او امکانات، علوم، ډګرونه او…. په ډېرې تېزۍ، چټکۍ او هر اړخیز والي سره بدل شوي او لا بدلېږي. نو که مونږ ددغه پورته او نوموړو بدلونونو او ځانګړتېاؤ په نظر کې نیولو سره خپله ټولنه او خپل ټولنییز دودونه، ارزښتونه ، نورمونه ، کلتوراو جوړښت بدل ، نوی او همغږی نه کړو نو د ټولنییز کړکېچ، ګډوډۍ او ټکر سره به مخ شو او ټولنه به مو انحطاط او زوال وکړي.
د دې لړۍ لومړۍ برخه او موضوع!
د پښتون وطن او ټولنې مړه روحیاتو، جذباتو، تصوراتو او احساساتو او د پښتون انسان تش کالبوت ته یوه کتنه
په پښتون وطن او ټولنه کې د پښتون قتل او وژنه هغومره پخوانۍ ده لکه څومره چې پښتونولي ده یعنې له هغه ځایه د پښتون انسان قتل او وژنه پېل شوه له کومه وخته چې پښتونولي مېنځ ته راغله. دا په دې معنا چې د پښتونولۍ د ځینو سختو ارزښتونو اودودونو له کبله د پښتون وطن په حساسو او ويښو انسانانو کې د ژوند ځینې حېاتي (Vital) جذباتو، تصوراتو، روحېاتو او احساساتو (Feelings and Senses) باندې بندیز ولګېد او په پښتون انسان کې دغه پورته احساسات او تصورات وځپل، مړه او ووژل شول چې په نتیجه کې د پښتونولۍ په نوم پښتون ددغه څېرمعنوېاتو څخه خلاص او ېو تش جسم او کالبوت پاتې شو، او وروستي نسلونه هم همداسې پېدا، وزیږېدل او لوی شول چې دا دی د پنځه زره (5000) کلونو وروسته هم د پښتونولۍ دغه ارزښتونه او دودونه پالل کېږي.
اوس راځو دې ته چې دغه تصورات، جذبات او احساسات څه وو او څه دي؟
هسې خو ډېر جذبات او تصورات په پښتون انسان کې ځپل شوي او وژل شوي دي خو مونږ دلته دغه څو مهمو او حېاتي جذباتو او تصوراتو ته کتنه کوو، چې هغه د رومانس جذبات ( and FeelingsRomantic Sense)، د جمالېاتو جذبات او حس(Aesthetic) ، د هنر حس او جذبات (Artistic) ، د عاطفې ، ېو زړه والي او تلقین جذبات او حس (Empathic) د جدیدېت او مترقېت جذبات او تصورات (Imaginations and ThoughtsModern and Progressive) د روشنفکرۍ او ازادخېالۍ تصورات او جذبات (Enlightened and Liberal Imaginations and Thoughts) دي.
دا ټول هغه څه وو او هغه څه دي چې تر اوسه پورې پښتون انسان ددې بندیز له کبله هره ورځ مري او وژل کېږي، د حېرانتېا خبره خو دا ده چې پښتون د خپل پنځه زره (5000) کلن تاریخ په ټولو جنګ ، جګړو او نښتو کې په هغه شمېر او تعداد کې نه دی وژل شوی لکه څومره چې د پښتونولۍ او د کلتوري او ثقافتي بندیز او پابندۍ د دغې ښکارندې (Phenomena) له لاسه وژل شوی دی. د پښتون انسان د سخت، زیږ، تندلاره، متشدده، ګرم مزاجه، د غصې، انتقام، جوش او رواېت پسنده روېې ، چلند، سوچ او ذهنېت جوړولو او رامنځته کولو کې د پورته بندیزونو او جذباتو، تصوراتو او احساساتو د نه شتون ، ځپل او قتل ډېر رول دی.
د پښتنې ټولنې د هر فرد او وګړي ټول روحېات ، تصورات، او جذبات زېانمن، زخمي او مات دي. ، مونږ د ماتو او زخمي روحېاتو او جذباتو په ټولنه کې اوسیږو، په دې ماتو او زخمي جذباتو او روحېاتوبه څرنګه په دې نړېوال کلي او د انساني تهذیب په پرمختګ او پراختېا کې خپله حصه او رول ولوبوو، یواځینۍ رول او حصه به مو د ماتو، ځپل شوېو او زخمي روحېاتو او جذباتو څخه پېدا شوي او ټوکېدلي آدبېات او لټریچر وي چې هم زمونږ مزل اومنزل پاتې او وروسته کوي او هم شاېد د نورو قومونو او هېوادونو د تهذیب ځغل او مزل آغېزمن او متاثره کړي.
مونږ به په هره لړۍ او سلسله کې دا لاندې نفسېات، جذبات او تصورات نوبت په نوبت د څېړنې او کتنې لاندې ونیسو:
- رومانساو رومانوي جذبات او حس ( Romantic Feelings and Sense)
- دجمالېاتوجذباتاوحس(Aesthetic)
- دهنرحساوجذبات (Artistic) ،
- دعاطفې،ېوزړهوالياوتلقینجذباتاوحس (Empathic)
- دجدیدېتاومترقېتجذباتاوتصوراتModern and Progressive Imaginations and Thoughts)
- دروشنفکرۍاوازادخېالۍتصوراتاوجذبات (Enlightened and Liberal Imaginations and Thoughts)
اسدالله داودزی د پښتونخوا د سنټرل ساینس کالج څخه په سیاسي علومو کې لیسانس او د پیښور پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکوکې ماسټري لري او اوسمهال د پیښور د قرطبه پوهنتون څخه M.Phil. کوي. ددې ترڅنګ داودزی د ایکول اکسس نړیوالې مؤسسې سره د افغانستان او پاکستان د میډېا د ایکسچینج د پروګرام منیجر په حیث کار کوي او ترڅنګ یې د PHCH ېا د ترکیبي ثقافت او میراثونو له لارې د سولې او انسانیت بنسټ د ډایریکټر په حیث په انتها پسندۍ، دهشتګردۍ، تشدد او کلتوري، ثقافتي، او هنري موضوعاتو تحقیق او څیړنه کوي.
شمیرې: 0093772824547 / 00923329859107
بریښنالیک: [email protected]