تاند- د افغانستان حکومت به ډېر ژر کې له یوې مخالفې وسله والې ډلې سره د سولې په باب جوړجاړی نهايي کړي او د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو لور ته به یو ګام واخلي.

دا خبره اسوشیتید پریس خبري اژانس نن /شنبه/ د افغانستان د حکومت او د یوې وسله والې مخالفې ډلې د استازو په قول وکړه.

د کابل د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې معاهده به سبا /یکشنبه/ نهايی شي.

د حزب اسلامي سرمرکچي امین کریم هم هیله ښکاره کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا د موافقې وروستۍ بڼه تصویب او لاسیلیک کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دا جوړجاړی د ولسمشر غني لپاره، چې هڅه کوي د وسله والو طالبانو له ډلو سره هم روغه جوړه وکړي، زیات اهمیت لري.

که څه هم د حکمتیار اسلامي حزب په جګړه کې زیات اغېزمن رول نه لري خو له ده سره د حکومت موافقه له طالبانو سره د روغې جوړې په برخه کې د اعتماد فضا رامنځته کولی شي.

ټاکل شوې ده چې حکمتیار ژر کابل ته راشي.

پرون نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان حکومت د حکمتیار لپاره د کور او دفترونو بندوبست کړی دی.

4 thoughts on “د حکومت او یوې مخالفې وسله والې ډلې موافقه سبا لاسلیک کېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *