بصیرالحق عادل – د دغه ولايت د کلتور رياست چارواکي وايي، ياد نندارتون چې شاوخوا ۲۰۰۰ جلده کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شول د اطلاعات او کلتور وزارت په لارښوونه يې جوړ کړی.
د هلمند د کلتور رياست مرستيال فريد احمد فرهنګ ټاټوبي نيوز ته وويل، د کتاب لوستلو د اونۍ په موخه يې د زابل ولايت شينکۍ ولسوالۍ ته هم د دغه ولايت د خلکو په غوښتنه شاوخوا ۶۰۰ کتابونه ټول کړي دي.
هغه وايي، موخه يې د کتابونو له نندارې څخه د کتاب لوستلو فرهنګ رواجول دي.
تېر کال هم په همدې مياشت کې د هلمند کلتور رياست يو ورځنی کتابيز نندارتون جوړ کړی و، چې ګڼو فرهنګپالو، ليکوالو او مدني فعالانو پکې برخه اخيستې وه.