تاند- دا بېړۍ، چې څه باندې ۶۵ متره پلنوالی او تر ۳۶۵ متره ډېر اوږدوالی لري، د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ ده چې تراوسه پوري بشر جوړه کړې ده.
په بله ژبه دا بېړۍ د فوټبال د ۳ میدانونو برابره ده.
د دې بېړۍ، چې هارموني نومېږي، پر جوړولو دوه نیم کاله وخت لګول شوی او تر یو ملیارد ډالره زیاتې پیسې پرې لګول شوي دي.
د هارموني، چې ۶۸۰۰ مېلمانه یا مسافر پکې ځاییږي، په زړه یا مرکزي برخه کې یو پارک هم شته.
د دغو مېلمنو لپاره غولي یا جلا هالونه، ۲۴ لیفټونه، ۲۳ حوضونه او د لوبو نور ډېر وسایل او ځایونه شته.
هارموني بېړۍ به د روانې مې میاشتې په ۲۹ مه د لومړي ځل لپاره په اوبو کې سفر پیل کړي.
د دې بېړۍ د ۷ ورځو د سفر ټکټ، چې د هسپانیا، فرانسې او ایټالیا سواحلو ته ځي، ۱۰۰۰ امریکايي ډالره دی.