استاد عبدالله بختاني خدمتګار

د پښتو پت د استاد عبدالله بختاني خدمتګار د لنډو کيسو ټولګه ده چې تېر کال (۲۰۱۵) د دوهم ځل لپاره د ليکوال له خوا د زرټوکو په شمېر خپره شوې ده.

په دې ټولګه کې د نامتو شاعر اروښاد اجمل خټک د سریزې، ديو منظوم داستان او یوه ديني نکل په شمول ټولټال ۱۹ لنډې کيسې راټولې شوې دي.

پر دې ټولګه د استاد بختاني له یادونې او د نامتو شاعر ارواښاد اجمل خټک له سریزې داسې جوتېږي دغه کيسې کابوپنځوس کاله پخوا ليکل شوې دي.

 استاد بختانی چې له اره يو شاعر او څېړونکی دی. زما په نظر دغه کيسې يې ځکه ليکلي چې هغه مهال په افغانستان کې يو څو د ګوتو په شمېر کیسې لیکل شوی او خپرې شوې وې. کله چې زه  ادبي- هنري اثر مطالعه کوم نو يو څو ټکي په پام کې نیسم، لکه لیکوال څوک دی؟ څه يې لیکلي؟ څنګه يې لیکلي؟ زمان او مکان يې کوم دي او همدارنګه جزیات او کلیات يې څه دي؟

ما د دې ټولګې ټولې کیسې ولوستې او غواړم چې په يو څو  خوندورو کيسو یې خپل نظر له تاسې سره هم شریک کړم.

د (پښتو پت) ددې ټولګې دویمه کيسه ده چې ددې کتاب نوم هم له همدې کيسې غوره شوی دی. دغه کیسه موږ ته کابو شپږ لسیزې پخوا د پښتنې ټولنې د ژوند یوه برخه بیانوي. دپښتني کلتور د یوې مهمې ځانګړ تیا مېلمه پالنې کیسه کوي.دا کیسه موږ ته داهم څرګندوي چې زموږد ټولنې ژوند هغه مهال څومره له خوښښیو ډک و. ددې کیسې نثر خوږ، روان او ساده دی. لیکوال غواړي چې پت یا عزت د پښتني کلتور د یوه مهم اصل په توګه موږ ته راوپيژني. همدارنګه د کيسې په پای کې دانساني لاسنیوي او مرستي یادونه هم کوي. لیکوال په دې کیسه کې  لوستونکي ته د مهم پښتني ارزښت د پښتو پت د ساتلو په اړه نصیحت کوي خو په دې کې هنر دادی چې دغه کار د یوې بریالۍ کیسې له لارې وړاندې کوي. د غه کیسه ليکنې د تخنیک له ارونو سره هم برابره ده ،یانې دغه کیسه کرکټر، مکالمه، غوټه، تلوسه او کلایمکس یا اوج هم لري. زما په نظر که دغه کیسه په راتلونکي کې د ښوونځيو په نصاب کې شامله شي نو د ځوانانو د روزنې په اړه په کې ډېر څه شته دي.

×××

(سپوږمۍ) ددې ټولګې بله مهمه کیسه ده چې د دوه مینانود مینه ناک ژوند  خوږه، خو له درده ډکه کیسه بیانوي. البته په دې کیسه کې دواړه اصلي کرکټرونه مري خو په پښتنه ټولنه کې دا ډول کيسې له واقیعت  څخه لرې نه دي. دلته ليکوال غواړي  ووايي چې غوسه او احساسات ستاسې خوږ ژوند په څو شېبو کې له منځه وړلی شي. دغه کيسه  په ډېره خوږه ژبه زموږ د ټولنې له یوه ترخه حقیقت نه پرده پورته کوي. دغه کيسه هم خوند او تلوسه لري. د کليوالي ژوند ښکلا يې په زړه پورې ده خو ددې کیسې اوج ډېر غمجن او دردوونکی دی.

کرکره کتونکي وايي چې په کیسه کې باید کرکټرونه مړه  نه شي خود لته زما په نظر د دپښتنې ټولنې اروا پوهنه ده چې هغه نه مړه کېږي.

(له سهار نه تر ماښامه) کیسه د يوه ليکوال د يوې ورځې د ژوند پېښې بیانوي. په يښتو ادب کې ډېرې کمې داسې کیسې ليکل شوي چې اصلي کرکټر يې کوم ليکول یا شاعر وي. دا کیسه په پيل کې يوه سریزه هم لري خو دا سریزه هم دیوه لیکوال رواني او اروايي کشمش بیانوي. دغه کيسه موږ ته کابو پنځه څلوېښت کاله مخکنی کابل را ښيي چې څه ډول خلک ، سرکونه او ودانۍ يې درلودې. په دې کیسه کې ترټول مهم ټکی دادی چې یو لیکوال دخپلې ټولنې او هېواد د پرمختګ  لپاره څه ډول فکر کوي؟ ددې کيسې ټولنیز انتقادي اړخ هم دستايلووړ دی او د یوه ليکوال له انتقادي اروا پوهني سره نېږدې اړيکي لري.

دپښتو پت د لنډو کيسو په اړه به په عمومي توګه دومره ووایم ددې کتاب هره کيسه بېل خوند او بېل رنګ لري او په شننې او کره کتنې ارزي خود وخت د کموالي له امله ما په همدې درې کیسو بسنه وکړه. استاد بختاني دا کيسې ددې لپاره ليکلي چې دپښتو لنډو کیسو تشه ورډکه شي نو له همدې امله له اوسنیو پښتو لنډو کیسو سره لږ توپير لري. داستاد بختاني د کیسو نثر دده د خبرو په څېر خوږ او روان دی. کله کله بیا داسې جملې ليکي چې هنر په کې اوج ته رسیدلی دی. په پای کې داستاد بختاني ددې کیسو دخوندور نثريو څو  بېلګې له تاسې سره هم شریکوم.

«««

اوه تنه په یوه ګاډۍ کې سپاره وو. د خام سړک اويړه خاوره کې د ګاډۍ ارابې خښې روانې وې او د وریځو غوندې دوړې ترې جګيدلې. ګاډیوان به دتالندې غوندې غړمبېده. د پسرلي د وریځو د برېښنا په شان پا اس باندې د متروکو وارونه کېدل او دباران غوندې خولې ورباندې بهېدي.

خاطره، لومړۍ کیسه ، د پښتو پت.

«««

د ماښام د لمانځه په صفونو کې خلک دومره سره نېژدې او نښتي وو چې شیطان ته ترې دتېرېدو لار نه وه پاتې.

د پښتو پت، دویمه کیسه، د پښتو پت.


د ښاغلي محبوب نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *