لکچر په  لاندې پوښتنه پیل شو:

ستاسې په نظر، د مطالعې او تحقیق په وړاندې کوم خنډونه موجود دي؟

د روشنګرۍ ګډونوالو جوابونه دا دي:

۱- د مناسب چاپېریال نشتون.

۲- کتابونه د علمي معیارو په رڼا کې نه دي لیکل شوي.

۳- د سویې ټیټوالی.

۴- یوه اړخیزه مطالعه.

۵- د ذهني تمرکز نه شتون.

۶- د مطالعې لپاره دکتابو په انتخاب کې ستونزې.

 د ځان تائیدی یا confirmation bias لکچرښاغلي حمید هڅاند۱۳۹۵ د ثور پر ۲- مه وړاندې کړ.

 حمید هڅاند ځان تائیدي یا  confirmation bias  یوه علمي او ارواپوهنېزه کلمه وبلله  او و یې ویل، چې ارواپوهنه وايي که یو کس د ځان تائیدي په ناروغۍ اخته وي؛ د هر څومره مطالعې او تحقیق وروسته به بیا هم علمي او خپلواک نظر وه نه لري. یانې که هغه شخص چې د ځان تائیدی په مرض متبلا وي، هغه که هر څومره علمي مطالعه وکړي، وروسته له مطالعې هغه برداشت چې نوموړی یې د مطالعې څخه لري خپلواک به نه وي، ځکه  ځان تائیدی باندې اخته کس هر څه د خپلي ایډیالوژۍ له دید ګوري.

ځان تائیدي خورا زیاته عامه ده. موږ و تاسې ټول په دې ناروغي اخته یو. ممکن د پخوا په پرتله، اوسنۍ ټولنو کې ځان تائیدي کمه وي. اما په وروسته پاتې ټولنو کې دا ناوړه ذهني تمایل خورا عام دی.

 د ځان تائیدی تعریف: ځان تائیدی یو ډول ذهني تمایل دی، چې له وجه یې موږ د مطالعې او پلټنې پر وخت په داسې مالوماتو پسې ګرځوو چې هغه زموږ د موجودو افکارو، نظریاتو، خیالاتو او باورونو سره اړخ ولګوي یانې هغه تصدیق او  ملاتړ یې وکړي.

د ځان تائیدی په ناروغۍ اخته کس هغه مالومات  نه  خوښېږي چې هغه یې له باورو، نظریاتو او خیالاتو سره په ټکر کې وي او د لوستلو کوښښ یې هم نه کوی.

د ځان تائیدي ذهنیت له امله خلک عموماهغه کتابونه، مجلې، اخبارونه، تلویزیونونه او راډیو ګانې اوري چې د دوئ له افکارو او خیالاتو سره توافق ولري.

د ځان تائیدی تاوانونه:

۱- د انسانانو فرق د نورو ژوندیو موجودیتو سره په دې کې دی چې انسانان عقل او شعور لري او د هرې پدېدې د تحلیل او صحي او غلط مالومولو قوت لري او د تعقل څخه کار اخلي، اوس نو که څوک د ځان تائیدی په تکلیف اخته وي، هغه د دې توانایي له لاسه ورکوي، چې پدیدې تحلیل، ارزیابي او ښه او بد یې مالوم کړې، په ځان تائیدی اخته کس د تعقل پر ځای له احساساتو څخه کار اخلي.

۲- د ځان تائیدی یوه ځانګړنه دا ده چې ناخبرۍ کې انسان په اخته کيږي.

مثلاً: کله چې یو کس کتابخانې ته ولاړ شي، لومړی هغو کتابونه اخلي، چې مخکې له مخکې ده لیست کړي وي یا د هغو لیکوالو کتابونه اخلي چې د ده نظریات تائیدوي یا لږ تر لږه د هغو لیکوالو کتابونه اخلي چې نظریات یې د ده له نظریاتو سره په ټکر کې نه وي. اوس نو په دغو کتابو کې ټولې هغه خبرې دي چې د ده نظریات تائیدوي، د ځان تائیدی په مرض اخته کس د فکر د صحي والي دلایل ور قوي کوي او په دې باوریې لا ټینګوي چې بلي ستا نظر درست دی.

اوس نو دا موقع هیڅکله ده ته په لاس نه ورځي چې د ده موجود فکر چلند شي فرض المثال که د ده په غوره شوو کتابو کې د داسې خبروسره مخ کيږي هم، چې د ده د نظر خلاف وي، تر هغه ژر تېرېږي. هیڅکله دقت پري نه کوي.

۳-د انسان موجود فکر له مور و پلار او د کورنۍ له غړو، چاپېریال، مکتب او پوهنتون او له هغو کسانو له ناستې- پاستې څخه رازېږي چې شخص ډېر ورسره په تماس کې وي. کله چې انسان ځواني ته ورسېږي، بیا نو کوښښ  کوي چې هغه کتابونه مطالعه کړي چې د ده موجود فکر تائیدوي، د هغو ملګرو سره کښېني او ولاړېږي چې د ده همنظره او ایډیالوژۍ پلوییې کوي. ځکه نو عموما له هر څومره تحقیق وروسته، موږ عموما خپل نظریات په دوامدار ډول تائیدوو.

پر مختللو ټولنو کې د ځان تائیدی مرض کم وي خو په وروسته پاته ټولنې کې بیا دا ناروغۍ خپل اوج ته رسېدلې وي.

په دې ځای کې استاد امان الله هوسا  وویل چې د ځان تائیدی پر ځای کې تعصب تائیدی زما په نظر دconfirmation bias سمه او دقیقه ژباړه وي.

 ښاغلي هڅاند هم ورسره ومنله.

دا چې ځان تائیدي په دیني مطالعې کې واضح شي، د دین او سیاست د یوځایوالي په اړه مطالعه د مثال په ډول یاده شوه. وویل شول چې په دې اړوند خلک په دریو کټګوریو وېشل کېدای شي:

۱- یوه ډله فکر کوي چې موجود نظامو شریعت نه دی پلی کړی نو باید له منځه وړل شي او حکومت بایدونیول شي که څه هم د زور له لارې وي.

په دې ډله کې، طالبان، داعش، حزبي التحریر راتللای شي .

۲- دوهمه ډله غواړي چې اسلامي او دیني حکومت باید راشي، موجود نظامونه باید له منځه وړل شي خو نه د زور له لارې، بلکې د سیاسي مبارزې له لارې.

 کېدای شي په دې ډله کې د اخوان المسلمین او دلته په افغانستان کې ممکن د جمعیت اصلاح ډله یاده کړو.

۳- درېیم ډله بیا په دې نظر دي چې سیاست او دین سره هیڅ تړاو نه لري، حکومت او نظام جوړول بلکل دنیاوي کار دی ځکه په قرانکریم کې یې مشخصه یادونه نه ده شوې.

اوس نو د پورته یادو شو ډلو غړي تر شل کلنۍ پورې دا ډول فکرونه له کورنۍ، مدرسې او محیط څخه اخیستی وي، وروسته له شل کلنۍ څخه بیا کوښښ کوي، چې داسې کتابونه او ویډیوګانو وګوري چې د ده موجود نظر تائیدوي بیا نو دا نتیجې ته رسېږي، چې دا زما فکر صحي دی نور غلط دي.

په دغه موده کې ده مطالعه کړې وې اصلاً یې یوازې هغه شیان لوستي وي چې یوازې د ده نظر تائیدوي، هیڅکله یې کوښښ نه وي کړی چې داسې کتابونه هم ولولي چې د ده د نظر خلاف وي یا د ده نظر غلط ثابتوي.یوازنی شی چې د دغو درو سره ډلو تر منځ مشرک دی، هغه دا چې دوی هیڅکله دې ته زیات پام نه کوي چې د دوئ د فکر سره موازي نور فکرونه هم شته، هغه هم باید مطالعه شي. که احیاناً دوئ بل موازي فکر مطالعه هم کړي، محض په دې موخه یې مطالعه کوي چې غلط یې ثابت کړي. که فرضا احمد د لومړي فکر خاوند دی، له مطالعې وروسته په دې فکر ټینګېږي. که دی د دویم فکر په کورنۍ کې را لوی شوی وای، اوس به په دویم فکر وو. دا دقیقا د ځان تائیدي اغېز دی.

د ایوانز په نوم مشهور غربي عالم وایي: د انسان د تحقیق، څېړنې، استدلال او استنباط تر ټولو لویه ستونزه ځان تائیدي ده.

د ځان تائیدی د رامنځته کېدو لاملونه:

۱- د موجود نظر تصدیق.

۲- په نظري لحاظ یو نواخت محیط کې اوسېدل.

۳- له بهرینۍ نړۍ سره د اړیکو نه درلودل.

۴- په مادي لحاظ وروسته پاته والی.

۵- د علم په نسبت، د ایډیالوژيو اکثریت یا ډېروالي.

۶- د دود، دستور او عنعناتو بېځایه احترام.

د ځان تائیدی څخه د خلاصون لارې:

۱- ځان په دې پوهول چې د ځان تائیدوی په نوم مرض شته او باید ځان ځنې وژغورم.

۲- د ځان نقدول.

۳- د خپلو افکارو مخالف افکار لوستل.

۴- د بیان د آزادۍ موجودیت.

د لیکچر د برخوالو په تبصرو او پوښتنو کولو سره مازیګر پنځه بجې پای ته ورسېده.

۱۳۹۵/۲/۱۷

عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *