تاند- د عراق او سوریې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې، چې په افغانستان کې لا هم په داعش مشهوره ده، پلویانو د افغان طالبانو د بې رحمانه وژنو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.
خپلواکې سرچینې او رسنۍ د دغو تصویرونو کره والی تاییدولی او ردولی نه شي خو بې رحمو سختدریځو ډلو تل خپل مخالفان په همدې ډول وژلي او رحم یې پرې نه دی کړی.
تر دغو عکسونو لاندې، چې نن ماښام خپاره شول، په عربي ژبه د وژل شویو کسانو نومونه عبدالغفور، محمد رحیم او فضل الرحمن ښودل شوي دي.
ویل کېږي چې دا سختدریځه ډله د خپلو بې رحمیو عکسونه د نورو خلکو د بېرولو او په خلکو کې د وحشت د خپرولو لپاره په ټولینزو رسنیو کې خپروي.
په عکسونو کې درې تنه په داسي حال کې لیدل کېږي چې سترګې یې تړل شوي او د داعش د کسانو له لوري په مرمیو ویشتل کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له لوري د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو احتمالي غبرګون به ثابته کړي چې وژل شوي کسان په رښتیا هم طالبان دي او که نور کسان دي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان او نړیوالو ځواکونو له لوري د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د اسلامي دولت د وسله والو ډلې پر ضد هوايي بریدونه زیات شوي او تقریباً هره ورځ په هوايي حملو کې دې ډلې ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ادعاوې کېږي.
(پاسنی عکس پخوانی دی)