سپورت
د لاهور د سپورتي ادارو او لوبغالو نه د لیدنې پیل مو له هاکي لوبغالي نه و چې ویل کې د نړۍ په کچه د هاکي تر ټولو لوی لوبغالی دی.
د پنجاب صوبې د سپورت د ادارې د معلوماتو له مخې په دغه لوبغالي کې په یو وخت نېږدې ۹۰۰۰۰ نندارچیان لوبه کتلی شي.
د فوتبال فدراسیون له مسوولینو سره مو هم ولیدل خو د فوتبال لوبغالي ته یې ورنه وستو، پاکستان په فوتبال کې د افغانستان په پرتله کمزوری هیواد دی.
یادېږي مې یو مهال چې په پېښور کې د افغان کډوالو د فوټبال لوبډلو شاه کلپ او مجاهد کلپ د څوـ څو ګولونو په توپیر ګټل.
پولو لوبغالي ته هم ولاړو، مسوولینو یې ښه میلمه پالنه وکړه.
پولو لوبه زمونږ د وزلوبې په شان ده، یعنې لوبغاړي په اسونو سپاره لوبه کوي، خو میدان یې لکه د فوټبال ګولونه لري، د لوبغاړو په لاس کې لکه د هاکي لرګي او په مځکه هم د وزې پر ځای توپ.
د پولو په اړه ویل کېږي چې دا یو شاهي لوبه ده.
کرکټ اکاډیمي او قذاقي لوبغالي ته هم ولاړو، د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځني روزونکي او لوبغاړي مو ولیدل. دوی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په اړه ښه نظر درلود. ویل یې چې لوبډله د پخوا په پرتله دېره ښه شوې ده.
د پنجاب صوبې د سپورت د ادارې مشر حفیظ بګتي دا هم وویل که د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په همدې ډول مخته ولاړه شي نو ښايي په راتلونکې کې د ټولو لپاره یو خطر جوړ شي.
خو د دوی په وینا افغانستان باید خپل د کرکټ د ملي لوبډلې د راتلونکې په اړه یوه فکر ولري، ځکه دا لوبغاړي به زاړه شي او پکار دا ده چې د ځای ناستو د روزنې په اړه یې اقدام وشي.
د اندام جوړنې له کلپونو مو هم لیدنه وکړه، له سپورتی خبریالانو سره مو خبرې وکړې او د چا خبره تجارب مو سره تبادله کړه.
پارکونو او باغونو یې هم د بیلابېلو ورزشونو په ځانګړي ډول د کرکټ لپاره ښه پراخ میدانونه درلودل.
په ټوله کې مې دا وموندل چې دوی د هر ډول ورزش لپاره ښه امکانات لري خو ورزشي تحرکات کم ول، خو مونږ کې دغه تحرکات ډېر دي امکات ورته نه لرو.
د پاکستان د سپورتي چارواکو غوښتنه هم دا وه چې متقابلې همکارۍ باید موجودې وي او زما هم شخصاً دا خیال دی چې که د دوی له امکاناتو استفاده وشي بده به نه وي.
فکر کوم په دې برخه کې د طنز مالګه نه وه خو چې تش لاس هم ستانه نه شئ نو دومره به ووایم چې محمد واصل وصال او انیس الرحمن صیب د پاکستان دورزشي خبریالانو د کرکټ له لوبډلې سره د کرکټ لوبې ارمانجن هیواد ته راستانه شول. هغه لوبه چې په پام کې وه خو د خوشحال تایب د ناروغۍ د بهانې، د بهشته جانې صافۍ د پیزا خوړلو د پروګرام، د خاموشو خویند د شاپنګ او زما او د کمال صیب د قوي ټکو غورځولو له امله تر سره نشوه.
ځکه زمونږ دلیل دا و چې، دا شرم به بیا چېرته وړو!