صادق الله صادق –

خوشحال بابا په ١٠٢٢ل. کال کې د پښتنو د ستر ټاټوبي (د پېښور په اکوړه خټک) سيمه کې د شهباز خان کره زيږېدلى دى.

ستر خوشحال بابا په شل کلنۍ کې شاعري پيل کړې، نوموړي د ژوند په هره برخه او هر اړخ کې شاعرې کړې، يانې د ژوند داسې برخه به نه وي پاتې دي، چې خوشحال بابا دې پکې خپل قلم نه وي ګرځولى، په همدې پار وايو، چې عارف خوشحال بابا، دين پوه خوشحال بابا، سياست پوه خوشحال بابا، رنځپوه خوشحال بابا او نور… .

زه د بابا په اړه ډېرې خبرې کول نه غواړم، هر څوک پوهېږي، چې خوشحال بابا څوک، د چا زوى، چېرته اوسېدلى، څه يې کړي او … زه يې د خپلې کورنۍ دندې په پار په شعرونو کې ادبي صنعتونه او معنوي ښکلاوې لټوم.

موږ مخکې وويل، چې د ژوندانه زياتره برخه کې شاعري کړې، نو لومړى يې له مذهب څخه رانيسو. مذهب کلامي، دا هغه ادبي صنعت دى، چې شاعر د خپل مطلب د اثبات لپاره يو څرګند دليل د اورېدونکي له طبعې سره برابر راوړي او شاعر د استدلال او تفسير له لارې خپله خبره مخکې کړي، لکه خوشحال بابا چې وايي:

انبياء تر محمد پورې معلـــــوم دي

لکه ستوري تر افتاب پورې معدوم دي

يا يې دا بيت:

په معـجز يې د قمر کمر دوه نيم کـــــړ

په اعجاز کې که پولادو چاته موم کــــړ

جمع يا تر حکم لاندې راوستل، دا په دې مانا چې په شعري کلام کې څو څيزونه يا څو کارونه د حکم لاندې راوستلو ته جمع وايي او بابا دې لوري ته ډېره پاملرنه کړې، لکه:

که تورات دى، که انجيل دى، که زبور دى

دا همه د ده په نام سره مرقـــــــــوم دي

تجنيس چې د شعري صنعتونو يوه بېله برخه ده، بابا په دې کې هم خپل قلم ولاړ نه دى پرېښى او لکه د يوې يې په داسې ځمکو کې ګرځولى راګرځولى دى او د تجنيس بېلابېل ډولونه يې پکې راوړي دي، تاسې يې دا بيتونه وګورئ:

پــــــــــــه کاته کاتــه مې سترګې په خاته شي

چې خبر دې د راتلو راباندې وشـــــــــــــي

++++

ما خوب ليده په خداى ږو، چې زه ته سره پخلا يو

خوږې، خوږې خبرې د زړه حال و بله وايـــــو

++++

که جهان در خبر نه دى

ما په تا زده، تا په ما زده

+++++

څو زه بنده زنده يم، د هغو زلفو بنده يـــم

چې تل يې سـلسل زړونه په هرتار دي مبتلا

د پښتو د ادب پلار خوشحال خان خټک اعداد يا شمېرنومونه هم د شعر توکي بولي او په خپل شعري باغ کې يې څو څو ځايه کرلي دي، په دې مانا چې په شعرونو کې يې د سياقة الاعداد معنوي ښکلا له ورايه ښکاري، لکه:

څـه يوه نېزه څه دوه څه تر دا زياتې

د غريق اوبه چې پاس واوړي تر سره

د فعلونو پرلپسې راوړنه، چې د شاعرانو لپاره نن سبا کې ډېر سخت دي او په اسانۍ سره يې نه شي ځايولى، که يې ځاى هم کړي؛ خو هاغسې خوند او ښکلا پکې نه وي، لکه زموږ پخوانيو شاعرانو چې څنګه په خپلو کلامونو کې ځاى پرځاى کړي دي.

تاسې د بابا دې بيت ته فکر وکړئ، چې په څومره ښکلي انداز سره يې د فعلونو پرلپسې والى راوړى او هم يې پکې د تجنيس يو ډول کارولى دى:

چې ګټل، خورول، بښل کا ځوان هغه

چې توره لري، د تورې خان هــغـــه

دا او دې ته ډېرې شعري او کلامي ښکلاوې او ادبي صنعتونه نه؛ يوازې د پخوانيو شاعرانو په شعرونو کې بلکې د اوسني عصر د شاعرانو په شعرونو کې هم موندل کېږي. نور مې هم پيداکولاى شول، خو د وخت د کموالي لپاره پر همدې بسنه کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *