ټاګور په هند کې روحانيو د مذهبي غورځنګ برهمو سماج ( Brahmo Samāj) له مخکښو غړو څخه و. دا خوځښت په هند کې په ١٨٢٨ کال کې په رسمي ډول رامنځته شو چې بنسټګر يې رام موهن راى ( (1833-1772و، نوموړي ته د نوي هند د پلار نوم هم ورکړل شوى دى.
نو موړي د بنګال په يوه برهمنه کورنۍ کې زېږېدلى او اسلامي زده کړې يې کړې وې، هغه په پيل کې عربي او فارسي ژبې په ښه ډول زده کړې چې د معاصرو علومو ژبې ګڼل کېدې، وروسته يې سانسګرېت ژبې زده کړې ته هم مخه کړه، له ژبوهنې سره مينې د انګليسي ژبې او نورو ادبي فنونو زده کړې ته هم اړ کړ.
وروسته د کار او روزګار لپاره کلکتې ته ولاړ او هلته يې د ختيځ هند کمپنۍ کې د کار تر څنګ تحصيلات وکړل، له اسلامي او غربي فلسفې سره اشنا شو، نور دينونه يې مطالعه کړى او په اړه يې ويل کېږي چې ټول عمر يې د دين په ځانګړي ډول اسلام او مسيحيت په مطالعه کې تېر کړ.
وروسته يې د برهمو سماج په نوم اصلاحي غورځنګ پيل کړ، ددې غورځنګ د پلويانو په عقيده ، هر هغه فکري نظام چې د هندي فرهنګ کې رېښه ونه لري او له بهره راشي، کوم ارزښت نه لري، خو هغه وخت چې ځايي(محلي) او ملي شي، اغېز او ارزښت پيدا کوي، ځکه خو يې له هندي ُسنتي دودونو، خرافاتو او غير اخلاقي کارونو سره مبارزه پيل کړه، ده وويل چې دا حقيقت په اسلام او مسيحيت کې هم درج شوى، د خداى پر وړاندې تعبد او اخلاص د دين هسته جوړوي.
دا خوځښت په ټوله کې يو خپل خوښى( داوطلبانه) حرکت و، د ټولنې ټول روښانفکره او ويښ کسان يې ور جلب کړل، د اريا سماج او برهمو سماج د غورځنګونو مرکزي زاويه ديني اصلاحات وو، په دې حرکتونو کې د ګاندي او ټاګور په څېر سترو کسانو هم ونډه درلوده چې وروسته يې دې بهير ته دوام ورکړ .
دې خوځښت هندوانو ته د اعتقاداتو او ځينو هغو هندويي اعمالو په اړه چې له اخلاقي اړخه يې هېڅ توجيه نه درلوده، د سمون او اصلاح په برخه کې مقدمه کېښوده، موهن راى د نوي هندوييزم لپاره دغه ستر خدمت وکړ چې خپل ژورد يني سنتي دودونه يې له ځينو داسې عقايدو او ادابو را بهر کړل چې له سالم عقل او اخلاقو سره يې زيات واټن درلود.
د دوى هڅه دا وه چې هندي فلسفه، دود او دين د نولسمې پېړۍ له انسان پالې بڼې سره سم معرفي کړي چې تر ټولو ستره لاسته راوړنه يې له خرافاتو سره مخه ښه، ديني اخلاق او د ټولنيزو اعمالو اصلاح وه.
نوموړي وروسته په فارسي ژبه تر دې کچې حاکميت پيدا کړ چې خپل لومړى اثر( تحفه الموحدين) يې هم په ١٨٠٣ زېږديز کال کې په فارسي ژبه خپور کړ او له دې لارې يې څرګنده کړه چې نوموړى د دين يو ازاد متفکر دى، ددې کتاب په يوه برخه کې وايي:
((د نړۍ ډېرو لرې برخو ته مې سفرونه وکړل، غرونو او دښتو ته ولاړم، هلته مې وموندل چې د هغه سيمو ټولو اوسېدونکو پر يوه وجود عقيده درلوده چې د ټولو هستيو سرچينه ده او د عالم سمبالوونکى دى، دوى هغه مطلق وجود ته د مشخصو صفاتو ځانګړي کول په کلکه ردوي، ځکه خو ماته دا ښکاره شوه چې ابدي وجود ته مخ ور اوړول، په حقيقت کې د بشر ذات ته طبيعي کړنه او طريقه ده، ځکه چې دا د ټولو انسانانو تر منځ يوه معمولي چاره ده.))
موهن راى زياتوي:((هميشه زموږ په درون او د بشر په ذات کې داسې قوه شته چې زموږ د ذهن غږ دى، د هر دين د اصل له منلو مخکې يا وروسته موږ په عادلانه او بې پرې ډول د بېلابېلو ملتونو د اعتقاداتو د اصولو د ذات لور ته ور غواړي. دا ډېر د هيلې ځاى دى چې انسان وکولى شي له دې لارې حقيقت له باطل او حقيقي قضيې له تېر اېستونکو يا نا منطقي موضوعاتو سره توپير کړي او په پايله کې د دين له بې ځايه قيدونو او بندونو چې د يوه انسان پر وړاندې د بل انسان د تعصب سرچينه ګرځي، رواني- روحي او جسماني ستونزې پيدا کوي؛ ازاد شي او پر يواځيني مطلق وجود چې د عالم جوړونکي نظام سرچينه او د ټولنې خير په کې نغښتى، نظر پرېوځي.))
په په دې خوځښت کې وړاندې شوي اصول او موخې که په ژوره توګه مطالعه شي، نو څرګندېږي چې دا د ټاګور يو متعالي ارمان هم و، دا هغه څه دي چې ټاګور يې په خپلو اثارو کې لارښوونې کړې وې، نو ځکه خو يې نوموړى هم جلب کړى او ددې مبارزې له مخکښو کسانو شمېرل کېږي، دا حرکت په خپل ذات کې د مذهبي قيدونو د وتلو او پراخ نظرۍ خواته بلنه ده.
د برهمو سماج دويم پړاو د ټاګور کورنۍ مخته وړى چې خپله رابندرانات هم په کې لويه ونډه لري، خو ټاګور دا غورځنګ له اصلاحاتو سره مخته وړى دى، له منلو سربېره يې نقد هم پرې کړى دى. د غورځنګ مسووليتونه يې متقي او پوهو کسانو ته وسپارل. پر سم تبليغ او اصلاحاتو يې ټينګار ډېر کړ.
رابندرانات ټاګور په برهموسماج کې د ځينو اصلاحاتو راوستلو وروسته په دې غورځنګ کې نوو کسانو ته د شموليت لپاره د لوړې(قسم) ورکولو لپاره درې ټکي وضع کړل چې د ژوند تر پايه به عمل پرې کوي. دغه اصول په دې ډول دي:
- د بت لمانځنه به نه کوي.
- د خداى عبادت به په ډېره مينه کوي.
- هغه کارونه به کوي چې د خداى خوښ وي.
ټاګور د غورځنګ غړو ته دا هم ويل چې د خداى عبادت په روحاني طريقه سره وکړئ، روحاني جذبي ته اړتيا ده، هغه ستاسې دعاګانې اوري او ځواب درکوي، خداى په لوړو اخلاقي اوصافو ښکلى دى، هېڅکله هم د ديوتا( بت يا انساني بڼه) په شکل ظهور نه کوي.
دا چې د اسلام مبارک دين خپل پيروان له تعصب او قوم پالنې منع کړي، د يوه واحد ذات عبادت ته يې را بللي، نو له شک پرته چې موهن راى به ددې خوځښت د پيل او پرمختګ لپاره د اسلام له مبارک دين نه ډېر څه اخيستي وي، ځکه چې نوموړي د اسلامي فلسفې او تصوف ژوره مطالعه هم درلوده، د همدې لپاره يې عربي او فارسي ژبې زده کړې وې.
د تمدنونو د يو والى نظريه :
د ټاګور د پراخ نظرۍ بل اړخ د انسان، طبيعت، تمدن او ازادۍ سره د انسان د اړيکو پر څېړلو او بشريت کې په ښه ډول موندلى شو، ځکه چې نوموړى له طبيعت سره د انسان ژوره اړيکه، رېښتني ازادۍ ته د هغه د رسېدو پيل او هيله بولي، له دې اړيکې پرته انسان د ازادۍ وږمه نه شي حس کولى.
دا موضوع نه يواځې چې د ټاګور فکري محور جوړوي، بلکې خپله ددې نظريې د رامنځته کوونکو له مخکښانو دى. په دې نظر و چې ګډون يا مشارکت، همکاري او اړيکې، بشري تمدن ته د رسېدو او تمدنونو ترمنځ د يووالي يواځنۍ لارې ده. نوموړى په دې اړه ليکي: زه په دې باور يم چې بشري تمدن د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ پر همکارۍ، مشارکت او اړيکو ولاړ دى.
له ټاګور نه لسګونه کاله وروسته هم د نړيوالې کېدنې او تمدنونو ترمنځ د پخلاينې او خبرو په برخه کې د بحثونو محور جوړوي چې د نوموړي د تيوري په توګه ترې کار اخيستل کېږي. د ټاګور په افکارو کې د تمدنونو يووالي مرکزى ټکى دى چې هر ډول تمدني سنټرالېزم(د تمدن پالنې محور) ننګوي، د جمعي( ټوليز) تمدن ساحه کې د تمدن ماهيت څېړي.
د تمدنونو د يو والي په برخه کې د ټاګور تر ټولو مهم ټکى د بشري تمدن د ناورين نه د مخنيوي روش دى. هغه په دې اړه باور درلود چې د بشري يا انساني تمدن د بحران په مخنيوى کې تر ټولو مهم ټکى د تمدنونو ترمنځ د ملي يو والي شتون دى.
نوموړى ددې موضوع تېر ته په اشارې سره زياتوي چې د تمدنونو ترمنځ يو والى کولى شي چې د نړۍ له څلورو کونجونو بېلابېل قومونه سره راټول کړي، د يو والي بصيرت په سترو تمدنونو کې مخينه لري، د بېلګې په ډول په لرغوني يونان او روم کې ګورو چې د يو والي لټون او تشبث هېڅکله داسې څه نه وو چې د هېر تاريخ ته دې وسپارل شي.
دده په اند اوس ددې وخت را رسېدلى چې د بشريت نړۍ د خپل ځان په څېر ومنو، هغوى بايد د عشق او عقل له اړخه درک کړو او پوه شو چې انسان د هېڅ کومې ځانګړې قبيلې استازى نه دى. د انسان تر ټولو پياوړى هويت خپله انسان دى، نور ددې وخت راغلى چې بايد په رېښتني ډول دا ومنو چې انسان د ټولو هېوادونو او زمانو لپاره شته، د مليتي اختلافاتو او رنګ لپاره هېڅ ځاى نه شته.
د ټاګور دې مفکورې ته په پام سره ويلى شو چې ټاګور د انسان په اړه نړيوال ليد لورى لري او وروسته له تمدنونو سره د خپل چلند خبره کوي:((انسان بايد د فرديت له خنډونو تېر شي او خپلو کې يو له بل سره اشنا شي، څو نړيوال وجدان ته ورسېږي، بايد خپل حقيقت ته د نړيوال حقيقت له لارې چې ډېر مهم او ستر دى او په ټول بشريت پورې اړه لري، ورسېږي، له دې لارې پرته انسان هېڅکله نه شي کولى چې د خپل پيدايښت د همغږۍ خوږلت وڅکي، يوازې له همدې لارې کولى شي چې بشري تمدن له هغه بحران وساتي چې مخکې يې ولاړ دى.))
له طبيعت او تمدنونو سره د انسان تړاو، ازادي او د تمدنونو يو والي د ټاګور په افکارو کې درې مهمې ستنې دي چې د هغه په فکري نړۍ کې ډېر زيات او ځانګړى اهميت لري، خو دې درې واړو مهمو اصلونو ته رسېدل روزنې ته اړتيا لري ، ددې ارزښتونو د حصول لپاره د بشريت د ژغورنې لارې له پوهاوي او معرفت سره تړلې بولي.
د پورتنيو يادو شوو موضوعاتو په اړه د ټاګور فکري تيوري په حقيقت کې موږ ته د هغه د پراخ نظرۍ په اړه ثبوتونه وړاندې کوي، له دې پرته د هغه په ټولو منظومو او منثورو اثارو کې اصلي او ضمني پيغامونه انسان ته د يوه او بل د پېژندنې او ځان رسولو پيغام ورکوي.
د ټاګور د پراخ نظرۍ او د نړۍ د هر وګړي پر وړاندې د هغه مينه او خواخوږي د ټاګور هر لوستونکى درک کولى شي، خو څېړل يې په دومره کوچنيو مقالو کې نه شي خلاصه کېدلى، اوسني ليکوال بايد د انساني خدمتونو په برخه کې د نوم موندلو او اغېزناکو اثارو د رامنځته کولو لپاره له په دې برخه کې له هغه نه الهام واخلي.