د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت د نوي اداري ودانۍ د جوړولو چارې د والي عبدالجبار نعیمي، ولایتي شورا د استازو او قومي مخورو په لاسونو د بنسټ د ډبرې په ایښودلو سره پیل شوې.
دغه وداني چې په یو جریب ځمکه کې موقعیت لري، په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړېږي چې څوارلس خونې، یو تالار او نور ضروري محلقات به ولري او د جوړېدو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
په ياد شوې ودانۍ۱۳،۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له پرمختیايي بودیجې ورکول کېږي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ودانۍ د بنسټ ډبرې د ایښودو پر مهال وویل وړاندې تر دې دمه یاد امریت په کرایه کورونو کې خپلې دفتري چارې سمبالولې چې البته د ښو او رغنده خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې دا یوه لویه ستونزه وه، خو د دغې ودانۍ تر جوړېدو وروسته به یاد امریت خپلې دفتري چارې په ښه توګه سمبال کړي او هم به قومونه وشي کولی چې له دې ودانۍ څخه د جرګو او مرکو او د قومونو او ولسونو د یووالي په برخه کې پوره ګټه پورته کړي.
والي نعیمي زیاته کړه چې ولایت مقام او ولایتي اداره په دې هڅه کې ده تر څو د ولسونو سره د شویو مشورو وروسته هغه وړاندیزونه په دقیقه او پرلپسې توګه په مرکز کې تعقیب کړي کوم چې د ولسونو او ولایتي ادارې په لومړیتوبونو کې ځای لري.
امیرزېب دُراني