زموږ په ژوند کې ځینې کوچنۍ شیبې او پیښې را منځته کیږي، که څه هم کوچنۍ اما له خوندونو او خاطرو څخه ډکې.
د ژوند دغه شیبې او پیښې به تاسې ته په څو برخو کې وړاندې کړم، هیله ده چې ترې خوند واخلئ:
لومړۍ برخه:
۱- په تناره کې د مور په لاسونو د پخه شوې ډوډۍ بوی.
۲- کله چې یو کوچنی ماشوم دبل چا په غیږ کې وي او خپل لاسونه درته پرانیزي تر څو ستا غیږې ته درشي.
۳- د ژمي لمر
۴- د مغازې په ښیښو کې د خپل ځان لیدل، کله چې له څنګه یې تیریږې.
۵- د ماشومتوب د دورې عکسونو لیدل.
۶- د ازموینې وروستۍ ورځ.
۷- په ښوونځي کې د نوي کتابونو بوی.
۸- له ونې څخه د میوې را ټولول.
۹- د باران له غږ سره دې یو ځای خوب یوسي.
۱۱- له تروې څخه د کوچو را ټولول.
۱۲- جامې دې د هغه چا بوی ورکړي چې ورسره مینه لري.
۱۳- د کرکټ نړیوال جام لومړۍ ورځ وي.
۱۴- په کوڅه کې د تېریدلو په وخت دې تر پښو لاندې توپ راشي او هلکانو ته یې بېرته شوټ کړې.
۱۵- له چینې څخه د پیغلو په لپو باندې د منګي ډکول.
۱۶- د شپونکي په واسطه د شپیلۍ غږول.
۱۷- د بخار نیولې شیشې پر مخ نقاشي کول.
۱۸- له بارانه وروسته قدم وهل.
۱۹- کله چې یو ماشوم پرنجی کوي.
۲۰- په کاسه کې دې د قندهار انار میده کړی وي.
۲۱- له خدای پامانۍ څخه وروسته بېرته را وګرځي او خپل شاته درته وګوري.
۲۲- د توت له ونې څخه د توتانو څڼډل.
۲۳- کله چې کورنۍ درته په طمع وي تر څو راشې چې درسره یو ځای ډوډۍ وخوري.
۲۴- د نوي زیږيدلي ماشوم لپاره جامې اخستل.
۲۵- په سره غرمه کې دې لو کړی وي، چې را وګرځې مور دې درته د تروې ډک جام په لاس کې نیولی وي.