دا مقاله مې د (الفود دوموسه) د یوې خبرې په الهام ولیکله. نوموړي په یو ځای کې لیکلي دي، چې: ژوند خوب او مینه خوب لیدل دي. که چېرې ژوند ته له یوې بلې زاویې وګورو، نو اصلاً ژوند د خوب مثال لري او کوم کړه وړه او عملونه چې ترسره کوو، د یوه خواږه یا ترخه خوب صحنې راته ښکاري. مګر ډېری خلک دا چې ژوند یو خوب دی، رښتیا ګڼي او مینه یعنې د خوب لیدل بیا دروغ ګڼي. په داسې حال کې چې که چېرې دې خبرې ته فکر وشي، ګومان نه کوو، چې خوب کول رښتیا اوسي او خوب لیدل خیال او دروغ وګڼل شي. انساني ذهن عموماً د واقعیت او حقیقت ترمنځ په نریو پردو پوښل شوی دی. هر انسان په فطري ډول غواړي، چې واقعیت ووايي، واقعیت واوري او واقعیت ته ورسیږي.

حامدالله ستون
حامدالله ستون

انسان له مور څخه دروغجن نه پیدا کیږي. دروغ په عام ډول یوه کسبي پدیده ده، چې انسان یې د ژوند په اوږدو کې زده کوي. اصلاً هغوی نه غواړي، چې دروغجن انسان اوسي، بلکې لومړی د یوې اړتیا له مخې په دروغو پیل کوي او بیا یې دا کړنه عمل وګرځي او د عمر تر پایه یې پالي او پرېښودی یې نه شي. په عام ډول انسان له واقعیت سره مینه لري، مګر ډېری وخت مونږ له داسې واقعیتونو سره مخ کیږو، چې کرکه مو ورڅخه پیدا کیږي او تر رښتینولۍ یې په دروغوالي خوشحاله کیږو. دا د ژوند ځینې دردوونکې شېبې دي او هېڅ انسان ورڅخه خلاصون نه مومي. مونږ چې کله د حقیقت او واقعیت کلمې اورو، نو دواړه را ته یو ډول ښکاري، په داسې حال کې چې دا کلمې په خپل منځ کې لوی توپیر لري.

واقعیت هغه دی، چې هېڅ په کې د دروغوالي احتمال موجود نه وي او انسان په کې نه متردد کیږي. مګر د حقیقت په دروغوالي کې احتمال شته. ښايي حقیقت حقیقت اوسي او یا ښايي واقعیت ونه لري او دروغ وي.

په ژوند کې ځینې واقعیتونه دي، چې د نورو انسانانو په لیدو راته د منلو وړ نه ښکاري، مګر کله چې په خپله په کې ښکېل شو، نو بیا راته د نورو خلکو خبرې د منلو وړ نه وي. مثلاً یو انسان د بل انسان په محبت باندې متردد وي او غیر اخلاقي عمل ورته ښکاري، مګر کله چې په خپله د محبت په جال کې ښکېل شي، ځان ورته د نړۍ تر ټولو رښتینی انسان ښکاري. دا فطرتاً د انسان په خټه کې موجوده ځانګړنه ده. محبت د انسان یوه فطري اړتیا ده. هر انسان محبت ته اړتیا لري او غواړي چې محبت وکړي او دی هم ترې مینه وګوري. په دې ځای کې محبت د واقعیت د جامو په څېر دی. هېڅ شی په ظاهره هغسې نه ښکاري، لکه څنګه چې اصلیت لري. ښايي یو څوک ډېرې خرابې جامې پر تن ولري، مګر له هغه څخه د ده د شخصیت د خرابوالي توقع نه شي کېدای. ښایي هغه به ډېر ذهین وي او د لوړ فکر خاوند به وي. دا چې با کیفیته او ګران بیه جامې نه لري، هغه یې ځانګړې ستونزه ده. مګر مونږ ته واقعیت ارزښت لري. د ارسطو مشهوره خبره ده، چې استاد راته ګران دی، مګر واقعیت له استاده هم راته ګران دی. انسان عموماً واقعیت ته ارزښت ورکوي.

دلته بحث د الفرد دوموسه په یوې خبرې پیل شوی دی، نو ځکه له موضوع څخه بهر نه ځو. موږ چې کله د محبت په اړه بحث کوو، نو ذهن مو له کار کولو څخه غورځي، ځکه دا یو ډېر ژور او پېچلی بحث دی. عموماً محبت ته له یوې زاویې نه کتل کیږي، ځکه دومره پېچلی شوی دی. ځینې ورته د واقعیت په سترګه ګوري، ځینې یې غیر اخلاقي عمل ګڼي او ځینې یې هسې وخت تېرول ګڼي. مګر تر ټولو رښتیا دا دي، چې محبت د انسان فطرت دی او له دې څخه انکار نشي کېدای. بارلبي وايي: مینه تر هرې رښتیا رښتینې ده.

په هر انسان کې د انکار حس موجود دی، که څه هم له واقعیت څخه وي. محبت په دې موضوع کې شامل بحث دی. ډېری کسان له محبت څخه کرکه څرګندوي، مګر اصلاً هغوی واقعیت په جامو سره پیکه کوي. هڅه کوي، چې له دې واقعیت څخه انکار وکړي، په داسې حال کې چې انکار کولو ته هېڅ اړتیا نشته. ځکه کوم څه چې د انسان فطرت دی، له هغه څخه انکار نه شي کېدای. مونږ په خپل ژوند کې له ډېرو کسانو اورو، چې مینه هسې لېونتوب دی، دروغ دي، یو جنسي خواهش دی، سرچینه یې له شهوت څخه ده او داسې نور… خو که چېرې د هغوی ژوند راوسپړو، نو هغوی هم له دې واقعیت څخه تېر شوي دي او اوس هڅه کوي، چې جامې یې ور بدلې کړي. محمد حجازي وايي: هر څوک د بل مینې ته لېونتوب وايي، خو په خپله هم له یو څه سره مینه لري.

دا د انسان په خټه کې موجوده ځانګړنه ده، چې خپله ګناه ورته کمزورې ښکاري، مګر که چېرې بل کس په دې ګناه سره وګوري، نو ترې لوی مجرم نشته. وايي چې خپل عیب د پوښتیو منځ دی، یعنې په خپله یې څوک نه شي لیدلی. په همدې شکل د مینې مسئله د عیب په ډول څرګندیږي. دا د هغو کسانو لید دی، چې په خپله له دې تجربې څخه تېر شوي وي. که څه هم دوی ورڅخه ښه خاطره ولري، بیا یې هم له ښې زوايې نه څېړي. د دې برعکس کوم څوک چې په روان وخت کې په دې تجربه بوخت وي، هغوی بیا دا ډول خلک د ذهن له اړخه فعال نه ګڼي او د هغوی ژوند ورته بې ځایه وخت تېرول ښکاري. خوشحال بابا وايي:

چې په عشق سره ژوندي دي هغه نه مري
چې بې عشقه ژوندي ګرځي مړه هغه

په همدې شکل یو سوېډني متل دی: بې مینې ژوند بې دوبي کال دی. هغوی چې له واقعیت سره مینه لري، خوښوي یې، نو بیا ضرورت نشته، چې ځینې واقعیتونو ته بدرنګې جامې واغوندي. که په صریح ډول یې و وایم، څوک چې له یوې نجلۍ سره مینه لري او یا کومه نجلۍ چې له کوم هلک سره محبت کوي، دا یو ښکاره واقعیت دی. دلته زمونږ موخه د محبت اصلي مفهوم دی، ځکه ډېری کسان په خپلو کړو کې د دې کلمې اصلي مفهوم نه رسوي او که چېرې د دې کلمې مفهوم او د هغوی اعمال سره و ارزول شي، نو هېڅ به سره ورته نه وي. بلکې مونږ یې په اصلي مفهوم خبرې کوو، کوم چې د راتلونکي ژوند د ملګرتیا جوړېدل ورڅخه مراد دي. په هر حال که چېرې یو کس له یوې نجلۍ سره مینه لري، نو په هغه کې د انکار نښې نه لیدل کیږي. د هغه سترګې خلکو ته وايي، چې زه مینه کوم. په خبرو، چلند، حرکاتو او بلاخره په هر څه کې یې نښې موجودې وي او دا هرڅه د ده د زړه نمایندګي کوي، چې زما کړه وړه زما د زړه واقعیت دی. هغه هېڅ کله له دې څخه انکار نه کوي او ښه په ډاګه یې وايي. که چېرې کوم کس و وايي، چې ما مینه کړې، مګر هسې چټي وخت تېرول وو، نو پوه شه، چې دروغ یې و ویل. ځکه اصلاً د محبت په قانون کې دروغو او شک ته ځای نشته او څوک چې دروغ وايي او یا په خپل ځان باندې متردد وي، هغه هېڅکله مینه نه شي کولای، بلکې په خپل ځان ملنډې وهي. بقراط وايي: له کومې دروازې چې شک را ننوځي، په هغې دروازې مینه او باور واپس وځي.

اصلاً کله چې مونږ له کوم څه سره مینه کوو، دا هم له الله ج سره په غیر مستیقم بلکې په نېغ ډول له هغه سره مینه کول دي. ځکه په دې نړۍ کې هرڅه د الله ج مخلوق دی او هغه پیدا کړي دي او دا چې مونږ د هغه له مخلوق سره مینه کوو، نو دا په اصل کې د هغه له خالق سره د مینې کولو نښه ده. مونږ چې له کوم هنر سره مینه ولرو، نو طبیعي ده، چې له هنرمند سره به یې هرو مرو مینه لرو. اپلاتون وايي: ټول فنون د محبت په اساس منځ ته راځي او همدغه د بشریت د سلامتیا تګلاره ده.

رښتینې مینه په هر انسان کې یو ځانګړی قدرت را ژوندی کوي. د هېڅ انسان کړه وړه له مینې کولو مخکې او وروسته سره ورته نه وي. بلکې د مینې په سلسله کې دغه تسلسل له منځه ځي. محبت انسان په یو حال نه پرېږدي او که چېرې یې په چا کې بدلون را نه وست، نو هغه بلکل مینه نه ده کړې. مینه هغه بحث دی، چې تر اوسه یې په اړه هېڅوک یوې کلي پایلې ته نه دي رسېدلي. هر کلتور ورته په بېله زاویه ګوري. هر انسان ته ځانګړې مفکوره ورکوي. هر چاته په بېل بېل ډول تر نظر ورځي. مګر تجربې یې بنسټ دی. مونږ په مذهب کې ټول هغه کارونه ناروا بولو، چې انسان بد اخلاقۍ ته تحریکوي. ښه دا ده، چې د محبت په اړه هغه تجربې وړاندې شي، چې بنسټ یې واقعیت وي. اوس دا پرېکړه کول هم تر ډېره مشکله ده، چې مینې ته ګناه و وایو او کنه. دوه خبرې دي. که چېرې یې ګناه وګڼو، نو بیا ولې په مونږ کې هغه جذبه وژني، کوم چې د مخالف جنس په لیدو یې په خپل بدن کې احساسوو؟ که چېرې ګناه وي، مونږ ولې خپل خدای ته نږدې کوي؟ له یوه چا مې واورېدل، چې پلانکي داسې لمنځونه او عبادتونه پیل کړي دي، لکه چې کوم ځای کې مین شوی دی. مطلب دا، چې مینه زمونږ لپاره خدای ته د نږدېکیت یو سمبول ګرځېدلی دی. دا سمه ده، چې له دې نږدېوالي څخه به هغه دا مقصد لري، تر څو یې په خپله موخه کې بریالی کړي. مګر څوک دي، چې عبادت د یوه هدف لپاره نه کوي؟ مونږ ته که چېرې د جنت لالچ نه وي راکړل شوی، ښايي عبادت دومره جدي ونه ګڼو. که چېرې د دوزخ له اوره ونه ډار شو، ښايي عبادت پرېږدو. که چېرې مو هدف د الله ج رضایت نه وي، ښايي یو لمونځ هم ونه کړو. که چېرې په خپلو راکړل شوو نعمتونو شکر ونه باسو، نو هېڅکله به د شکرانې د ادا کولو لپاره له خدای څخه په عبادت سره مننه ونه کړو.

دا ټول د عبادت بېلابېل ډولونه دي، مګر هدف یې یو دی. له دې ټول بحث څخه مطلب دا، چې مینه مینه ده، له دې څخه انکار نه شي کېدای، ښه دا ده، چې ویې منو او دې واقعیت ته نورې جامې ور وا نه غوندو. مینه هغه لفظ دی، چې الله ج یې له خپل محبوب سره لري. هغه لفظ، چې یوه مور یې له خپل بچي سره کوي. انسان په فطري ډول مینې ته اړتیا لري، توپیر نه کوي، چې کوم اړخ لري. له الله ج سره، له هېواد سره، له ځان، له کورنۍ، له خپلې محبوبې، له طبعیت، له مېرمنې، له خاوند، له اولاد او بلاخره هرڅه ته چې تمایل لري، له هغه سره د نږدېوالي تړون د مینې په وسیله کیږي او دا یوه رښتینې انساني ځانګړنه ده. د محبت په ذات کې دا عامه ده، چې هرڅه ورته ډېر پراخه ښکاري. که یو ماشوم د خپلو لوبو له کوم څیز سره مینه ولري، نو ښايي چې په ټوله نړۍ یې ورنه کړي. په همدې ډول یوې مور ته خپل اولاد د نړۍ تر ټولو خزانو او ټولو څیزونو بهتره او غوره دی. نو ځکه خو وايي: د نړۍ لپاره ته یو کس یې، مګر کېدای شي، د یو چا لپاره ته نړۍ وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *