د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا

تاند- د پاکستان په وینا ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین پنځمه څلور اړخیزه غونډه سبا /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د طالبانو په ګډون جوړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی محمد نفیس زکریا د دوشنبې په ورځ /مې ۱۶/ وویل چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم برخه واخلي.

ده ونه ویل چې د طالبانو له لوري په دې غونډه کې څوک ګډون کوي.

دا به له کله چې طالبانو په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او ورپسې د افغانستان حکومت له پاکستانه د طالبانو پر ضد د اقدام کولو غوښتنه وکړه، لومړی ځل وي چې څلور اړخیزه غونډه جوړېږي.

څلور اړخیز ګروپ د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کې په خپله وروستۍ غونډه کې وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړه چې د دوی په پنځمه غونډه کې، چې ټاکل شوې وه، د مارچ په لومړیو کې په اسلام اباد کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د اسلام اباد سبانۍ غونډه له دې نظره هم مهمه ده چې د افغانستان حکومت ټینګار کاوه چې نور دې پاکستان د طالبانو پر ضد په خپله خاوره کې له ژمنې سره سم اقدام وکړي.

د سولې خبرو ته وروسته له دې هیلې کمې شوې چې طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل.

د سبانۍ غونډې په اړه تراوسه پوري د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

دا غونډه وروسته له دې کېږي چې د امریکا د کانګریس غړیو پاکستان د طالبانو پر ملاتړ تورن کړ، ویې ویل چې د تروریزم پر ضد د اقدام نه کولو په خاطر پاکستان ته د امریکا د ايتلاف د بسپنې مرستې ځنډوي او پاکستان ته د ایف شپاړس الوتکو د ورکړې مخالفت کوي.

(عکس: نفیس زکریا)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *