د پښتو ادبياتو لومړۍ دوره له دویمې هجري پېړۍ څخه پیلېږي اود یولسمې هجري پیړۍ تر اوایلو دوام کوي.د دورې کوم اثار چې زموږ په واک دي، زیاتره متفرقه اثار دي، د دې دورې منظم او بشپړ اثار زموږ څېړونکو نه دي تر لاسه کړي یا دا چې نه دي کشف شوي او یا له منځه تللي دي . د دې دورې اثار سره له دې چې متفرق دي، خو تاریخي تسلسل لري او په هیواد کې د پېښو شویو تاریخي او فکري جریاناتو سره په ارتباط کې را پیدا شوي دي او همدغه اثار د خپلو شکلي او جوړښتي خصوصیاتو د بیان د شیوې اود موضوعي ځانګړنو له پلوه ځیني ګډې وجهې لري،چې د همدغو مشخصاتو او خپل تاریخي قدامت له امله موږ دغه تر لاسه شوي متفرقه اثار د پښتو د ادبي تاریخ په لومړۍ دوره کې مطالعه کوو. مخکې له دې چې د دغو متفرقه او متروکو اثارو د کمیت او کمښت علتونو بیان کړم غواړم د پښتو ادبیاتو د بنسټیزې دورې د اثارو ځانګړونو ته اشاره وکړم:
۱ــ په عموي ډول د ادبي تاریخ د لومړۍ دورې اثارمتفرق او کم دي خو د دې دورې اثار د کیفت له پلوه ډېر لوړ ارزیابي کیدای شي،د غوري دورې قصدي، د شیخ متي مناجات، د اکبر زمینداوري غزلې، د شیخ تیمن او شیخ بستان بړیڅ بدلې، د علي سروري او شیخ صالح الکوزي اشعار د خپلو فکري ارزښتونو تر څنګه لوړه هنري مایه هم لري، د دې دورې ځیني نور اشعار که څه هم ساده دي خو په سادګۍ کې یوه ابتدایي ښکلا هم ورسره مله ده. د دې دورې ځیني اثار تش نظمونه دي، چې ناظمانو یې نیغ په نیغه خپل هدفونه په منظومو او وچو الفاظو کې بیان کړي دي.
۲ـــ د دې دورې اثار موږ ته دا راښي چې د دې دورې ادبي پدیدي پر یوه حال ولاړ نه دي او نه یو ډول شعري فورمونو. موږ په دې اثارو کې ګورو، بلکې په دې دوره کې پښتو شاعري د خپلو عنعنه یې ملي اوزانو سربیره په دریمه هجري پیړۍ کې قطعه بیا په پرله پسې پیړیو کې قصیده ورپسې غزل او مثنوي چې د شرقي شاعري عمده شعري ډولونه دي خپل کړل د پښتو ولسي شاعري له ژانرونو څخه چاربیتي او بدلې هم په همدې دوره کې خپلې کړي دي او د پښتو د لرغونو سندرو اوشعري انواعو ځای یې نیولي دی.
۳ ــ د مضمون په لحاظ هم د پښتو اثار په دې دوره کې وسعت پیدا کوي او د ژوند بیلابیل موضوعات په دې اشعارو کې بیانېږي؛ لکه رزم او بزم، دیني او عرفاني موضوعات، اخلاقي پند او نصایح ددې دورې به اثارو کې لیدلای شو.
۴ ــ د شعر ځیني ځانکړي معنوي ډولونه ؛ لکه ویاړنه ، ساقي نامه ، او حکایتي اثار په همدې دوره کې په پښتو شعر کې ځان څرګندوي. د امیر کروړ سوري ویاړنه ، د زرغون خان نوروزي ساقي نامه او دوست محمد دغرښتنامې ځیني حکایات د دې دورې د شعرمعنوي ډولونه دي.
۵ ــ پښتو ادبي پدیدي او پښتو اثار په د دې دوره کې مجرد نه دي پېدا شوي بلکې د سیمي له ژبو او ادبیاتو سره په ارتباط کې یې وده موندلې ده. د درېیمې هجري پیړۍ په دوران کې له عربي ژبې نه پشتو ته ترجمه پیل شوه د ابن خلاد شعر ابومحمد هاشم سرواني په پښتونظم ترجمه کړ او وروسته له پاړسي ادب سره د پښتو ادب اړیکي نژدې پاتې شوې. او پښتو ادبیاتو له پاړسي ادب څخه ځیني معنوي ارزښتونه خپل کړي دي.له پاړسي اثارو څخه ترجمه هم په همدغه مهال پیل شوې ده ، دلسمې هجري پېړۍ په لومړیو کلونو کې یوې پښتنې ميرنې زرغونې کاکړ د سعدي بوستان په پښتو واړو.
۶ ـــ دغه لاس ته راغلي اثار د ژبي د لغاتو، ترکیبونو،او نورو ګرامري ژبنیو خصوصیاتو او له نورو ژبو سره د امیزش یو سیستماتیک تحول په لاس راکوي، د دې دورې لومړني اثار تر ډېر حده د پښتو خپل زاړه لغات او ترکیبونه لري، خو په وروستیو پېړیو کې له نورو ژبو په خاص ډول پاړسي او عربي سره نژدې والي ښي.
د پښتو ادب کوم اثار چېپه لومړۍ دورې پورې اړه لري د کمیت له پلوه ډېر نه دي او د هر شاعر او لیکوال محدودې شعري او نثري بېلګې تر موږه راسېدلې دي. د دې دورې د ډېرو شاعرانو او لیکوالو د کتابونو نومونه ښکاره دي،خو زیاتره دا کتابونه او دیوانونه اوس ورک دي.د پښتو ادب د لومړۍ دورې اثارو کې یوازې د سلیمان ماکو د(( تذکرةالالیا)) د بشپړ کتاب ځیني برخې، د ابو محمد هاشم سرواني د (( سالو وږمه)) تش نوم یاد شوی، د زرغونې کاکړې (( پښتو بوستان)) چې د سعدي د بوستان ژباړه ده څو شعرونه، د مېرمن نیکبختې (( ارشاد الافقرا)) او د مېرمن رابعې د دیوان څو شعرونهموږ ته رارسیدلې دي. همدارنګه د امېرکروړ ویاړنه د شیخ اسعد سوري او ښکارندوی غوري یوه یوه قصیده او د اکبر زمینداوري ددیوان څو پاڼې د شیخ متي بابا مناجات ، د زرغون خان نوروزي د ساقي نامې ، د شیخ بستان بړیڅ د ((بستان الاولیا)) او داسې نورو شاعرانو او لیکوالو د اثارو یوازې څو پاڼې او بيلګې تر موږه رارسېدلې دي،په دغه دوره کې د لاسته راغلي منثورو او منظومو اثارو د بېلګو د محتوا له پوخوالېڅخه داسې معلومېږي چې تر اسلامي دور مخکې هم هم په پښتو ژبه کې اثار لیکل شوي دي. ښایي لوستونکو سره دا پوښتنه پیدا شي چې ولې دا اثار ورک دي او تر موږه نه دي رارسېدلي او ولې د لومړۍ دورې اثار چې د کیفیت له پلوه لوړ ارزیابي کیدای شي خو د کمیت د کمښت سره مواجع دي او څه علتونه لري، داچې دغه اثارموږ ته ولې په پوره ډول نه دي رارسیدلي، کوم مهم مسایل د دې لامل شوي چې دغه اثار له منځه تللي؟ غواړم هغو ته نغوته وکړم:
۱ــ افغانان د اسلامی عصر په بیلابیلو پیړیو کې د پردیو تر یرغل لاندې راغلي دي، په دغو یرغلونو کې چې چا د پردیو په مقابل کېزیات مقاومت کړې دی، هومره ضررونه هم ورته متوجې شوي دي او ټولې مادي او معنوي شتمني یې له خاورو سره خاورې شوي دي. پښتانه د عربو له حملو نیولې بیا د چنګیز،تیمور، او نادر افشار او نورو یرغلګرو تر مستقیموحملو لاندې راغلي دي او ډېر زیانونه یې ګاللي ، چی د دغو یرغلونو په بهیر کې دغه اثار په جګړو کې او یا په قصدي توګه د یرغلګرو له خوا له منځه تللي دي او څه چې درلودل دغو حملو خوړلي وي او په ډېر صعیف احتمال ویلای شو چېښایي ډېر لږ اثار له دغو تاړاکو په امن کې پاتې وي چې هغه هم تر اوسه لا نه دي تر لاسه شوي.چې له دغو یرغلونو څخه یوه د مغلو تباه کونکی یرغل وه، د مغلو تر ټاړاک او چپاول د مخه تر( ۶۰۰ ه.ق) پخوا د پښتو ژبې ادبي مرکزونه غور، هلمند، ارغنداو او د ترنک ورشوګانې ملتان او د کسی غر و. چې د هر مرکز پنځول شوي ادبیات د محتوا او شکل په لحاظ ځانته ځانګړي خصوصیات لري چې دغه ادبي مرکزونه د مغولو خونخوارو لښکرو وران او دمدنیت یوه بېلګه یې هم په کې پرې نښوده، داسې ښکاري چې ډېر پښتو کتابونه اوعلمي اثار هم ورسره تباه او پوپنا شوي وي.
۲ــ د پښتنې ټولنې د پوهې د کچې ټیټوالی او له ورته پوهنیزو چارو سره لیوالتیا نه درلودل د دغو اثارو د نه خوندیتوب باعث ګرځېدلي وي. همدارنګه د پښتون ولس له یو بله څخه د لرېوالې او نه اړیکو له کبله هم کیدای شي د پښتو د لومړۍ دورې اثار په متفرق ډول پاتې شوي وي بله دا چې ښایي پښتنو د مذهبي تعصوبونو له پلوه دغه اثار نه وي خوندي کړي. له شعر سره ډېره مینه نه لرل او شاعرانو ته په درنه سترګه نه کتل او شعر ویلو ته ګناه ویل هم دد دې سبب ګرځېدلي وي چې دغه اثار یې له منځه وړي وي،چې ښه بېلګه یې د ښځو د اثارو نه موجودیت دی.
۳ــ د شرایطو د تنګوالی( د چاپي وسایلو کموالی) له امله هم کیدای شي دغه اثار په لیکل شوي بڼه د لیکوال تر لیکنې محدود پاتې شوي وي. په ټولیز ډول ویلای شو چې د دغو اثارو د ذخیره کېدو او د دې کتابونو خوندیتوب لپاره د ځای نشتوالی او د دې کتابونو د ساتلو په طریقو د نه پوهېدلواو دغه اثار د بهرنیو د یرغلونو له ویرې ښایي په ځمکو یا دیوالونو کې یې ښخ کړي وي او هغه اثارهماغسې ښخ پاتې وي او له خارو سره خاورې شوي وي.
ماخذ: د پښتو ادبیاتو تاریخ ( لرغونې او منځی دورې) لومړی ټوک، سرمحقق زلمی هیواد مل.
یادونه: د دې لیکنې کابو ډېر یادښتونه د سرمحقق زلمي هېواد مل صاحب له یاد کتاب نه اخیستل شوي او ما د پوهنتون د دورې په یوه سیمینار کې لوستلې ده.