هغوی چې د حکمتیار صاحب د پخلانیې پلویتوب کوي، وایي چې حکمتیار صاحب ډیر نفوذ لري، هغه کسان چې له طالبانو سره په یوه صف کې جنګیږي، یوه قابل ذکر برخه یې د حکمتیار صاحب ملګري دي نو که دی د افغانستان نظام ومني او له مخالفته لاس واخلي، پر سوله او ثبات به لوی اثر پریباسي. د حکمتیار صاحب د پخلانیې په ګټه یو بل دلیل دا وړاندې کیږي چې که حکمتیار صاحب خپل پخوانی اهمیت او قوت هم ونه لري خو له ده سره روغه جوړه به، طالبانو ته د روغې جوړې یو مثال شي او د واقعي سولې امکانات به زیات شي.
له حکمتیار سره د روغې جوړې مخالفان خپل دلایل لري. دوی وایي چې د حزب اسلامي څو اتیا یا څو نوي فیصده غړي اوس هم په حکومت کې شامل دي او حکمتیا ر اوس یوازې یو کس دی، نو سوله یا نه سوله ورسره خاص اهمیت نه لري او بلکې تاوان پکې دا دی چې د دوی په قول ختم شوی حکمتیار به اهمیت پیدا کړي او څرنګه چې حکمتیار په ماضي کې افراطي او جنګ طلبه لیډر و، نو د ده مطرح کیدل به په افغانستان کې له افراطي فکر او عمل سر د مرستې سبب وګرځي.
ځینې نور سیاستوال بیا وایي چې له حکمتیار سره د سولې ملاتړ هغه وخت پکار دی چې د سولې شرایط عادلانه وي. د دوی منظور دا دی چې که حکمتیار ته د کمپ زمکه او نور امکانات ورکول کیږي، دا به انصاف نه وي خو د دې نظر مخالفان بیا وایي چې که حاجي نبي شهرک جوړولای شي او امان الله ګذر دا حق لري چې په زرګونو جریبه ځمکه لاندې کړي، نو د حکمتیار کسان ولې د ښارګوټي حق ونه لري. دغه راز که حکمتیار په ماضي کې د جنګ او قتل و قتال باعث ګرځیدلی وي نو دا بابه مزاري یا مسعود یا رباني یا سیاف له جنګ او قتل و قتاله پرته بله کومه شانداره ماضي لري؟ که ملي شورا نور قاتلان معافوي نو حکمتیار هم د معافیدلو حق لري او تبعیض پکار نه دی.
د دواړو لوریو دلایل خپل قوت لري خو موږ باید نه د خپلو ترخو خاطرو ښکار شو او نه له ځانونو د حکمتیار مدافعان جوړ کړو، بلکې د ټول وطن خیر وغواړو. د افغانستان اصلي مالکان د افغانستان ټول اوسیدونکي دي او هره هغه فیصله عادلانه ده چې د ټولو خلکو خیر پکې وي. د خلکو خیر په سوله کې دی، نه په جنګ کې. نو که حکمتیار صاحب سوله کوي، باید د سولې پلویتوب وکړو او په زړو زخمونو مالګې ونه ښندو. هغوی چې تشویش لري چې حکمتیار صاحب به افراط ته مخه کړي، تشویش یې په ځای دی، ځکه مارچیچلی له رسۍ هم ویریږي مګر د تشویش د رفع کولو لاره دا نه ده چې له سولې او روغې جوړې سره دې مخالفت وشي ،بلکې لاره دا ده چې په داسې شرایطو موافقه وشي چې د حکمتیار صاحب حزب اسلامي په غیر مسلح او سوچه سیاسي قوت بدل شي. که فرضا حکمتیار صاحب د ځان د ساتلو لپاره بیل کمپ او یو څه محافظان غواړي، دا یې حق دی. هغوی چې په کابل کې یې د خپل امنیت لپاره کوڅې او سړکونه بند کړي دي او په کورونو یې پیرې ولاړې دي، د امنیت مشکل لري، دغه مشکل به طبعا حکمتیار صاحب لا زیات احساسوي.
له حکمتیار صاحب سره د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ پکار دی او د هر هغه اقدام باید هرکلی وشي، چې په نتیجه کې یې د جنګ ، خشونت او وحشت ځای سوله او مدني مبارزه نیسي.