تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي به راتلونکې میاشت افغانستان ته راشي چې د سلما بند په پرانستونکې غونډه کې برخه واخلي.
ښاغلی مودي تېر کال د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا د جوړې شوې ودانۍ په پرانستونکې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.
د سلما بند هم د هند په مرسته جوړ شوی دی. دا په تېرو نژدې څلورو لسیزو کې د برېښنا د تولید لومړنۍ لویه پروژه ده چې په افغانستان کې بشپړېږي.
هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي به د راروان جون په لومړیو کې امریکا ته د تګ په مهال په افغانستان کې لنډه دمه وکړي او په هرات کې به د سلما بند، چې اوس د افغانستان – هندوستان د دوستۍ بند نومول شوی دی، پرانیزي.
ویل کېږي چې له دې پروژې سره پاکستان او ایران دواړه مخالف دي. پاکستان په دې خاطر چې د هند له لوري اجرا شوې او د هند نوم پرې ښه کېږي او ایران په دې خاطر چې ایران ته بهېدونکې اوبه په افغانستان کې زېرمه کېږي.
که څه هم هندي چارواکو د ښاغلي مودي سفر لا تایید کړی نه دی خو ویل کېږي چې دی به کابل ته لاړ نه شي. په عین وخت کې ویل شوي چې نریندرا مودي به په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د چاه بهار بندر د موافقې په اړه جوړېږي. په ایران کې په دې غونډه کې د درو هیوادونو چارواکي ګډون کوي.