حامدالله ستون

دروغ ویل ځانګړی هنر غواړي. په عام ژوند کې ښايي له داسې ډېرو کسانو سره پېژنو، چې د خبرو په دروغوالي به یې خندا راځي، مګر بیا به هم لګیا وي او یوه او بله خوا به ولي. ستونزه یې دا ده چې دروغ وايي او خوښوي یې، مګر د ویلو په طرز یې نه پوهیږي. ځکه خو وايو، چې د دروغو د ویلو لپاره هنر ته اړتیا ده، څو مقابل لوری دا درک نه کړي، چې خبره دروغ ده. دا خو د عام ژوند مسئله ده، چې د هر چا د کرکې وړ ده او تر وروستي حده پورې ورڅخه ځان ساتل په کار دي.

خبره په ناول یا کیسه کې منطقي دېوالونه دي، چې تر کومه ځایه پورې یو لیکوال د دې دېوالونو د درولو وړتیا لري. عموماً کیسه کټ مټ حقیقت نه لري او په دې ټول پوهیږي، چې دا خبره د پلاټ په برخه کې ډېره مطح کیږي او د لویو پېښو تر منځ ځینې صحنې یوازې د تسلسل لپاره را اخیستل کیږی او تر څنګ یې د کیسې په تلوسه او ښکلا کې هم رول لوبوي. مګر د دې صحنو طرز تر کومه مهم دی؟ کله چې کیسه لیکل کیږي، نو لیکوال ورته د پیل، منځ او د پای پېښې په نظر کې نیسي، چې په کیسه کې دا ټکي د یوې ودانۍ لپاره د نقشې رول لري. کله چې لیکوال په کیسه لیکلو پیل کوي، نو په کلي ډول همدا درې ټکي په ذهن کې لري، چې ښايي لیکوال به په دې برلاسی وي، چې لوستونکي ته یې د یوه واقعیت په شکل وړاندې کړي. مګر کیسه یوازې په همدې دریو ټکو نه تکمیلیږي. د دې دریو دېوالونو د یو ځایوالي لپاره وړو وړو خښتو ته اړتیا ده، تر څو پرې درځونه پټ کړي او یو بشپړ دېوال ودروي، چې دا د کیسې یو مهم توکی یعنې پلاټ بلل کیږي.

مخکې مو د لیکوال د برلاسیتوب خبره وکړه. عموماً لیکوالان په دې برلاسي وي، چې دا درې ټکي یعنې د پیل، منځ او پای پېښې په یوه روڼ واقعیت بدلې کړي او لوستونکي ته هم منطق ولري. مګر د هغوی تر منځ چې کومو موادو ته اړتیا ده، همدا د کیسې ستونزمنه برخه ده. که چېرې د دې تړاو په سلسله کې یوه خښته هم کږه کېښودل شي، نو په کیسه کې نقصان را منځ ته کیږي او بیا ورڅخه لوستونکی خوند نه شي اخیستلای.

عموماً دا مسئله په ناول یا رومان کې ډېره مطرح کیږي، ځکه هلته د لویو پېښو تر منځ کوچنیو پېښو ته اړتیا زیاته پیدا کیږي او همدا وړې پېښې لویو پېښو ته غځېدلې لار ګڼل کیږي، که چېرې دا نرۍ لار خرابه وي او لوستونکي په کې متردد شي، نو لویو پېښو ته ځان نه شي رسولی او همدغه ځای دی، چې د کیسې خوند پیکه کیږي او لیکوال لوستونکو ته دروغجن څرګندیږي. په دې خو ښه پوهیږي، چې ښايي کیسه واقعیت ونه لري، مګر باید پېښې او خبرې دومره منطقي وي، چې لوستونکي په کې د دروغوالي احساس ونه کړي. په دې ځای کې مونږ ته هماغه خبره ذهن ته راځي، چې دروغ ویل هنر ته اړتیا لري او که چېرې لیکوال دا هنر ونه لري، نو کیسه یې څوک نه لولي.

عموماً ډېری لیکوالان په لوی لاس خپله سمه خبره ناسمه ثابتوي او دا ستونزه لویو پېښو ته په هماغه غځېدلې لار کې را منځ ته کیږي. لویې پېښې ځکه له دې ستونزې سره ډېرې نه مخ کیږي، چې هغه د کیسې ستنې دي او هېڅوک دومره بې پروايي نه کوي، چې د چت ستنې کږې ودروي. مګر په چت کې ښايي ورڅخه تېروتنې وشي. نو ځکه په کیسه کې منطق ته پاملرنه باید په همدغه نریو لارو کې وشي. په دغه سلسه کې یوه وړه او اضافي خبره هم د کیسې منطق ته زیان رسوي او باید داسې خبره را نه وړل شي، چې یوازې په ځینو ځایونو کې عمومیت ولري.

پلاټ د کیسې له اساسي توکو څخه ګڼل کیږي، ځکه یې رول مهم دی. د کیسې د پیل او منځ تر پېښې ښايي، لیکوال ته ډېرې نورې پېښې ذهن ته راشي او په کیسه کې یې انځور کړي، مګر سمون یې مهم دی او همداسې تر پای پېښې پورې او په داسې ډول باید را واخیستل شي، چې پلاټ ته نقصان ونه رسیږي. اصلاً کله چې د منطق خبره مطرح کیږي، دا د لیکوال د ذهن نه چمتووالی دی. کله چې په ذهن کې مواد نه وي، نو لیکوال اړ دی، چې د اضافي خبرو او صحنو را اخیستلو هڅه وکړي او همدلته د منطق مسئله را منځته کیږي. ځکه د موادو د نه شتون په سلسله کې ښايي له لیکوال څخه داسې څه و ویل شي او یا داسې صحنه انځور کړي، چې له کیسې سره چندانې تړاو ونه لري، نو په دې سلسله کې پلاټ کمزوری کیږي او منطق له لاسه ورکوي او اثر یې په ټوله کیسه غورځیږي.

ډېرې عامې خبرې هم د منطق په کمزورتیا کې رول لوبوي. تر ډېره باید دا هڅه وشي، چې تر اړتیا زیاتې عامې خبرې ونه شي. هر کلتور خپل دودونه لري. زمونږ په کلتور کې ښايي هغه پېښې ډېرې لږ واقع کیږي، لکه څومره یې چې لیکوالان د لیکلو هڅه کوي. مثلاً په کیسه کې یوې ښځینه کرکټر ته دومره آزادي ورکول کیږي، چې تر استثنا‌ء پرته ډېر لږ موجودیت لري.

مګر کله چې په کې دومره آزادي موجوده وي، د هغو خبر راوړل هېڅ معنا او سره ورته نه دي، چې په مقید ژوند کې مطرح کیږي. په دې صورت کې باید کیسه ټوله د یوه آزاد او دیموکرات فرهنګ په شکل وړاندې شي. که چېرې کیسه کلیوالي بڼه لري او بیا هغه صحنې یا پېښې په کې را واخیستل شي، چې په کلیوال ژوند کې ډېرې لږې یا حتی بیخي موجودې نه وي، نو کیسه به څه منطق ولري؟ عموماً په کیسه کې چاپېریال، دود، اخلاق، د خلکو ذهني سویه او داسې نورې مسئلې مرکزي رول لري. مګر باید په دومره ساده او عام ډول هم را وانه خیستل شي، چې کټ مټ د هغه ځای خلکو د رښتیني ژوند او خبرو په ډول وي. لږ تر لږه یې باید په ژبه او د خبرو په طرز او اخلاقو کې توپیر واقع شي.

د بېلګې په ډول په یو ځای کې مې لوستي وو: د خلکو خولې مې بوی کړې، مګرکوم څه مې لاس ته رانه وړل.
ښايي په ژوند کې عام خلک دا خبره ډېره وکړي، مګر په کیسه کې یې را اخیستل نه دي په کار. ځکه دلته د لیکوال دا هڅه یو بې سواده سړی هم احساسوي، چې د خپلې کیسې د ساده ګۍ او د دې لپاره یې را اخیستې، چې خلک په کې خپلې خبرې وګوري او ښايي په دې سره هغوی باور وکړي.

مګر دا هڅه یوازې او یوازې د الفاظو د سیقل کولو لپاره شوې ده او د کیسې په محتوا باندې کوم خاص اثر نه لري، پرته له دې چې منطق ته یې نقصان ورسیږي. سمه ده، چې لیکوال د سادګۍ هڅه کړې ده، مګر په ساده ګۍ کې یې افراط کړی دی. نو په دې ځای کې لوستونکی دا احساس کوي، چې لیکوال یوازې د خلکو د غولولو لپاره دا کلمې را اخیستې دي. دا خو کیسه ده او کیسه یوې ساده سادګۍ ته نه، بلکې یوې ښکلې او کیفیت لرونکې ساده ګۍ ته اړتیا لري.

که چېرې د دې خبرې پر ځای داسې ویل شوي وی، چې خلک مې وپوښتل، یا خلک مې وغږول، نو هېڅ عیب نه و. ځکه دا ډېرې عامې دي او لوستونکی په دې پسې نه ګرځي، چې لیکوال ولې داسې ویلي دي، بلکې د خولې د بویولو په خبرې سره هغوی فکر کوي، چې ولې یې دا خبره په بل ډول کړې ده او لوستونکي ته ډول ډول شکونه را ولاړیږي. دا خبره تر هغې خبرې ډېره ساده ده، مګر ښکلا او خوند یې تر هغې څو چنده زیات دی او لوستونکی هم په لیکوال نه بدګومانه کیږي.

نو تر هرڅه زیات پام دغه ساده خبرو ته په کار دی، چې رول یې کم مګر اغېز یې زیات دی. منطق ځکه په کیسه کې مهم دی، چې د باور مسئله را منځ ته کیږي او کله چې په یو شي باور له لاسه ورکړل شي، نو بیا هغه څیز هېڅ ارزښت نه لري او خلکو ته بې هدفه او بې ارزښته څرګندیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *