تاند- د اذربایجان د هوايي چلن یوه کارګو یا باري الوتکه له ۹ عمله وو سره نن (چهارشنبه) مازدیګر په افغانستان کې ولوېده.

د اذربایجان د هوايي چلن چارواکو وویل چې د اذری سیلک وې ایر شرکت دا الوتکه د افغانستان په هلمند ولایت کې لوېدلې ده.

د اذري رسنیو د راپور له مخې دا الوتکه افغانستان ته د بار وړلو لپاره له سیلک وې څخه کرایه شوې وه.

ویل شوي چې د الوتکې په عمله وو کې ۳ تنه اوکراینیان، ۵ اذریان او یو ازبک دي.

د اذربایجان دولتي هوايي چلن ادارې د دې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

دوی وايي چې حاضردمه د افغانستان له حکومت سره تماسونه روان دي او ټاکل شوې ده چې سبا (پنجشنبه) څېړونکی پلاوی د پېښې ځای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *