اروښاد مولوي عبدالشکور بېکس، چې په (۱۹۱۶) زيږديز کال په يوه متدينه، روحاني او علمي کورنۍ کې سترګې دې فاني نړۍ ته وغړولې.
د زوکړې ځای يې د ميدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالي انبوخاک کلی دی، خدای بښلی بېکس په وړوکوالي کې د مور او پلار له مينې څخه محروم شوی دی، د نوموړي پالنه د نيکه او عمه په غاړه وه.
لومړنۍ زدکړې يې د اوسېد لو په ځای کې د سيمې له علماوو څخه وکړې، په ځوانۍ کې د نورو ديني او عصري زدکړو د حاصلولو په نيت برطانوي هند ته لاړ، د يو څه وخت تېرولو څخه وروسته يې د زدکړو سند ترلاسه او خپل هيواد ته راستون او په تدريس يې پيل وکړ، بېکس له ديني او عصري زدکړو ور اخوا په مطبوعاتو کې ليکنې هم کولې، چې د ډېرو د ستاینې او پاملرنې وړ وګرځېدلې.
دهغه مهال علما او ليکوالو له خوا يې ليکنې او فکر وستایل شو، همدغه علماوو سره علامه سلجوقي، علامه استاد عبدالحی حبيبي، استاد رشاد استاد الفت او عبدالرووف بېنوا و، چې بېکس د ليکنو محتوا يې وستايله.
خدای بښلی بېکس د ټولنيزو خدمتونو تر څنګ په تدريس بوخت و، په دولتي دوايرو کې يې د مطبوعاتو برخه په پوره اخلاص او ه مديريت سره پاللې ده.
انيس، اصلاح ورځپاڼو د مسوول په صفت يې کار کړی دی، د راډيو افغانستان د څارنې او مراقبت مسوول او د بیدار ورځپاڼې د سرپرست په حيث يې هم دنده تر سره کړې ده، د دايره المعارف مسلکي غړی او د سعودي عرب په جده کې يې هم خپله دنده په ښه توګه سر ته رسولې ده، شپه او ورځ يې په رښتينولي او امانتداري سره خپلې دندې تر سره کړې دي، ستړيا يې حس کړې نه ده، په هغه وخت کې د دولت له لوري په عالی ستاينليکونو وياړل شوی او مالي امکانات د مکافاتو په توګه ورکړل شوي دي.
مرحوم بېکس په خپل ژوند کې د خپلو بچيانو زدکړې ته خاصه پاملرنه کوله، که څه هم اقتصادي ستونزې يې درلودلې، خو په خپلو بچيانو يې لوړې زدکړې تر سره کړې.
بچيانو يې د طب، حقوق او سياسي علومو، اقتصاد پوهځيو کې يې خپلې لوړې زدکړې سر ته ورسولې، دعصري زدکړو تر څنګ په ديني زدکړو هم وپوهول او د خپلو نيکه لاره يې تعقيب کړه.
له بده مرغه چې په هیواد کې د غويي د اوومې انقلابي ښامار د مرحوم بېکس د کور رڼا هم ووژله، د ميليونونو هيوادوالو وينې يې وزبېښلې، په هيواد کې د ظلم او بې عدالتيو بنسټ کېښودل شو.
د بېکس دوه زامن په شهادت ورسېدل، عبدالرازق چې د حقوقو او سياسي علومو په څانګه يې ليسانس کړی و، کابل د سوداګري اختصاصي محکمه کې پر دنده بوخت و، چې د هغه وخت د کمونيستي رژيم له لوري په شهادت ورسېد.
شهيد عبدالقادر د مرحوم بېکس بل ځوی و، چې په اقتصاد کې يې د ليسانس تر کچې زدکړې کړې وې او د کرنې وزارت کارمند و، د زرګونو نورو هيوادوالو په څېر يې د شهادت جام نوش کړ.
خدای بښلي بېکس د ټينګې ارادې پر مټ د الله ج حکم ته غاړه ايښودې وه او خپل عبادت کې يې تقصير نه کاوه، خپل اجتماعي ژوند يې پرمخ ووړ، بالاخره کله چې په هيواد کې بیا د خپل منځي جګړو مړو سپرغيو اور واخيست، مرحوم بېکس پردي هيواد ته په مهاجرت مجبور شو، خپل د پلار نيکه ځمکه او ځای يې پرېښود او له خپل ديار څخه مهاجر شو، څرنګه چې د نوموړي د کورنۍ نور غړي په استراليا کې و، نو نوموړی استراليا ته لاړ، مرحوم بېکس د ژوند تر پایه خپل ځان او اولادونو ته د استراليا تابعيت وانه خيیست، بلکې په افغاني هويت يې وياړ کاوه. نوموړي د استراليا په سيډني ښار کې ژوند کول، د خپل ژوند په موده کې يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دعوت کاوه، او اسلامي علوم او فقي په نوم يې يوه رساله هم چمتو کړه، تر څو خپل اولادونه او اقارب امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته دعوت کړي.
مولوي عبدالشکور بېکس څو ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي او ځينې نور ناچاپ اثار يې لا تر اوسه د چاپ تر ګوتو ورغلي نه دي.
د خدای بښلي مولوي بېکس زړورتيا، خلوص، مينه هغه څه دي، چې تل به يې د مينه والو په زړونو کې وي،، خدای بښلي مولوي عبدالشکور بېکس د ۲۰۰۸ زېږديز کال کې د مرګ پرښتې ته لبيک ووايه او خپل امانت يې خپل خاوند ته وسپدرل.
الله دې روح ښاده، ګور منور وګرځوي، ياد او مينه دې تل د ملګرو او اقاربو په زړونو کې ژوندۍ وي.