تاند- د زابل امنیتي چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل، چې یوه پولیس په خپله پوسته کې ۸ ملګري پولیس ووژل.
د زابل مرستیال امنیه قوماندان غلام جیلاني فراهي وویل چې دا پېښه نن ماسپښین ۳ بجې د ولایت په مرکز کلات کې وشوه او عامل یې تښتېدلی دی.
ده ونه ویل چې غدار پولیس د وسله والو طالبانو ملګری و او که له خپلو ملګرو سره یې لانجه کړې وه.
خو د وسله والو طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې په دې پېښه کې طالبانو لاس درلود.
له دې جلا د اروزګان ولایت په دهراوت ولسوالي کې دوه پولیس د خپل یوه ملګري پولیس له لوري ووژل شول.
د دهراوت د پولیسو قوماندان شاه محمد وویل چې دا پېښه د پولیسو ترمنځ د لانجې په نتیجه کې شوې ده.
روانه میاشت د کندهار په هوايي ډګر کې دوه بهرني پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. داوړه وژل شوي بهرنیان د رومانیا خاص پوځیان ول.