تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته نن /پنجشنبه/ د نوموړي د زوکړې په حقیقي ورځ مبارکي وویله.

ښاغلي مودي تر دې پخوا ولسمشر اشرف غني ته د زوکړې مبارکي ویلې وه خو ولسمشر غني د مننې ترڅنګ ورته ویلي و چې په فېسبوک که د ده د زوکړې لیکل شوې نېټه سمه نه ده.

هماغه مهال دا موضوع په رسنیو، په تېره بیا هندي او پاکستاني رسنیو کې په پراخه بیمامه منعکسه شوه او وویل شول چې نریندرا مودي په غلطه نېټه د افغانستان ولسمشر ته د کالیزې مبارکي ویلې ده.

خو دا ځل ښاغلي مودي افغان ولسمشر ته د ده د زوکړې په اصلي ورځ مبارکي ویلې ده.

مودي ویلي چې اوس د ښاغلي ولسمشر غني د زوکړې نېټه ورڅخه نه شي خطا کېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *