پېژندنه:

دوبنديزه په پښتو ادب کې يو نوی نثري صنف دی چې ما څه موده مخکې د خپل ځانګړي انداز سخن د پاره ايجاد کړی. دوبنديزه هغه ژانر دی چې له لارې يې څوک کولای شي هغه ادبې ليکنې وکړي، چې په لنډه کيسه، کيسه ګۍ او يا افسانه کې يې کېدل ممکن نه وي. دوبنديزه په دوو بندونو کې وېشل شوي هغه ليک ته وايي چې د يو ليکوال د ناڅاپي فکر د لومړني خيال څرګندونه پکې شوې وي او کټ مټ په خپل اصلي شکل کې د يو ليکوال ذهن ته راځي. دوبنديزه د دوو بندونو (پېراګرافونو) يو افسانوي شکل دی چې هيڅ تر يو سر ليک لاندې نه وي. د دوبنديزې د سرليک نشتوالی د لوستونکي او ليکوال تر منځ هغه ناڅرګنده تړون دی چې له لارې يې دوی يو بل په هغو تورو هم سره پوه کړي، چې د يوې پابنده ليکنې په چوکاټ کې نه پرېوځي او په خپله مانا هغه توري ځان ته يو هنري ظرف هم ولري. دوبنديزه په پيل کې دوه بنديزونه لري چې د سرليک يا عنوان نشتون او په دوو پېراګرافونو کې ليکل دي. د نوم په اړه به دومره ووايم چې دا د پېراګراف د پښتو مانا له “بند” توري څخه اخيستل شوی او د دوو بندونو د ليکلو په اساس ما دې ته د دوبنديزې نوم غوره کړ.

د دوبنديزې مقدمه:

د دوبنديزې فکر ما له يو بل فکر- چې ما په اردو ژبه کې د “سه پېرايې” په نوم ليکل- څخه پور اخيستی، خو ما د اردو دا ليکنې په درې پېراګرافونو کې کولې او دا درې پېراګرافه مې تر يو سرليک لاندې ليکل، خو ما دا ژانر په پښتو کې په لږ بدل شکل را پيل کړ او بې له يو سرليکه د فکشن ليکلو تجربه مي پکې وکړه. دوبنديزه له احساس سره نيژدې هغه ليکنه ده، چې له لارې يې يو ليکوال کولای شي خپله مدعا په پرلپسې توګه بيان کړي. او هيڅ د ډېرو ادبي پابنديو ښکار نه شي. د يو اسان چوکاټ ايښودلو لامل هم دا دی چې هر څوک که څه هم ليکل غواړي، هغه په دې ژانر کې بې له څه پېچلي او ګران هنري اصوله وليکي. په دوبنديزه کې دواړه پېراګرافه يو پر بل دومره انحصار کوي چې که د پيغام له لحاظه دوبنديزه منتشره هم وي خو د ګرامري اصول او پېراګراف ليکنې اصول ته بايد پوره- پوره پام وشي. د دوو بندونو يو له بله بېلول او په داسې هنر چې د فکشن په ډګر کې يې خپل پيوستون برقرار پاتې شي، د دوبنديزې لوی کمال دى.

په دوبنديزه کې د ژبې بنسټيز تمرين پېراګراف ليکنه په اسانه او هنري انداز په يو داستاني طرز کې د ليک د پخوالي تر ادعا لاندې يوه معياري ليکنه ممکن کېدای شي. زموږ دا نور هنري صنفونه چې په نثر کې دي او که په نظم کې ټول د هغه ژانر د نامه تابع وي، چې د کاغذ د منځ د ډکولو ستنې او حجم يې بې ترتيبه او بې ثباته وي، خو دوبنديزه د حجم په اساس دوې ستنې لري او دا دواړه يو پر بل انحصار کوي.

دا نيوکه چې دوبنديزه عنوان ولې نه لري؟ ځواب يې دا چې که دوبنديزه عنوان ولري نو کريکټر به ضرور پکې ښکاره وي او په عمومي توګه دا کريکټر د بند تر پابندۍ وځي او يا به د نثري ټوټې حثيت واخلي. د سند دپاره د غزل بېلګه، دا چې په غزل کې ټول کرېکټرونه خپل اهميت له لاسه نه ورکوي او هر بيت د پابنديو سربېره د مفهوم له پلوه خپل ځانګړی سبک لري. د پېراګراف ليکنې په ژبوينه کې خپل ترتيب وي، هغه دا چې که څه هم يو پېراګراف د يو يا دوو کرکټرونو کيسه بيانوي، خو دا کيسه په ځان کې يو جدا چاپېريال جوړوي، چې په ترڅ کې يې اړوندونه ښکاره کيږي او دا اړوندونه د يو ليک معيار مالوموي.

په دوبنديزه کې ممکن ده چې يو څوک د فلسفې او مکالمې انداز دواړه وکاروي او که مکالمه وي که بيانيه په بشپړ ډول بيان شي. د مکالمې انداز داسې پکې ترتيب شي چې د پېراګراف د بېلولو حاجت پيدا نه شي او که يوه کيسه په علامت کې بيانول وي نو هغه کيسه په دوو بندونو کې يوې سکڼې (هوارې) پايلې ته ورسېږي.

دا نيوکه چې له دې خو شل بنديزې يا سل بنديزې جوړېدای شي، کېدای شي څوک دا کار هم وکړي خو ممکن نه ده چې د پېراګراف ليکنې و هنر ته په ادبي چوکاټ کې دومره ترتيب ورکړای شي چې يو بې سرليکه فکشن ليکنه په ټولو دلايلو بشپړه وليکي. 

دا نيوکه چې پېراګراف بايد څومره هيئت ولري؟ ځواب يې داسې چې که پېراګراف بياني وي او که مکالماتي ضروري ده چې تر څنګ خپل شپول او ماحول جوړ کړي، ځينو څيزونو ته کتل لازم دي او ځينې نظراندازه کول پکار دي. که په يو پېراګراف کې ته يوه پوښتنه را پورته کړې نو په بل کې به ضرور هغه پوښتنه او غوټه يوې نتيجې ته هم رسوې.

ما خپله مدعا بيان کړه غواړم چې ډېر بې رحمه تنقيد پر وشي او په اخير کې موږ يوې ښې پرېکړې ته ورسېږو. دا دلايل زما لومړني دي خو اخيرني نه، خپله دفاع به جاري ساتم.

١٩ مې ٢٠١٦م کال

ږوب

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *