فاریاب ولایت

تاند- په فاریاب ولایت کې د جمعیت او جنبش ګوندونو ترمنځ سخته نښته شوې او په لړ کې یې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

فاریاب د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش د نفوذ سیمه ده.

د راپورونو له مخې د جمعیت او جنیش د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته د فاریاب په المار ولسوالي کې شوې ده.

د بلخ والي عطا محمد نور په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي چې په فاریاب ولایت کې د جنبش د غړیو د جمعیت ګوند د ځوانانو مشر زمان الله قاطع او د هغه ورور وژلي دي.

نور همداراز لیکلي چې، قاطع، چې د جمعیت یو مهم قوماندان و، تېره شپه له خپل ورور فاروق قاطع سره یوځای د جنیش له غړیو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

عطا محمد نور په یوه جلا اعلامیه کې، چې د جمعیت ګوند د اجرايي شورا د ريیس په توګه یې خپره کړې ده، ویلي دي چې قاطع د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان و او تېره شپه په المار ولسوالي کې د طالبانو د برید له ځپلو وروسته په هغه حمله کې ووژل شو چې په فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم خاص استازي قوماندان نظام الدین، قوماندان حنیف الماري او قوماندان شمال په ګډه د ده پر پوستو وکړه.

خو د فاریاب والي سید انور سادات د عطا محمد نور ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې جګړه د دوو قوماندانانو ترمنځ شوې ده.

ده ویلي، له المار ولسوالي څخه یو شمېر بې ځایه شویو خلکو غوښتل چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي خو د څو قوماندانانو له مخالفت سره مخامخ شول.

سادات وايي چې له دې مسلې وروسته د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته وشوه.

د فاریاب د والي په وینا د المار امنیه قوماندان د جمعیت ګوند غړی دی او ده په خپله هڅه کړې چې د دوو قوماندانانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.

د فاریاب والي ښاغلي سادات تایید کړه چې په دې جګړه کې ۱۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ژوبل دي.

د ده په وینا په وژل شویو کسانو کې ۸ تنه د جنبش او ۲ د جمعیت دي.

د فاریاب والي د بلخ د والي عطا محمد نور د څرګندونو په اړه وویل چې پکار نه ده چې له لېري څوک قضاوت وکړي او دا ډول څرګندونې د ده په وینا د جنیش او جمعیت ترمنځ اختلاف نور هم زیاتوي.

د فاریاب والي د دواړو قوماندانانو شخړه د دوی ترمنځ د پخوانیو اختلافاتو نتیجه وبلله او ویې ویل چې دوی په ځلونو له یو بل سره نښتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *