د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د پریکړې په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه

د انجینیر اجمل شمس په مشري  د افغان ملت ملي مترقي ګوند د افغان حکومت او جهادي رهبر ښاغلي ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې د پریکړې هرکلی کوي .

سوله او امنیت د ټولو هیوادوالو تر ټولو ستره غوښتنه او اړتیا ده . افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې باور دی چې په هیواد کې سرتاسري سولې په لیار کې دا یو مهم ګام دی او د افغان حکومت او په ځانګړي ډول  د ولسمشر اشرف غني  د نه ستړي کیدونکو هلوځلو نتیجه ده .  د ښاغلي حکمتیار په استازیتوب راغلې ډلې سره د خبرو اترو په بریالیتوب سر ته رسیدل په دې مانا دي چې که دواړو خواوو ته ټینګ عزم اوسیاسي اراده شتون ولري نو لیرې نده چې د دولت نورو مسلح مخالفینو سره به هم د سولې مذاکرات مثبتې پایلې ولري .

هیله ده چې د سولې پریکړه  عملي شي ، ښاغلی حکمتیار خپل هیواد ته راستون شي او د هیواد او نظام په جوړولو کې خپل نقش ولوبوي .

ژوندی دې وي افغانستان

تل دې وي افغان ملت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *