تاند- په بغلان ولایت کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یوې کورنۍ ۱۱غړي په یوه چاودنه کې ووژل شول.
د بغلان د والي ویندوی جاوید بشارت وویل چې په مرکزي بغلان کې د ماین د چاودنې له کبله ملکیان وژل شوي دي.
ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۵ ماشومان او دوې ښځې دي.
د بشارت په وینا درست وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
دوی په قیصارخېل کلي کې له خپل کوره په موټر کې روان ول چې په لاره کې یې اېښودل شوی ماین وچاودېده.
د مرکزي بغلان اوسېدونکي په خټه پښتانه دي او په دې سیمه کې طالبان ډېر فعال دي. د دې سیمې اوسېدونکي هماغه راز چې په وروستیو کې د ډند غوري او ډنډ شهاب الدین اوسېدونکي بې کوره شول او سخت وځورېدل، له څو کلونو راهیسي له کړاوونو سره مخامخ دي.
د طالبانو د فعالیت له کبله د دې سیمې اوسېدونکي د مرګ ژوبلو د زغملو ترڅنګ له تعلیم او پراختیايي پروژو بې برخې شوي دي.
!!!!!ډېر دالله فضل دی ، خدای پاک د چاړه او غوښه کړي دا ټول د پښتنو دوښمنان دي
الله ج دی شهادت قبول کی . اوس به طالبان بی غیرتان بیا انکار کوی چی دا کار دوی ندی کری. الله ج دی افغانان ددی مصیبته خلاص کی. آمین