لنډۍ

دوه ویشتمه برخه –

د لنډیو بڼ ته د نویو کلماتو راتګ

حال دې فیسبوک کې راته کیږده

پردی وطن دی مزدورۍ کې اخته یمه

ته په فیسبوک کې عکس کیږده

چې هرسهاردې په لیدوزیارت کومه

وطن مې لویشت په لویشت خطرشو

خدای نا ترسو ډیرکرلي دي ماینونه

که په لنډیو کې د نویو کلماتو د کارولو موضوع وڅیړل شي ، لیدل کیږي چې د نوې زمانې،  نویو غوښتنو او پوښتنو ته په پام سره، د نویو اختراعاتو په رامنځ ته کیدو سره او د نوې تکنالوژۍ په رامنځ ته کیدو سره د نیو لو جیزم او پورونې د قواعدو په رڼا کې کیدای شي چې نوي کلماتو ته په ژبه کې ځای ورکړل شي او بیا په ورځنۍ محاوره وکارول شي او په لنډیو کې هم.  په دې ډول د هرځای اوسیدونکي پښتانه او د هر نسل استازي کولای شي خپلې غوښتنې پوښتنې او د زړه خبرې په لنډیو کې مطرح کړي او د لنډیو پر غني شتمنۍ یې ور اضافه کړي. خپله ژبه او کلمات ور ننباسي او له نوې زمانې او نوې تکنالوژۍ سره را منځ ته شوي کلمات په سمه او علمي توګه وکاروي. دا کار په هغه صورت کې کیدای شي چې د نویو رامنځته شوو س یا نوو اختراع شوو ټوکو له پاره یې په پښتو کې معادل و نه موندل شي.

دغه راز که د لنډیو د رامنځ ته کیدو، ودې ، بډایدو او هنري غنا تاریخي سیر و څیړل شي ، لیدل کیږي چې په لنډیو کې د هر وخت او زمان غوښتنې او پوښتنې مطرح شوې دي، ستونزې، امکانات مطرح او له لاس لرلو هنري او لغوي زیرمې نه په استفادې سره د ټولنې هر اړخبز ژوند په کې انځور شوی دی.

دې باید ټول پام وکړي چې په لنډیو کې د تورو او کلماتو کارول ښايي د اوس له پاره یا د لنډیو د تخلیق په شیبه کې یو څه ساده وي، خو وروسته له مودو یا یو څه وخت له تیریدو نه لوستونکو، ته او را تلونکو نسلونو ته یو څه ستونزې هم پیښولاي شي. بیا نو تازه څیړنو ته اړتیا ده چې په لنډیو او حتی په لنډیو کې د ځینو کارول شوو تورو په باب مقالې او رسالې ولیکل شي ښه مثال یې د استاد معصوم هوتک هغه مقاله ده چې د میوندي ملالې پر لندۍ یې د« میوندۍ ملالي ته منسوبه لنډۍ » تر سر لیک لاندې لیکلې ده.

په لنډیو کې د نورو ژبو د کلماتو راوړل یا کارونه، له علمي پلوه ور ګرځي د ژبې هغه علمي اصل ته چې په څه ډول یا د کوم اصل له مخې او څومره د یوې ژبې ویونکي کولای شي د نورو ژبو کلمات را پور کړي، یا یې په عین بڼه وکاروي او یا یې د خپلې ژبې د ځینو اصولو پر بنا لږ څه بدلون هم په کې را ولي لکه د چا خبره «مفغن» یې کړي. د دې اصولو په نظر کې نیولو سره سره ، په لنډیو کې د نوو تورو کارونکي دې باریکۍ ته هم باید پام وکړي چې د لڼدیو توري، کلمات او اندامونه ډیر ښکلي او ظریف دي او په نویو جوړیدونکو لنډیو  اندامونه باید له داسې هنري ظریفو تورو نه جوړ کړای شي چې د لنډیو را تلونکې مانۍ په ښکلې بڼه لوړه کړای شي او سمه محتوی هم  په کې په نظر کې وساتل شي.

پر دې خبرې د نړۍ ډیره سلنه ژبپوان سره سلا دي چې د هرې ژبې ويي پانګه له څلورو برخو جوړه شوې ده. پوهاند ډوکتور زیار په خپل «پښتو سیندګی، نویزونه،neologisms» نومي اثر کې د ژبې همدې څلور ګونو برخو ته په اشارې سره، په یوه ژبه کې د را پور کړل شویو لغاتو په باب داسې نظر لري:

«فارنیزمونه او اداپتیزمونه (Foreignisms and adoptisms) یا پور وییونه (پردي وییونه) د ژبنۍ پانګې څلورمه ډله وییونه دي چې له نورو ژبو څخه را پوریږي، داسې چې، که په پور وړې یا اخستونکې ژبه کې په هماغه آره(اصل) جوله او مانا وکارول شي، فارنیزمونه(دخیل) بلل کیږي او که لږ و ډیر جولیز یا مانیز بدلون په کې راشي، یا په بله وینا، د پور وړې ژبې له فونولوجیکي او رغاونیز(ګرامیري) او یا هم له مانا پوهنیزو آرونو(اصولو) سره اړخ ولګوي، نو بیا اډاپټیزمونه(لکه د پښتو په اړه «مفغن» او د فارسي په اړه «مفرس») نومول کیږي، خو څنګه چې هر راز پوروییونه که د ډیرو نژدې خپلوانو ژبو تر مینځه هم وي، هیڅکله بې بدلونه نه پاتیږي، نو له دې کبله یې لویدیز انډول زیاتره «اداپتیزمونه» کارول کیږي، لکه بېنک(بانک)، شمع(شمه). یوازې لیکلې جوله لکه ظلم یا قاضي… هم د دې پلمه نه شي کبدای چې اره جوله یې خوندي پاتې ده، ځکه وینګیزه(تلفظي) جوله یې له عربي وینګ څخه هرو مرو لږ و ډیر توپیر لري.

نړیزونه بیا په دغه لړ کې هغو نړۍ سراسر دود ویینو ته وايي چې لکه ځانګړي نومونه  په ډیره لږه استثناء په ټولو ژبو کې له لږ و ډیر جولیز بدلون سره کارول کیږي، لکه تیلیفون، رادیو، تلویزیون (ټیلویژن) … چې جرمنۍ، عربۍ، هندۍ او یوې نیمې بلې ژبې ژباړلي دي.

په دې توګه د آرو پرنسیپ له مخې په هره ژبه کې د ويي پانګې له څلور ګونو برخو څخه لومړۍ درې برخې آره(اصلي) پانګه ګڼل کیږي او وروستۍ برخه یې پورنۍ یا عاریتي، په بله وینا باید په سلو کې یې تر پنځو ویشتو پردۍ یا را پور کړې پانګه تیری و نه کړي، که نه د اردو غوندې ترې یوه کنډیباغي «پتوا» جوړیږي او په پای کې له خپلې ټولنې څخه کورټه او سکوټه پردۍ کیږي. او که دغه څلورمه برخه، په سر چپه توګه بیخي له ژبې و کښل شي، نو خبره بیا پیوریزم ته رسي چې یوازې په بنسټپالو نیشنلسټانو(فاشیستانو) اړه پیدا کوي. خو که څوک له خپلې درې ګونې(ګړدودي، لرغونې یا تاریخي او رغښتي) پانګې څخه له ژبني او نړیوال دود سره سم کار واخلي،هیڅکله پرې د پیورست یا فاشیست تور لګیدای نه شي. د نوې جوړونې دواړه یا ټول رغښتي توکونه، بیلښتي(اشتقاقي) وي که تړښتي(ترکیبي)، باید د اړوندې ژبې خپل مال وي او تر وسې وسې ګډوله نه وي، لکه نمر پرست یا نور پرست چې ولسي تیارونه یې نمرګلی دی.»(زیار پوهاند ډاکټر مجاور احمد، پښتو سیندګی نویزونه، خپرونکی: د ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز، پیښور، ۱۳۷۸ ل ــ ۲۰۰۰ م کال، ۸ ــ ۱۱ مخونه)

د ښاغلي پوهاند ډوکتور زیار دې نظر ته که په ځیر سره پام وشي، لیدل کیږي چې دی په هره ژبه کې د پور وییوکو په باب ډیر په ټینګه د دې پلوي دی چې د اړتیا په وخت کې باید پنځه ویشت سلنه را واخستل شي او که څوک یوه ژبه په ټولیز ډول له دې برخې مبرا کوي، نو بیا د بنسټپالو نوم ورکول کیږي؛ نو د همدې علمي او جایزو اصولو له مخې دا پورونه په لنډیو کې روا او په ځای کار دی او دا کار په عام ډول د خلکو له خوا کیدای شي، خو شرط یې دا دی چې د لنډیو د شکل او محتوا ظرافت ته په پام سره هغه کلمات رواخستل شي چې په پښتو عامو لغتونو کې یې معادل نه وي او بل شرط به یې دا وې چې د لنډۍ نازکو اندمونو ته تاوان و نه رسوي، دا چې بیا د ټولنې او خلکو له خوا منل کیږي که نه، هغه د وخت آزموینه غواړي او د لنډۍ ښکلایز اړخ پورې هم اړه لري. دا یې څو بیلګې دي:

که دې زما دیدن یادیږي

فیسبوک دې خلاص کړه په خندا ولاړه یمه

له اشارو نه مسیجۍ شوه

مسیج مې نه زده یاري خاورې ایرې شونه

د یار مې سیمه غرنۍ ده

چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه

یار مې د غرونو استوګن دی

چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه

فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې

دا څلور ورځې اتظار ولاړه یمه

لاس دې شل شوی دی که څنګه؟

چې ځواب نه شته دی زما د مسیجونه

په موبایل کې بې چارج نه وي

اتومات وايي یاردې نه کړي ځوابونه

که دې زما څیره یادیږي

سکایپ کې مې ګوره په خندا ولاړه یمه

په سکایپ کې راغلې برابره

د « و » او« نه » به راته وايې ځوابونه

دیدن دې سکایپ کې راولیږه

هرڅه وړیا دې د سکایپ نه شته قیمتونه

حال دې مسیژ کې راولیږه

لارې کوڅې له ملایانو ډکې دینه

پخوا ګودر و اوس فیسبوک دی

فیسبوک کې نه شته د ګودر نرم بادونه

حال دې فیسبوک کې راته کیږده

پردی وطن دی مزدورۍ کې اخته یمه

ته په فیسبوک کې عکس کیږده

چې هرسهاردې په لیدوزیارت کومه

وطن مې لویشت په لویشت خطر شو

خدای نا ترسو ډیر کرلي دي ماینونه

د دوه ویشتمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *