تاند- د افغانستان حکومت وايي چې د لوګر ولایت ازره او د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ یې له داخلي او بهرنیو طالبانو پاکې کړي دي خو طالبان وايي چې د چارواکو ادعاوې دروغ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې، چې د ایساف ویندویان هم ورسره ناست ول، ادعا وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څو ورځو په عملیاتو کې شاوخوا دوه سوه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

صدیقي په کلکه وویل چې په وژل شویو کې ګڼ شمېر بهرنیان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل، د ازرې ولسوالي، چې پخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، د افغان امنیتي ځواکونو تر بشپړ تسلط لاندې راغلې ده.

په همدې حال کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنا لیک کې د افغانستان د امنیتي چارواکو ادعاوې رد کړي، ویلي یې دي چې د ازرې او حصارک ولسوالیو مرکزونه پخوا هم د دولت تر کنټرول لاندې و او اوس هم دي.

مجاهد ویلي چې پر حصارک او ازرې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په لومړۍ ورځ د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او درنې مرګ ژوبلې ورواوښتې.

په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت له ویندوی سره په خبري غونډه کې د ناټو ځواکونو ویندویانو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون د خبرو د پیلېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *