د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حذب راتګ او د سولې له بهیر سره د دوی د پخلاینې او جوړجاړي خبرې د تیرو دوه دریو میاشتو په اوږدو کې تر بل هر وخته زورورې شوې دي. حکومت هم له دې غټ فرصته په استفادې د ګلبدین په مشرۍ د اسلامي حذب راتګ د مذاکرې او سولې ‌‌‌‌‌‌ډګر ته په ښه ګرم انداز و ستایه.
په  2001 ام کال کې کله چې آمریکایي ځواکونو د ترهرګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تکل په افغانستان نظامي حمله وکړه او د طالبانو حکومت یې را و پرځاوه. تر هغې وروسته په 2003 ام کال کې یې د ګلبدین حکمتیار په شمول د هغو وسلوالو مخالفینو نومونه یې چې په ترهګریز فعالیتونو کې دخیل و او یا هم پرې تور پورې شوی و د نړیوال تور لیست په نوملړ کې ور اضافه کړل. امریکایي ځواکونو د حکمتیار د مرګ کوشش وکړ خو کومه خاصه پایله یې نه درلوده.
د حذب په مشرۍ حکمتیار د انتقالي دورې حکومت له هغې وروسته د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت او تر دې دمه د نظام کلک مخالف و. د حامد کرزۍ د حکومت پر محال اسلامي حذب د حکمتیار په مشرۍ څو ځلې کوشش وکړ تر څو د حکومت سره هوکړې ته ورسیږي خو دا هڅې ناکامې وې. ښه زیری داده چې له څه مودې را په دې خوا اسلامي حذب او حکومت په ګ‌‌‌‌‌‌‌ډه هڅې کوي تر څو یو تر بله د سولې او ورورولۍ لاسونه ورکړي. د تیرې یوې میاشتې په لړ کې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حذب پلاوي د سولې د عالي شورا سره ناستې درلودې اوس اوس اورو چې اسلامي حذب د یوه 25 ماده ایز لړ لیک په شتون کې د سولې د عالي شورا سره هوکړې ته رسیدلي. لړ لیک به د اسلامي حذب له حکومته د غوښتنو تر چاپي اثره پورې محدود وی بس. د اسوشیدد پرس ورځپاڼې پر قباله د اسلامي حذب لمړنۍ غوښتنې د حکومته څخه له تور لسته د دوی د نومونو پاکول، د اسلامي حذب د زنداني غړو خلاصون او د شمشتو کمپ را انتقالول او مرکز ته څيرمه د هغوی میشت کول دي.
د امریکا د باندینیو چارو وزارت ویلي د افغان دولت سره دحکمتیار سوله د یو امن افغانستان په لور د افغان دولت یو ستر ګام دی مونږ یې ملاتړ کو او په حکمتیار باندې د هر راز محدودیت او فشار په لمنځه وړو کې له تاسو سره همغږي یو. په دې معني چې حکمتیار او حذب یې نور د حکومت یوه برخه ده د نظام دښمن د دوي دښمن او د نظام دوست د دوي دوست دی؛ طالب که د حکومت دښمن وي د دوي هم دښمن دی او امریکا که د حکومت دوست هیواد وي د دوي هم دوست دی.
په ټوله کې اکثریت افغانان د سولې او امن په لور د حکومت دا هڅه ستایي او ستره لاسته راوړنه یې بولي په حکمتیار او اسلامي حذب باندې غږ کوي چې الله مو را وله، مونږ د سولې تږي یو په ګلونو مو استقبال کوو راشی. ورسره اضافه کوي مونږ له وژنو، ورانیو او وینې بهولو سخت متنفر او ماړه یو تاسو ته هیلې لرو راشی.
د اسلامي حذب په مشرۍ که ګلبدین سولیز سیاست ته راځي ګټې به یې څه وي؟
په شمال کې به د یو شمیر ټوپکمارو بدمعاشانو او مافیا په وړاندې یو غټ خن‌‌‌‌‌‌ډ وي، په هېواد کې به د ایران د نفوذ په کابو کولو کې څه زیاته مرسته وکړي، د دولت د وسلوالو مخالفینو تله به سپکیږي، ګڼ شمیر نور وسله وال مخالفین لکه طالبان او حقاني ‌‌‌‌‌‌ډله به سولې ته تشویق او زړه ښه کړي ځکه دوي ته به ټول انساني حقوق ورکول کیږي. په حکومت به د هیواد والو باور له پخوا زیاتیږي…
خو یو شمیر نور د حکمتیار راتګ د سولې بهیر ته بې اغیزی بلکه بر عکس د هېواد په زیان بولي؛ ده پورې د بشري حقوقو ناقض، د کابل په ورانیو کې دخیل او د عامه وژنو د تورن لقبونه تړي. له ده سره سوله د ده په جرایمو سترګې پټونه بولي او ادعا د دې کوي چې دا څه مونږ ته د منلو نه دي مونږ د مجرم محاکمه غواړو نه په حکومت کې ده ته ون‌‌‌‌‌‌ډه.
خو زما په آند داچې یوه وسلواله مخالفه ‌‌‌‌‌‌ډله هغه هم د اسلامي حذب په څير با نفوذه او محبوبه ‌‌‌‌‌‌ډله د سولې د بهیر سره یو ځای کیږی، آساسي قانون درسره ومني، د دښمن او رقیب په مقابل کې اوږه په اوږه درسره و دریږي، مکتب دې و نه سوځوي او ځانونه ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن و بولي له داسې چا سره سولې او توافق ته نه رسیدل یعني د بربادۍ او نیستۍ څادر قصداً په خپله غوړول.
دوي چې وایې د دښمن او رقیب سره سوله نه کوم پس د سولې ماهیت بیا څه؟
فکر کوم د دوی دا حقیقت له یاده وتی چې د ګلبدین سره د وسلوال مخالفت او جګړې اوږده سابقه همدوی لري. دوی له ځانه هیڅ دا نه پوښتي چې زه څوک وم؟ خو ته هم یوه بې رحمه قاتل او د کابل په ورانیو کې یو ستر بازیګر وې ته چې حکومت کې د وزارت او ریاست ادعا کوې ولې حکمتیار یې نشي کولای؟
ښکاره ده څوک چې له حذب سره د سولې په خبرو کې خن‌‌‌‌‌‌ډ جوړوي د افغان په وژنه کې مستقیماً لاس لري. د دوی شخصي ګټې په جګړې که نغښتې نه په سوله کې ځکه خو د سولې مخالفت کوي تر دې وروسته حکومت ته په کار ده ترڅو په حکومت د ننه د دا ‌‌‌‌‌‌ډول مضرو کړیو مخه ونیسي. د سولې په لار کې د خن‌‌‌‌‌‌ډونو په له منځه وړو کې به نورې وسلوالې مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم سولې ته زړه ښه کړی د سولې اړوند د افغانانو دا خوب به په رښتیا بدل شي.
One thought on “حکمتيار د سولې پروسې ريښتينې لار پرانيزي/ حامد أبهر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *