تاند- د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ (سپینې ماڼۍ) مخته امنیتي ځواکونو یو تن مشکوک مخکې تر دې چې پر ساتونکو ډزې وکړي، وویشت او ټپي یې کړ.
د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د یوه ناپيژندوی کس له خوا په سیمه کې ډزې شوي دي او د ګاردانو له خوا په ځوابي ډزو ټپي شوی دی. دا پېښه د جمعې په ماسپښین شاخوا ۲ بجې وشوه. د پېښې پر مهال ولسمشر اوبام په سپینه ماڼۍ کې نه و خو مرستیال یې جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې و او له پیښې سمدستي وروسته خوندي ځای ته لیږدول شوی دی.
له بلې خوا سي این این تلویزیون وايي چې امنیتي ځواکونو یو تن مشکوک، چې وسله یې په لاس کې وه، سپینې ماڼۍ ته څېرمه ویشتی او ټپي کړی دی. مشکوک کس پر نس لګېدلی او نیول شوی دی.
شاهدانو څېړونکو ته ویلي چې دغه کس له توپک سره د ساتونکو لور ته ورنژدې کېدو او داسي ښکاري چې د ساتونکو له لوري یې د وسلې اېښودلو امر نه وي منلی.