تاند- یوه انتحاري نن /شنبه/ په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
شاهدان وايي چې د انتحاري د چاودېدونکو موادو په اثر د امریکايي ځواکونو یو زغرګاډی زیانمن شو.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې امریکایانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
امریکايی پوځیانو تراوسه پوري په دې پېښه کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت، چې امریکايي پوځیان یې هم برخه دي، ویلي چې پېښه تاییدوي، د ايتلاف یو زغرګاډی په نښه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د ايتلاف ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.