تاند (فرانکفورت): نن د جرمني د هېسن ایالت د فرانکفورت په ښار کې د افغانانو د کلتوري ټولنې له خوا احتجاجي غونډه او لاریون وشول.
په دغه لاریون کې چې د فرانکفورت د ویلي برانډ په سیمه کې وشو د جرمني د بېلابېلو ښارونو او د فنلنډ، بلجیم، اتریش او چک جمهوریت څخه راغلیو افغانانو برخه اخیستې وه.
د یادې ناستې برخه والو د افغانستان جمهور رییس ته په لندن کې د یو شمېر کسانو له خوا سپکاوی وغانده او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې له ترکمنستان څخه د واردېدونکې برېښنا د لین له پاره دې د جرمني د فېشنر کمپنۍ له خوا د شوې سروې په اساس د سالنګ لاره چې د نورو په نسبت لنډه او ارزانه ده غوره کړي.
یادې غونډې ته د نورو تر څنګ حاجی جمعه ګل، قاري عیسی محمدي، ستوري خان، قلم ګل ځدراڼ، جاوېد احمدزي، شمس الله مشعل، او د اهل هنودو افغانانو په استازیتوب رامنات خبرې وکړې.
د لاریون په پای کې یوه برخه وال او منتظم عارف تلاش په پنځو مادو کې د غونډې او لاریون پرېکړه لیک ولوست.
پرېکړه لیک:
۱. په هېسن ایالت کې د افغانانو کلتوري ټولنه په لندن کې ولسمشر ته سپکاوی او د ملي ګټو پرضد لاریونونه مدنیت نه بلکه د پردیو جاسوسانو کار او وحشت بولي او هغه په کلکو ټکو غندي.
۲. یاده ټولنه د ملي یووالي حکومت په مشرانو غږ کوي چې د ملي ګټو په مقابل کې باید هېڅ ډول فشار ته غاړه کېنږدي او د سالنګ په لاره له ترکمنستان څخه افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژه ژر تر ژره پلې کړي، او د مسیر بدلول یې د هېواد کمزوري اقتصاد ته ستر مالي او زماني زیان بولي.
۳. په هېسن ایالت کې د افغانانو کلتوري ټولنه په اروپایي او غربي هېوادونو کې غږ کوي چې له افغانستان سره په اقتصادي، تجهیزاتي او تعلیمي برخو کې خپلې مرستې د تېر په نسبت ډېرې کړي.
۴. یاده ټولنه د سرور دانش، محمد محقق، کریم خلیلي او صادق مدبر وروستي فعالیتونه د افغان ولس سره ستر خیانت بولي او په هزاره ورونو غږ کوي چې د ملي ګټو د خوندیتوب په برخه کې د نورو اقوامو تر څنګ ودرېږي.
۵. یاده ټولنه محقق او دانش قومي ټیکه داران ګڼي چې یوازې د هزاره ګانو د حقونو د دروغجن شعار له لارې د قومونو تر منځ اختلافات زېږوي. مونږ له ولسمشر او اجرائیه رییس څخه له حکومت څخه د دوی ګوښه کول غواړو.
یوسړئ له کلي کابل ته غرمه راورسید، وږئ وه او په میوند واټ کې ئې یو بوټ روغوونکئ ـ موچي (دبوتونو طبیب) دونې لاندې ناست ولید چې یو تک تور، چیت او پیت خیرن لوښئ ئې مخې ته له اوبو ډک ایښئ او د زړو بوټوڅرمنې پکې پرتې دي۰
مسافربوټ رغوونکي نه پوښتنه وکړه چې ( اي چي یه ؟) دا څه دي؟۰ بوټ روغوونکي ورته وویل چې: (اي شورواې کله یه) دا دسر ښورا ده۰
مسافر یوه افغانۍ ورکړه او ورته وی ویل (اي یک افغاني ره کمې کله تې، کمې پاچه تې، کمې مغز تې، کمې زبان تې) د دې یوې افغانئ لږ سرراکړه، لږ پښه راکړه، لږ ماغزه راکړه او لږ ژبه راکړه۰
بوټ روغوونکي چې ولید، ډیر ساده او بې عقله ورته مالوم شو په ځواب کې ئې ورته وویل چې (چییرت)۰
مسافرځانه سره په انډ شو چې دا چییرت خئ پاتې افغانۍ دي، په ځواب کې ئې ورته وویل چې:(همو چیرت شه شوروا تې)۰
اوس دا زمونږ قانون او پلان که هرڅو دهزارګانومذهبي او قومي خائن مشران او د ایران چوپړانو(سرور دانش،صادق مدبر، محمد محقق، کریم خلیلي) ته چییرت، چییرت ووائي، دا نفس پالان وائي چې( همو چییرت شام حق تې)۰)