تاند (فرانکفورت):‌ نن د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د «لر او برو پښتنو/افغانانو ته ورپېښې ستونزې او د حل لارې» تر سرلیک لاندې یو علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار چې له افغانستان، پښتونخوا او د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلیو په سلګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه د مبارز ساپي له خوا د قران کریم د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې ځوان سندرغاړي هارون باچا د خپل هنري ګروپ په ملتیا د ای زما وطنه د لالونو خزانې زما ترانه وویله چې حاضرینو په ودرېدلو او چکچکو سره بدرګه کړه.‌‌

02

د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مشرعلي خان مسعود،‌ د یاد ګوند مرستیال شیرین ګردیوال، د فرانکفورت د څانګې مشر اقبال لالا، د افغانستان د ملي ثبات د ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل، د افغان ملي غورځنګ مشر ډاکټر فیض محمد ځلاند، پروین مومند،‌ د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي او یو شمېر نورو مشرانو خبرې وکړې.

ویناوالو په لر اوبر افغانستان کې پښتنو افغانانو ته د ورپېښو ستونزو او د هغو په حل لارو رڼا واچوله. علي خان مسعود د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې افغانان باید د نړۍ له زبرځواکونو سره د مخامخ ټکر پر ځای د جوړجاړي پالیسي پرمخ بوځي.‌ هغه وویل چې له شوروي اتحاد سره په جګړه کې ډېر افغانان ژوبل شول چې رغېدنه به یې ډېر وخت ته ضرورت ولري.‌

03

د افغانستان د ملي ثبات د ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل وویل چې، افغانان په داخل او خارج کې رنځېږي‌ او په کار دی چې مونږ تاسو سر له نن څخه د تغیر او د مثبت تغیر له پاره په ګډه کار وکړو.‌ نوموړي وویل چې دغه تغیر باید له ځان نه له کور نه او له خپلې سیمې نه شروع کړو او دا چې باید مونږ ټول د سولې، اقتصاد، تعلیم له پاره کار وکړو، باید چې د بل چا انتظار ونه کړو او دغه کارونه پخپله ترسره کړو.‌

04

د افغان ملي غورځنګ مشر او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فیض محمد ځلاند د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې پر واکمنو انتقاد وکړ او ویې ویل چې واکمنه اداره د سولې په هڅو کې ریښتنې نه ده او دا چې د افغان ولس درد هغسې نه درک کوي څنګه چې په کار دی. همدارنګه نوموړي وویل چې په ارګ کې پښتو ژبې ته په ټیټه سترګه کتل کیږي او په اداري چارو کې له استفادې څخه غورځول شوې ده.‌ ښاغلي ځلاند وویل، په کار دی چې دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي.‌

05

په یاد سیمینار کې د نورو تر څنګ لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند او افغان فزیک پوه محمد تنها هم برخه اخیستې وه چې ګډون یې په تودو ولولو بدرګه شو.‌

د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا د دایر شوي سیمینار وروستۍ برخه موزیک ته ځانګړې شوې وه چې ځوان سندرغاړي هارون باچا په کې سندرې وویلې.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *