پاسنی عکس د اسوشیتید پریس خبریال عبدالسلام خان د موبایل ټېلفون په وسیله اخیستی او وايي چې ویجاړ شوی موټر د اختر محمد منصور دی.
تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /یکشنبه/ وویل، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د دې لپاره برید وشو چې نوموړي امریکايي پوځیانو او افغان ملکیانو ته ګواښ پېښاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال د منصور پر ضد د امریکا د بې پېلوټه الوتکې د شنبې د ورځې د حملې دلایل څرګند کړل، ویې ویل:
«منصور د امریکايي پرسونلو، افغان ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو لپاره خطرناک و، همداراز نوموړي د سولې د خبرو مخالفت کاوه.»
جان کیري وویل:«که څوک د سولې مخه نیسي او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوي، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»
ده زیاته کړه، امریکا له ډېره وخته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د پروسې ملاتړ کوي څو له دې لارې په افغانستان کې سوله راشي خو منصور د سولې د خبرو مخالف و.»
وسله والو طالبانو لا هم د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا چارواکي او د افغانستان حکومت وايي چې منصور د شنبې د ورځې په حمله کې وژل شوی دی.
ویل شوي چې د منصور پر ضد په حمله کې، چې د بلوچستان په احمدوال سیمه کې وشوه، څو بې پېلوټه الوتکو برخه لرله.
ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې منصور د ایران پولې ته نژدې په نښه شوی دی. څرګنده نه ده چې دی چیري روان و.
پاکستان پخوا په خپله خاوره کې د امریکا حملې غندلي خو د پرونۍ حملې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
له منصور سره په موټر کې یو بل تن هم وژل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا تایید کړه. خو امریکايي رييس ویلي چې احتمالاً منصور وژل شوی دی.
د ارګ یوه ویندوی هم ویلي چې له راپورونو دغسي ښکاري چې منصور وژل شوی دی.
د افغانستان اجرايي ربييس هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدا تاییدوي.
ښاغلي عبدالله ویلي چې منصور د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنو ته تل منفي ځواب وایه، په پردي هیواد کې یې پناه اخیستې وه او په چل او دوکه یې حقیقتونه پټول، خلک یې وژل او د مخدرو موادو د قاچاق او وحشت ترڅنګ یې د افغانستان د پرمختګ مخه نیوله.
له درنو لوستونکو مننه چې زموږ تېروتنه یې رااصلاح کړه. اصلاً پلازمېنه نه بلکې هیواد اشتباه لیکل شوی و. د ټولو دې کور ودان وي. تاند
کتمندو د نيپال مرکز دی، د برما يا ميانمار پلازمېنه د رنگون ښار دی. دا ډېره مهمه خبره نه ده، خو بيا هم رسنيو ته په کار دي چې ليکنه يې له هره پلوه سمه او کره وي.
یوه ضروری تصحیح؛
د برما یا میانمار پایتخت کتمندو نه ده
د پایتخت نوم یی نایپیداو ده
Naypyidaw
اللهم اشفل الظالمون بالظالمین.ط صدقالله العظیم :دغه د الله (ج) حکم دۍ چی په ظالم باندی ظالم مسلط کوی. اوبله داسی فرمایی چی الله رب العزت ظالم قوم ته لارښوونه نه کوی . اود پایلی په دود جهانی صیب داسی لیکی :::: د سرونو په بازار کی چی څوک زر خوری ««»» عاقبت به په همدی بازار کی سرخوری.
دبرما پلازمينه رنګون ده نه کتمندو هيله ده سهي کړاى شي
Naypyidawدی ماینمار یا د پخوانی برما پایتخت دی.
کتمندو دی نیپال پایتخت دی.
(ده. د نپال پلازمينه كتمندو ده. د برما يا ميانمار پلازمينه رنگون(يانگون
پاکستان یو ځل بیا طالبان خرڅ کړل که پدی خبره که څوک پوه شی
په هغه امارت پسې د اور ولګیږی چې نه په کور په کرار وی نه په صحرا.
وایی چاه کن خودش در چاه . ملا منفور خپل خلک په اور کې سوځول او خرمرګی به یی روزل ، خپله د خرمرګو په شان په خپل موټر کې کباب شو. د آخرت به یی لا څه حال وی.