څلور لسيزې وشوې، چې د لوی افغانستان په خاوره کله د ډرون الوتکو افغانان وژلي وي، کله د ترهګرۍ په پلمه پنجابي ملېشو د پښتون په سينه نېښ لګولی وي.
په ۱۸۹۳زيږديز کال کې د امير عبدالرحمن خان او برتانوي هند تر منځ د ډيورنډ لاین لوزنامه لاسليک شوه، هغه مهال د پاکستان هيواد هيڅ شتون نه درلود، نژدې څو لسيزې کېږي، چې د پولې دواړه خواوې د( لوی افغانستان خاوره ) د د ښمن تر يرغل لاندې ده، هر وخت يې د ترهګرو سره د جګړې په پلمه ځپي او يا نورې بهانې ورته لټوي.
له کله راهيسې چې نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله، تر ډېره يې په پښتون مېشتو سیمو کې دشپنيو عملياتو په ترڅ کې نور پښتانه هم د ځان خلاف کړ، تر دې چې په پښتني سيمو کې يو ځل بیا د طالبانو ليکې ځواکمنې شوې .
د پښتون له يووالي نړيواله ټولنه او پاکستان وېره لري، چې که دوی په خپلوکې سره لاس په کار شي، نو بیا تر ډېره پاکستان ته ستونزې او ننګونې جوړولی شي.
پاکستان ددې لپاره چې نړيوالې ټولنې ته ځان ژمن وښيي، د ترهګرۍ پر ضد د امريکا له مالي امکاناتو ستره ګټه پورته کړي، نو له يوه لوري يې پر خپله خاوره کې د تر هګرۍ ځانګړي پټنځايونه جوړ کړل، تر څو يې د افغان دولت لپاره د فشار د الې په ډول استمال کړي، له بله لوري په پاکستان کې د بلوڅو مبارزینو د مبارزې په وړاندې جګړه وکړي او بلوڅانو ځپنې ته د ترهګرۍ نوم ورکوي، که څه هم په مقبوضه پښتونخوا کې له يوه لوري ترهګرو خپل پټنځایونه جوړ کړي دي، له بله لوري پاکستاني فوځ غواړي، چې د پولې په اوږدو کې خپل تاسیسات جوړ کړي، د پکتيکا برمل سرحدي ولسوالي د انګور اډه يې څرګنده بېلګه ده، چې له ډيورنډ ليکي نه را وړاندې يې په افغان خاوره کې خپل تاسيسات جوړ کړل، دا چې پرون ورځ د افغانستان فوځ ته سپارل شوي دي، هغه معما ده، چې ولس يې لا تر اوسه د دوی په مرام نه پوهېږي.
که پاکستان فوځ له پولې کيلومټره مخکې په افغان خاوره کې تاسیسات جوړوي، وروسته يې افغان دولت ته سپاري، کېدای شي اوږد مهاله پلان وي، تر څو دوی له دې لارې ډيورنډ لاین ته داسې بهانې ولټوي، چې افغان دولت ورسره دغه کرښه ومني.
پاکستاني ملېشه اوس هم د افغانستان په ډېرو سيمو کې د افغان دولت پر ضد جنګېږي، طالب جنګيالي روزي او په هيواد کې د زېربنايي پروژود منځه وړلو هڅې کوي.
په حساس وخت کې د پولې پورې غاړه د ملا منصور وژل کېدل، همدارنګه څو کاله وړاندې د پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه وژل کېدل ټولې هغه معماوې دي، چې دافغان ولس يې له شک او ترديد سره مخ کړی دی.
نړيوالې ټولنې سره د تر هګرۍ ختمولو قوي اراده نشته، که چېرته دوی د ترهګرۍ له منځه وړلو هوډ درلودای، نو باید د پاکستان په خاوره کې يې د تر هګرۍ ځالې ورانې کړې وای.
همدارنګه په وروستيو کې د داعش پېدا کېدل او د هغوی دنده هم د پولې په پورې غاړه کې د پښتون مشرانو پّ شهادت رسول و، داسې اسناد هم دولت لاس ته ورغلل، چې د پاکستاني ملېشو څرګند ثبوت و.
ددې لپاره چې يادو ستونزو ته د پای ټکی کېېښودل شي، نو تر هرڅه وړاندې باید ورو، ورو د قانون د حاکميت لپاره هلې ځلې وشي، همدارنګه د لر او بر افغان يو کېدل په کار دی، ځکه د لر او بر ګډ دښمن مالوم دی، ددې لپاره چې خپلو سترو هيلو ته ورسېږو، د خلکو په ذهنيت کار کول په کار دي، ددې لپاره چې په راتلونکې کې بیا د دښمن دغشو ښکار ونه ګرځو ، نو د لوی افغانستان د سپېڅلې مبارزې لپاره باید ځانونه چمتو کړو، يا به يو کېږو، ګنې ورکېږو.