خبریال: شفیع اسلمي (جلال اباد) بې پیلوټه الوتکو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې ۸ تنه داعشیان وژلي.
د اچین ولسوال حاجي غالب وایي چې د بې پیلوټه طیارو په دغه برید کې ۷ تنه داعشیان او د هغوی یو ډلګی مشر عبدالله وژل شوی دی.
هغه وايي، دغه داعشیان هغه وخت بې پیلوټه الوتکو په نښه کړل چې دوی په خپلو مرکزونو کې راټول شوي وو.
ولسوال غالب زیاتوي چې ټول وژل شوي کسان د ډیورنډ د کرښې له پورې غاړې څخه دېخواته راوښتلي وو او په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو پر وړاندې جنګېدل.
د اچین ولسوال حاجي غالب وايي چې په دې وروستیو کې ولسي خلک د وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول داعش وسله والو څخه ډېر په تنګ شوي او ګڼ شمېر خلکو د خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې راپورته کړي چې د نوموړي په وینا ورسره په سیمه کې د داعشیانو او نورو مخالفو وسله والو زور کم شوی دی.
تېره اونۍ هم په ننګرهار کې د ورته بریدونو په ترڅ کې ۲۴ نور مخالف وسله وال وژل شوي وو.
(عکس د اچین د شډل د سیمې دی)