هغه چې هر کله ورته د سولې بلنه ورکړل شوې او غوښتنه ترې کیدله چې نور په افغانستان کې له وژنو لاس واخلي، خو ملا اختر محمد منصور د سولې بلنه و نه منله بلکې د عمري په نوم یې د افغانانو د وژلو یو بل ډول عملیات پیل کړل چې سخت تبلیغ یې ورته وکړ، خو داسې ښکاري چې افغان ځواکونو سږ کال دغه ډله پرمختګ ته نه ده پریښې او برعکس هغه سیمې یې هم ترې نیولي چې په تېرو کلونو کې د وسله والو په ولکه کې وې.
له پخوا مالومه وه چې وسله وال طالبان له پاکستان څخه ملاتړ کیږي او په دې کار پاکستاني چارواکو څو ځله اعتراف هم کړی دی، خو بیا هم ځينې ناپوهه او جاهل باور لري چې د دوی مبارزه چې د جهاد! نوم ورکوي په حقه دي.
طالبانو یو ځل هم فکر و نه کړ چې وسلې او امکانات له کومه ځایه ورته راځي؟
یو ځل یې هم فکر و نه کړ چې مشران یې چرته دي او له کومه ځایه پیسې او شته پيدا کوي؟
یو ځل یې هم فکر و نه کړ چې ولې خپل افغان د بل په دستور وژني.
دوی یو ځل هم پلټنه و نه کړه چې د جګړې تر شا د چا لاس دی.
یو ځل یې هم فکر و نه کړ چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې فتوا ورکوي، تر پاکستان په افغانستان کې اسلامیت ډير دی.
یو ځل یې هم فکر و نه کړ، هغه پیسې چې پاکستان دوی ته ورکوي له سکس (شمع سینما) (حرامنډيي) څخه د ټکس په لاس راغلي پیسې دي.
دوی یو ځل فکر و نه کړ چې پاکستان په کنسرتونو کې ډمې بربنډې ګډوي او له دې لارې په لاس راغلو پیسو باندې وسله وال تمویلوي او بیا یې افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او جګړو لپاره رالیږي.
یو ځل یې هم د هغه کونډې پوښتنه و نه کړه چې د دوی په جګړه کې یې خاوند وژل شوی، یوه ورځ یې هم و نه لید چې یو ماشوم چې دوی بې سرپرسته کړي، په حال کې ژوند تېروي، یوه ورځ یې هم د یوې بوډۍ مور غږ وا نه ورید چې دی یې زوی ور وژلی او دی یې په زړه سوری کړې ده.
که دوی وایي چې د پاکستان د ګټو لپاره کار نه کوي، نو بیا ولې مشران یې په پاکستان کې وژل کیږي او د هر هغه کار سره مخالفت کوي چې پاکستان یې نه غواړي، لکه د افغان سولې خبرو کې ګډون.
طالبان دې خبر وي چې اوس به یو ځل بیا ای ایس ای ورته داسې مشر ټاکي چې د پاکستان ګټې په افغانستان کې خوندي کړي او پر هغو لارو لاړ شي چې نقشه یې ورکړل شوې ده.
کله چې دې سرنوشت بل څوک درته ټاکي، نو بیا څنګه خپله جګړه توجیه کوې او په دې برخه کې ځان د ولس خواخوږی! هم بولې.
اخ مور درباندې بوره شه، چې نورې میندې بورې نه کړې.
خپله ګټ۰ دعاجل شهیا دعمر څوانمرک شی ږږږږ کور دوران لکه کابل شه دبمونو سوداګره