تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې د ملا اختر محمد منصور پر ضد د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له حملې یوه ورځ مخکې خبر شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته د طالبانو پر مشر د بې پېلوټه الوتکې د حملې په اړه ویل شوي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ د میانمر د سفر په لړ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته یې د ملا اختر منصور پر ضد د بې پېلوټه الوتکې د حملې په اړه خبر ورکړی و.

خو کیري په دې اړه د خبریالانو پوښتنې ته ځواب ونه وایه چې د دغو هیوادونو حکومتونو ته تر حملې مخکې که وروسته خبر ورکړای شوی و.

د پاکستان دوو استخباراتي مامورینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې، چې پر یوه تویوتا موټر وشوه، د دوو تنو سوځېدلي مړي موندل شوي دي. د دوی په وینا د وژل شویو کسانو څېري د پېژندلو وړ نه دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې منصور په پاکستاني پاسپورت او شناختي کارډ ایران ته تللی و او د راتګ په مهال یې د پاکستان په تفتان سرحد کې یورو په پاکستاني روپیو بدل کړل
پاکستاني چارواکو ویلي چې منصور په پاکستاني پاسپورت او شناختي کارډ ایران ته تللی و او د راتګ په مهال یې د پاکستان په تفتان سرحد کې یورو په پاکستاني روپیو بدل کړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوي کسان له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویندویانو لا هم د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې ډلې ځینو قوماندانانو لوېدیځو رسنیو ته منلې چې مشر یې وژل شوی دی.

د طالبانو یوه قوماندان ملا عبدالروف پرون /یکشنبه/ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې منصور د جمعې په شپه ووژل شو. ده ادعا کړې چې پر منصور حمله د افغانستان او پاکستان په پوله کې وشوه.

د پاکستان د استخباراتو چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پر تویوتا موټر کوټې ښار ته نژدې برید شوی دی او دوه تنه پکې وژل شوي دي.

دوی تایید نه کړه چې په وژل شویو کسانو کې منصور شامل دی او که نه دی خو ویې ویل چې د هغوی مړي په کوټه کې یوه روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون کارکوونکو چې ځينو رسنيو ته مړي ورښکاره کول، نو بدنونه يې سوځېدلي وو. هغه مړى چې ګومان کېده د ملا اختر محمد منصور به وي، د مخ يوازې يوه برخه يې پاتې وه، خو د پېژندلو نه وو.

له بلې خوا د کوټې شورا یوه غړي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې له ملا اختر محمد منصور سره تماس نه شي نیولی. ده ویلي چې د منصور موبایل کار نه کوي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر او د افغان طالبانو خواخوږی رستم شاه مومند وايي چې غالباً منصور وژل شوی دی.

One thought on “پاکستان وايي، د منصور پر ضد د حملې په باب مخکې تر مخکې خبر ورکړای شوی و”
  1. ټول درنو لوستونکو ته سلام او نیکی هیلی. که اوس هم دا طالبان چی ځان د پاکستان او پنجابیانو له پاره قربانی کوی پند نه اخلی دا نور ددوی ډیره تاریخی تیر وتنه ده ټول مشران ددوی د آی آیس آی په واسطه له منځه ځی او دوی وایی موږ غلامان نه یو جها د د چا لپاره خپل ورور مړ کړه او کلداری واخله او نوم د جهاد ورکړه اوس نو پاکستان غواړی حقانی کورنی رهبری په لاس کښی واخلی او دا کورنی خو ازلی آی ایس آی والا دی جلال الدین په خپله د مجاهدینو په وخت کښی د آی ایس آی پلیت درلود چی هغه وخت په یی پنجابیانو ته مقامات ویل او دوی یی ګوډاګیان وو ولی په پردی خاوره کښی ځان په بی مذهبه پنجابیانو وژنی بس کړی ددی هیواد لپاره کار وکړی بله پروژه د امریکا او پاکستان داعش ده چی نه تا پریږی او نه هم ما تاسی زیات ایکسپایر شوی یاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *