د اوس وخت لوستونکی د پخوا په شان وخت او حوصله نه لري. د برښنايي ټکنالوژۍ ودې سره د لوستونکي توقعات بدل شوي دي. پخوا چې چاپي مواد کم وو، لوستونکي به هر قسم لیکنې په خوند لوستلې. خو اوسنی لوستونکی درله په اوتو بوتو باندې وخت نه ضایعه کوي. نن ورځ لوستونکی هغه مطالب او مفاهم خوښوي او په شوق یې لولي چې لنډ وي— پیچلې جملې او کلمات ونه لري، ژبه یې عام فهمه وي او په مستقیمه توګه پیغام ولیږدوي.
لاندې جمله د بې ځایه اوږدوالي ښه بیلګه ده چې یوه هفته مخکې مې ولوستله. غواړم تاسې یې هم ولولئ چې زموږ اوسني لیکوني څنګه په لوی لاس خپلې لیکنې بې خونده کوي:
“مشال ادبي ټولنه خپلو ټولو درنو غړو او نورو مینه والو ته په ډېره خوښۍ خبر ورکوي چې یاده ټولنه خپله پرله پسې پینځه ویشتمه اوونیزه غونډه د روان ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د ثور د میاشتې په دولسمه نېټه د مازدیګر په درې نیمو بجو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې په بریالیتوب سره دایروي او ستاسو ټولونه په درنښت هیله کوي چې په دغه پرتمینه غونډه کې په ګډون کولو سره غونډې ته لا زیاته ښکلا ور وبښئ.”
د لنډې او اغیزمنې لیکنې لیکوال لوستونکي ته رسا خبره کوي او د بې ځایه اوږدوالي شوقي لیکوال یې په بابولالو سر خوږوي. امریکايي لیکوال ارنېسټ همېنګوی وايي: که غواړئ په لیکنه کې له بې ځایه اوږدوالي ځان وساتئ—د لیکنې پر وخت داسې فکر کوئ چې هر لغت درته په ۱۰ ډالره پرېوځي.
پاس جمله کې په “ثور” باندې د میاشتې او نېټې اضافه کول؛ په “اوونیزې غونډې” پسې د “پرله پسې” ترکیب نښلول او د “درې نیمو بجو” سره د وخت قید “مازیګر” کارول بې ځایه اوږدوالی دی. ځکه لوستونکی پوهیږي چې ثور میاشت ده؛ اوونیزې غونډې پرله پسې وي او د سهار په درې نیمو بجو څوک ادبي مجالس نه جوړوي.
په لیکنه کې بې ځایه مبالغه او سولیدلي ترکیبونه هم د لیکنې خوند او اغیز کموي؛ لکه، “پرتمینه غونډه” او “لازیاته ښکلا بښل”. د غونډې نه مخکې څوک پوهیږي چې پرتمینه ده که نه؛ ښکلې ده که نه چې ګډونوال ورته لا زیاته ښکلا وبښي. امکان لري په غونډه کې فقط یوڅو تنه ځوانان ګډون وکړي؛ هغوی هم یوتربله سره مشت و ګریوان شي او پرتمینه غونډه په بې خوندۍ پای ته ورسیږي.
که د مشال ادبي ټولنې لیکوال د همېنګوی طلايي مشوره اوریدلی وای— کیدای شي په خپله جمله کې د بې ځایه ګل کارۍ پرځای یې لیکلی وای: مشال ادبي ټولنه خپله پینځه ویشتمه غونډه د ثور په ۱۲مه د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې جوړوي. د ټولنې غړي او مینه وال دې خبر وي.
ډیرپه زړه پوری