ای زما له ادکې مور پیدا نااهله وروره! ای له وطنه لرې د بل به غيږ کې خپلې تباهۍ ته لابي کونکیه،آیا ته پوهيږې چې له تا څخه دې مور څومره ناراضه ده؟ آیا تا کله هم تر هر برید وروسته د يوې خور، يوې مور، يو زوی،يوې وړې لور او يا سپين ږیري پلار ساندې اوریدلي دي؟

طالب جانه! زه پوهيږم ته زموږ ساندې نه اورې ځکه ته سر لرې خو زما د لیدلو سترګې نه، انسان يي خو پر ما دې زړه نه سوځي، غوږونه لرې خو يوازې پردۍ او د وطن ضد خبرې پرې اوریدای شې، زه ښه پوهه يم چې تاته درکول شوی پردی او مصنوعي اند دې فکري توازون خراب کړی دی او د بل لپاره په يوه تپل شوې او تحميلي جګړه بوخت يي خو زه څه وکړم ورور کله د هیریدو وي ته چې د وطن په هر ګوټ کې یو ورور د بل ورور وژلو ته وهڅوې زما خپل وروڼه نيغ سترګو ته ودريږي نو کله چې زه ورور لرم، کور لرم، پلار او مور لرم آیا تا هیرولی شم؟

ته پوهيږې! کله چې ته مرې ماته ستا تر مرګه ستا د مور،خور، میرمنې، اولاد او پلار ساندې را په زړه کيږي، زه دې ته نه يم خپه چې ته ولې مړ شوې يا چا و وژلې ځکه دا مې زده کړي دي وايي د وجود کوم غړی چې خراب شي او نور وجود ته تاوان رسوي يوازنۍ لار يي پرې کول دي، خو خپه دې ته يم چې مور او پلار به دې څه فکر کوي چې زما زوی ولې مړ شو؟ که چیرته ستا مور په دې پوهه شي چې تا د خپلې مور په څير د لسګونو ميندو اوښکې تويي کړي دي، که چیرته ستا میرمن پوهه شي چې تا لسګونو ددې په څير ښځمنې کونډې کړي او که دې يتيم اولادونه پوی شي چې د دوی پلار څومره بچي بې پلاره کړي دي آيا په تا پسې به اوښکې تويي کړي، که چیرته ستا مور له دې کيسو خبره شي ته څه فکر کوې چې تا به وبښي؟ خو راځه يوه خبره راسره ومنه په والله باالله ثم تالله درته قسم کوم کله دې چې وينم چې ببر سر عسکرو نیولی يي،يا دې ځانمرګی کړی وي او چاودې پښې پر ځمکه پروت يي بیا مې هم درته ژړا نه دريږي ځکه که ته غولول شوی او مصنوعي مجبور شوی نه وی نو نن خو به دې پښې دومره چاودې نه وې. طالبه ګله! ته ولې نه پوهيږې د ملاعمر له مبهم مرګه دې زده نکړه، د منصور او دې نورو له وژنو مو درس وانخيست،ای هغه د ملابرادر په غاړه کې ځنځيرونه دې ولیدل کنه آیا تا تر اوسه د انسان په غاړه کې ځنځير لیدلی دی؟ آيا ته اوس هم خيال وينې که خدای خبر نشه يي، داده نن يي منصور هم درته چيرته له هوا څخه و ويشت ته به لا هم فکر کوې چې خدای به خیر کړي او سم لوري ته به ولاړ شی خو په کومه لار چې ته غواړې مکې ته ولاړ شی هغه لار ترکستان ته تلې نور مخکې مځه د مکي په نيت به دې د آمو سيند يوسي او بیا به ارمان کوې چې کاش مخکې پوی وی. طالبه وروره! ته چې چاته په افغانستان کې د ورور وژنې په خاطر هڅې کوې او دردګرده په خپل وجود نوي ټپونه جوړوي که دا انرژي دې د وطن په ابادۍ ولګوې نو نه به امریکا ته اړتیاوې نه هم روس يا بريټانيا ته،نو راشه هغه خولې چې ته يي په غره کې د وطن د تباهۍ پر ټرنينګ تويوي او د پردي تر سيوري لاندې شای ګیرس او کيڼ ګيرس کوې د وطن د آبادۍ په خاطر هڅه وکړه چې يو لوري ته له اقتصادي او سياسي غلامۍ خلاص شو او بل لوري ته مو وطن ښيرازه شي. زه خو په ډيرو خبرو نه پوهيږم، زه يوه ښځمنه يم، خو د يوې افغانې پيغلې عاطفه او درد مې په زړه کې شته،لا هم وختي ده راځه خپل کور ته راشه، راځه نور د خپلې او پردۍ مور اوښکې مه تويوه ځکه د اوښکو دا څاڅکې به په سيند بدلې شي او يوه ورځ به مو پوه پناه کړي. طالبه ګله! ستا،د ملي اردو او پوليسو،يو عادي افغان او مامور د کونډې ساندې او اوښکې يو شانې دي، کومې ستونزې چې ستا میرمن ګالي او ستا په نشتون کې بې سرپرسته او ناهيلې کيږي همداسې د يو سرتیري میرمن هم درواخله نو کله چې زه او ته د دردونو،کړاوونو،عقيدې، ژبې او وطن يو والی سره لرو ، ته هم وايي خدای یو دی زه هم وایم خدای يو دی بیا دا یو بل وژنو ولې؟ آيا ته پوهيږې چې په درد او غم کې هيڅ توپیر نشته؟ آیا ته پوهيږې هغه چيغې چې ستا بم يي د يوې مور له خولې را وباسي هغو چیغو ته ورته دي چې نن به ستا په مړي ستا مور کړي وي؟ طالب جانانه! وران او غريب وطن، په بمونونو لوټي لوټي شوي سړکونه، پلونه، پلچکونه، ښونځي، عامه تاسيسات او د خلکو کورونه ترحم ته اړتیا نلری؟

هغه اوښکې چې تا تويي کړي دي نور پاکول غواړي،هغه ميندې چې تا بې بې زويه کړي، هغه پيغلې چې تا کونډې کړي دي، هغه بچي چې تا يتيمان کړي دي دوی سرپرست ته اړتيا لري نو راشه ورور مې شې خیر ده سر درته سرتوروم، پښو ته دې لويږم، له ږيرې دې نيسم، په پيښو کې دې څملم نور مو مه کړوه. آیا دا وطن به همداسې د باروتو په شنو لوګيو کې سوځيږي؟ آیا ته جګړه، قتل او قتال، وحشت او دحشت یوازنۍ حل لاره بولې کنه نورې لارې هم شته؟ آیا مردارۍ په مرداري پاکيدای شي؟ آیا جنګ په جنګ ګټل کيدای شي؟ ته راته یو مثال راکړه چې په دې دنيا کې يوازې يو کس هم د جنګ ستونزه په جنګ حل کړي وي،منم مجبور شوی به وې، ستونزې به وې،چا به غولولی يي او يا به يي درنه کورنۍ او بچيان برمته کړي وي خو نور سر خلاص کړه او راشه ځکه که ته راشې ستا کور به په امن شي او زه به هم ژوند ته بیکاره شم. نور نو ستا خوښه که زه تور سرې نه وی، په مټو کې مې زور وی ګریوان ته مې لاس در اچاوو خو خور کله د ورور ګريوان ته لاس اچولی شي بس يوازې عذر درته کوم او بیا دې په پښو کې لويږم نور پر ځان او ما رحم وکړه او مه مو وژنه راځه خپل وطن ته راشه که مړ شوې قبر خو به دې معلوم وي زه به دې تر کله نامعلوم قبر ته نامعلومې دعاوې کوم . په درنښت خور دې وحيده نوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *