3 جوزا 1395:
د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي د غبرګولي په ۳ مه د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د ملت استازو ته یې د بروکسل او وارسا کنفرانسونو ته د افغان دولت د چمتووالي او د هغو ناستو او لاسته راوړنو په اړه چې په دغه وروستیو کې یې د پیسو نړیوال صندوق IMF ، نړیوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک، اسلامي پراختیایي بانک او د اروپایی ټولنې له چارواکو سره په امریکې، جرمني، بروکسل او اندونیزیا کې لرلې، معلومات ورکړل.
د مالیې وزیر وویل چې د یادو بانکونو له چارواکو سره مو په افغانستان کې د پراختیایي پروژو په تمویل او له افغانستان سره د یادو بانکونو او مرستندویه ادارو په اوږدمهاله مرستو ګټورې خبرې وکړې.
د آسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره تر 2020 میلادي کال پورې د 878 میلیونو ډالرو مرسته منظوره کړه او د اروپایي ټولنې له چارواکو سره مو د 125 میلیونو یورو تړون لاسلیک کړ. اروپایې ټولنې ژمنه وکړه چې تر 2020 میلادي کال پورې به هر کال له افغانستان سره د 200 میلونو یورو مرسته کوي. همدا راز د پیسو نړیوال صندوق په اقتصادي برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې مثبتې و ارزولې او اسلامي پرمختیایي بانک بیا په افغانستان کې د خپلو پروژو د تطبیق له پاره خپلې ژمنې تازه کړې.
د مالیې وزیر زیاته کړه چې د یادو بانکونو په ناستو کې د ګډون ترڅنګ مو د مختلفو هیوادونو له چارواکو سره په اقتصادي او مالي مسایلو خبرې وکړې او له افغانستان سره د اوږدمهال مرستو او د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره مو د دوی د مرستو ژمنې ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې په د ولسي جرګې په عمومي ناستې کې حضور د مالیې وزیر د غوښتنې پر اساس شوی ؤ، ترڅو د ملت استازي د هغو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي چې د مالیې وزیر په دغه وروستیو سفرونو او ناستو کې ترلاسه کړي دي.