مونږ په عام ژوند کې معمولاً له داسې پېښو سره مخ کیږو، چې بې له ځنډه یې د علت او معلول پوښتنه کوو. دا زمونږ د غرایزو او یا د عقلي غوښتنو کیفیت دی، چې باید ژر تر ژره د پېښې په علت ځان پوه کړو. زمونږ لپاره مهمه نه ده، چې له پېښې سره تړاو لرو او کنه، مګر مونږ ته پر موضوع پوهېدل اړین دي. که د یو چا د مرګ خبر اورو، نو ژر پوښتنه کوو، چې ولې او څه ستونزه وه، چې ساه یې ورکړه. که اورو، چې ولسمشر هند ته سفر کړی، نو مونږ یې د سفر موخه معلوموو، چې ولې او د کوم هدف لپاره؟ په ژوند کې ځینې رازونه دي، چې پر ساده الفاظو او خبرو کې د وړاندې کېدلو وړ نه وي او که وي هم، مونږ یې د خپلو ذهني او عقلي بندیزونو له وجې نه وړاندې کوو، مګر خلک د همدغو خبرو په لټه پسې را وتي وي. مګر کله چې هماغه خبرې د شعر په ژبه اوري، نو پوښتنه یې هم نه کوي، چې د دې خبرې علت څه و؟
عموماً انسان په خوند او لذت باندې ژوند کوونکی مخلوق دی. شعري الفاظ او مفاهیم طبعاً د خوند زېږنده وي. دا یو شعري تاثیر دی، چې لوستونکی د موضوع د درک پر ځای خوند ته زیاته توجه کوي. هر شاعر یو شاعرانه راز لري، چې خپله ټولي شاعري د همدغه راز پر مټ مخ ته وړي. د راز کیفیت یوازې د شاعر سره وي، لوستونکي ته دا ارزښت نه لري، چې شاعر په څه وجه او د کومې موضوع په انګېرنې سره دا خبره کړې ده، هغه یوازې خپل خوند په کې ګوري او خپل ذوق ور باندې خړوبوي.
جلال امرخېل وايي:
که مو د یو او بل په سترګو وی ګنډلې سترګې
نه به له ما نه به له تا نه پرېوتلې سترګې
که جلال دا خبره کوي، زمونږ ورسره څه کار نشته. مونږ یوازې د ده له خبرې خوند اخلو. په دې فکر نه کوو، چې دی له چاسره سترګې ګنډل غواړي او یا یې شعري کرکټر څوک دی. مونږ دې بیت ته له هغې زاويې نه ګورو، کوم چې د ده په ذهن کې ده، بلکې په دې بیت کې خپل ځان مطرح کول غواړو او خپل ذوق ورباندې خړوبوو.
اصلاً د شاعرۍ بنیاد همدغه رازونه دي، چې شاعري ورباندې پالل کیږي. د کاروان صېب له خولې مې اورېدلي وو، چې په یوه کوچني راز باندې کولای شو، یو عالم شاعري وکړو. نو شاعر ته په کار ده، چې خپل راز پټ وساتي او په شعر کې یې وړاندې کړي. خو دغه یوه خبره زمونږ لپاره عجیبه ده، چې ولې د دې راز په اړه له شاعر څخه پوښتنه نه کیږي. د دې پوښتنې وضاحت پورته وړاندې شو دی، چې مقصد یې هماغه خوند دی. د شاعرۍ په ژوندي ساتلو کې چې څومره رول راز لري، فکر کوم نور توکي به په دې کچه مهم نه وي. ځکه مونږ د همدغه راز د فشار له وجې شعر لیکو. نه شو کولای چې په ساده خبرو او په بلې وسیلې سره د خپل زړه خبره او درد نورو ته ښکاره کړو. ښايي که چېرې د هر راز لپاره دروازې وازې وی، نو شاعري به دې اوج ته نه وی رسېدلې. لویه بېلګه یې زمونږ په ژبه کې لنډۍ دي. په لنډیو کې مونږ هغه رازونه وینو، چې حتی په کلیوال ژوند کې یې یو کس خپل نږدې ملګري ته هم نه شي ویلی، مګر همدا لنډۍ دي، چې دوی ورباندې خپل درد ویشي او له دې لارې خپل زړه ته سکون ورکوي.
نور نو په دې کلي کې څه دي
خړې کوڅې د یار په سترګو ښکلي دینه
دا لنډۍ مونږ ته یو کلیوال انځور را کوي. د یوې مېرمنې مینه او د یوه خاوند پردیسي په کې انځور شوې ده. ښايي هلته به څوک په ډاګه نه شي ویلی، چې له هغه پرته ژوند راته مشکل دی، یا له تلو وروسته یې سکون نه احساسوم، یا هر څه راته بدرنګ ښکاري، نو دا د یوې ښځې د زړه پټ راز دی، چې په ساده الفاظو کې یې نه شي وړاندې کولی، نو همدا ځای دی، چې د لنډۍ په شکل کې وايي او خپل راز په غیر مستقیم ډول وړاندې کوي او درد ورباندې کموي.
جلان وايي:
چې پسې وژاړم ښه وژاړم دمه مې وشي
لکه ناروغ نه چې په یخو اوبو تبه ووځي
شعر یو داسې لوښی دی، چې هر ډول شی په کې واچوې، عیب نه ښکاري. ښايي دا د جلان د زړه خبره وي او دا هم کېدای شي، چې سل په سلو کې واقعیت ولري، که څه هم په ساده خبرو کې هم عیب نه دی، خو دا په شعري چوکاټ کې نوره هم خوندوره کیږي، بلکې مونږ د ده په دې خبره نور هم غمجن کیږو، مګر که چېرې دا خبره په ساده الفاظو کې وشي، نو ښايي چې تر یو بریده به راته د منلو وړ هم ونه اوسي او حتی د دې خبرې امکان هم شته، چې و وایو، چې دا ساده ګوره یا دا لېونی په څه شي سر دی. ځکه که چېرې مونږ داسې کسانو ته خبرې کوو، چې ورسره د زړه راز نه لرو، نو حتماً به په مونږ باندې د ساده یا لېوني ټاپه لګوي. مګر همدا د شعر کمال دی، چې شاعر له دې ټاپې وړاندې ورته سپېڅلی معرفي کوي.
شعري رازونه له شعري کرکټر سره نېغه اړیکه لري. ځکه همدا کرکټر دی، چې زمونږ په زړه کې د یوه راز په شکل مطرح کیږي. کرکټر عموماً مجسم څیز دی او راز یې چلندونه دي، چې مونږ یې د خپګان او یا د خوښۍ له وجې هغه په شعري چوکاټونو کې وړاندې کوو. نو ځکه د کاروان صېب خبره له لوړ ارزښت څخه برخمنه ده، چې د شاعر لپاره یو کوچنی راز کتابونه کتابونه شاعري کیږي.