ډاکټر جاوید حبیبی –

سریزه:

د چابهار بندر د عمان خلیج پر غاړه د ایران په سویل ختیځه برخه کې کې پروت دی. څلور فصله د پسرلي پشان ښکلې او ملایمه آب او هوا لري او په همدې سبب ورته چهاربهار (چابهار) وايي. د افغانستان له سرحد څخه کابو ۹۰۰  کیلومتره سویل پلو پروت دی.

د نړیوال تجارت او ترانزیت ډیره برخه د سمندرونو له لارې ترسره کیږي او هغه هیوادونه چې د سمندرونو پر غاړه پراته دي او تجارتي او ترانزیتي بندرونه لري د نورو هیوادونو په پرتله یې اقتصاد د چټک پرمختګ پر حال کې دی. پر وچه د محاط هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره د سمندر سره د پیوستون لپاره نژدي، مصئونه او ډاډ وړ لارې درلودل یو اساسي عنصر شمېرل کیږي.

مخینه:

افغانستان په وچه یو محاط هیواد دی او د نړۍ سره د کراچۍ بندر له لارې خپلې ډیری د راکړې ورکړې معاملې تر سره کوي.دا لاره د پاکستان سره د کړکیچنو سیاسي روابطو له کبله تل د ستونزو سره مخ وي او تر ډیره د هغه هیواد لخوا د سیاسي فشار او موخو لپاره ترې ګته اخیستل کیږي. د افغانستان حکومت هم دا حساسیت او مجبوریت کاملا درک کړی، او تر ډیره د داسې بدیل په لټه کې وو چې دا حساسیت او مجبوریت له منځه یوسي او خپل تجارت او ترانزیت د یوه ځانګړي هیواد له انحصار او ولکې وباسي.

د چابهار د بندر موضوع د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۲ کال کې مطرح شوه چې په پایله کې ېې د دریو هیوادونو تر منځ یوهتوافقنامه لاسلیک شوه. د دې توافقنامې پر اساس، ایران د چابهار د بندر څخه د افغانستان تر سرحد پورې د لوېې لارې چې کم او زیات ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړیدو او هند د افغانستان د سرحد څخهتر دلارام پورې د لوېې لارې د جوړیدو مسوولیت په غاړه واخیست. اوس دا دواړه لوېې لارې بشپړې شوي او په دې سره د چابهار بندر د کابل هرات د لوېې لارې سره وصل دی. د دې مقدماتي کارونو سره سره، په سیمه کې د نړۍ او شاوخوا هیوادونو سیاسي کړکیچونو د دې بندر څخه د عملي تجارت او ترانزیت لاره ډب کړې وه.

هغه وخت د افغانستان د نړیوال تجارت او ترانزیت تر څنګ د ناټو او امریکايي قواوو ټول اکمالات د کراچۍ بندر له لارې ترسره کیدل او د ایران سره د اتومي مسئلې پر سر د غرب او په ځانګړې توګه د امریکې خرابې اړیکي د دې سبب شوې چې دې موضوع ته ډیر اهمیت او عملي بڼه ورنکړل شي ځکه هغه وخت امریکې ته د ایران به پرتله د پاکستان ګټې ډیرې مهمې وې او هڅه ېې داوه چې پاکستان خوشاله وساتي. پاکستان هم په سیمه کې د خپل انحصاري سیاست له مخې خوښ نه وو چې افغانستان دې په اقتصادي لحاظ له پاکستان پرته پر بل هیواد تکیه ولري او یا هم د پام وړ اقتصادي پرمختګ وکړي.

تیر کال د ایران او غرب او ځانکړې توګه د امریکې سره د اړیکو له سمون وروسته، د دې هیوادونو په بهرنیو سیاستونو کې هم د پام وړ بدلونونه را منځته شول او په پایله کې د هند، ایران او افغانستان تر منځ د چابهار د دری اړخیزه تجارتي او ترانزیتي تړون لاسلیک ته لاره هواره شوه.

د هند، ایران او افغانستان تر منځ دا تجارتي او ترانزیتي  تړون د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي پر دریمه د یادو هیوادونو د تجارت او ترانسپورت د وزیرانو لخوا د دریو یادو هیوادونو د رهبرانو په شتون کې د ایران پلازمینه تهران کې لاسلیک شوچې له مخې به ېې دا هیوادونه عملاً د دې بندر له لارې خپل تجارتي او ترانزیتي فعالیتونه پیل کړي.

تړون ته د هند، ایران او افغانستان اړتیا:

هندوستان:د هند اقتصاد د سیمې او نړۍ په کچه د چټک پرمختګ په حال کې دی. له یو پلوه د خپلو تجارتي توکو لپاره یوه مناسب بازار ته او له بل پلوه د خپل صنعت د چلولو لپاره په کافي اندازه انرژۍ تهاړتیا لري. هند د خپلو تجارتي توکو لپاره د مرکزي آسیا هیوادونه، روسیه او اروپا مناسب بازار بولي. په دې لاره ورته لوی خنډ پاکستان دی، ځکه د پاکستان سره د سیاسي کړکیچ له کبله نشي کولای له هغې لارې خپل توکي افغانستان او بیا مرکزي آسیا، روسېې او اروپا ته صادر کړي. له بلې خوا هند په سیمه کې د لویو تولیداتي فابریکو د جوړولو لپاره یوه مطمین او صادق ملګري ته اړتیا لري چې تر ډیره هند دا شرایط په ایران کې ویني. په همدې اساس هند له یوې خوا غواړي د چابهار بندر له لارې افغانستان، مرکزي آسیا، روسېې او اروپا ته په کم وخت او لګښت خپل تجارتي توکي صادر کړي او له بلې خوا غواړي د چابهار په آزاده تجارتي ساحه کې د ایران سره په ګډه د المونیمو او کیمیاوې سرې په ګډون مهمې صنعتي فابریکې په کار واچوي. د ایران څخه د انرژۍ پیرودل هم د هند له لویو موخو شمېرل کیږي.

ایران:ایران د سیمې او نړۍ په سطحه د تیلو او ګازو غني زیرمې لري، د نړیوالو بندیزونو سره سره ایران هڅه کوله تر څو په سیمه کې د خپلو تیلو او ګاز لپاره بازار ومومي. که څه هم د نړیوالو بندیزونو پر وخت ایران د هند سره د نفتو قرارداد درلودو، خو هند د امریکا سره د خپلو روابطو د ساتلو په موخه دا راکړه ورکړه ډیره محدوده کړې وه او د امریکې په غوښتنه ېې خپل د اړتیا وړ نفت له سعودي عربستان پیرودل. پر ایران د نړیوال بندیزونو له لرې کیدو وروسته دا محدودیتونه رفع شول او اوس هند د ایران د نفتو لپاره تر ټولو ښه او نژدې بازار دی او ایران غواړي له دې موقع د ځان په ګټه نفع پورته کړي. ایران همدارنګه چابهار یوه آزاده تجارتي سیمه اعلان کړې او په نړیوالو ېې په دې سیمه کې د پانګې اچونې غږ کړی او په دې توګه غواړي د چابهار بندر د سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي ثقل پر مرکز بدل کړي. له بلې خوا د چابهار بندر د شمال او سویل د تجارتي او ترانزیتي کوریدور په سر پروت دی او ایران به د آذربایجان له لارې له روسېې او اروپا سره نښلوي او ایران به له دې هم لویه اقتصادي ګټه پورته کوي.

افغانستان: افغانستان چې تر ډیره یو مصرفي او پر وارداتو متکي هیواد دی، خپل د اړتیا وړ توکي د کراچۍ بندر له لارې د سیمې او نړیوالو مارکیټونو څخه هیواد ته واردوي. د سیاسي کړکیچ له وجې، پاکستان تل د افغانستان له دې مجبوریت خپل سیاسي اهداف ترسره کوياو په ډیرو حساسو وختونو کې دا لاره د توکو د ترانزیت پرمخ تړي او یا هم افغان تجارانو ته بیلابیلې ستونزې را منځته کوي. افغانستان غواړي د پاکستان له دې اقتصادي انحصار او سیاسي فشارونو ځان خلاص او د نړۍ سره د تجارت لپاره د چابهار له بندر ګټه واخلي. د نړۍ د مهمو مارکیټونو سره د افغانستان نښلیدل به په هیواد کې تولیدي سکتور ته هم وده ورکړي. زراعت او معادن هغه سکتورونه دي چې کیدای شي ډیر ژر خپل تولیدات نړیوالو مارکیټونه ته له دې لارې صادر کړي.

په هیواد او سیمه د تړون اغیزې:

که څه هم د چابهار دری اړخیزه تړون د هند، ایران او افغانستان تر منځ یو تجارتي او ترانزیتي تړون دی، سیمې او یادو هیوادونو ته له اقتصادي ګټو سره سره ګنې نورې سیاسي او امنیتي ګټې هم له ځانه سره لري. په اقتصادي توګه به په سیمه او یادو هیوادونو کې د تجارتياو ترانزیتي فعالیتونو او کارموندنې له لارې یو لوی اقتصادي خوځښت او تحرک را منځته شي چې د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره به لاره هواره کړي. د هند لخوا د چابهار بندر څخه تر حاجی ګګ پورې د ریل ګاډي د پتلۍ جوړول هم د دې پلان یوه برخه ده چې په دې سره به افغانستان هم د چابهار بندر، ایران او مرکزي آسیا سره د ریل ګاډي له لارې وصل شي.

دا تړون یوازې په دې دریو هیوادونو پورې منحصر نه دی، د نړۍ او سیمې نور هیوادونه هم کولای شي په دې تړون کې ګډون وکړي چې له مخې به ېې دا سیمه د نړۍ په سطحه د پانګې اچونې او اقتصادي فعالیتونو د ثقل مرکز وګرځي.

د دې اقتصادي خوځښت او تحرک د پایښت لپاره یاد هیوادونه اړ دي چې په سیمه کې د سیاسي ثبات او امنیت لپاره یو د بل سره مخلصانه مرستې وکړي. د تروریزم او مخدره توګو په وړاندې ګډه مبارزه او د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه به د دې مرستو یوه برخه وي او په دې سره به ټول به یوه غږ په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب، ثبات او امنیت لپاره هلې ځلې کوي. د افغانستان لودیځې او جنوبي برخې چې د دې تړون د فعالیتونو ډیره برخه تشکیلوي اوسمهال د هیواد له ناآرامه او ناامنه سیمو شمېرل کېږي چې د دې تړون په عملي کیدو سره به ورو ورو په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه د نظامي فعالیتونو ځای نیسي او د خلکو په اقتصادي ژوندانه کې به د پام بدلونه راشي.

 دا تړون به په سیاسي لحاظ هم د هند، ایران او افغانستان تر منځ پوره همغږي را منځته کړي چې دا همغږي به نوره هم د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. له بل لوري به دا همغږي د سیمې د نورو کرغیړنو سیاستونو انحصار مات او د تخریبي سیاست څخه به ېې د مرستې، همغږۍ او صداقت سیاست په لور مجبور او را مات کړي.

په هیواد کې وروستي عملي پرمختګونه لکه د ټاپي د پروژې پیل، د سلما د بند بشپړیدل، د تجارت د نړیوالې ادارې غړیتوب او چابهار تجارتي او ترانزیتي تړون هغه لوی او بنسټیز کارونه دي چې په ګډه به د هیواد په اقتصادي پرمختګ، سیاسي ثبات او امنیت کې د پام وړ بدلونونه له ځانه سره ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *