تاند- د ترکیې په ختیځ کې ځایي مقاماتو یوه مارغه په دې علت له ځان سره ایسار کړ چې دوی د پردي ملک لپاره د جاسوسۍ شک ورباندې کړی و. د نشنل پوسټ ورځپاڼې له راپور سره سم، څو ورځې دمخه د ترکیې د ختیځې اناتولي په ایلزیغ ولایت کې د یوه کلي اوسېدونکو یو مرغه ولید چې په غاړه کې یې یوه فلزي کړۍ وه او په هغې باندې لیکل شوي وو چې : څلرویشت زره درې سوه یولس، تل ابیت، اسراییل.
کلیوالو ګومان وکړ چې دغه مرغه ممکن د جاسوسۍ لپاره ترکیې ته را استول شوی وي، نو حکومتي چارواکو ته یې وسپاره. د ایلزیغ ولایت پولیسو هم ورباندې شک وکړ او مرغه یې د فیرات پوهنتون استادانو ته وسپاره چې ویې ګوري او حقیقت یې معلوم کړي. متخصصانو له څېړنو وروسته وویل چې دغه مارغه د بازانو له کورنۍ سره تعلق لري. یو ډول کوچینی باز دی چې معمولا لس، شل متره پاس الوځي او لوی حشرات ، چرموښکی ، کربوړي، موږکان او دغسې نور شیان یې خوراک وي. دغه ډول باز ته چې په افغانستان کې څرخنی وایي، معمولا د مرغیو او چنچڼو د ښکار لپاره ساتل کېږي.
متخصصانو د دغه څرخني د ایکسرې په شمول دقیقه طبي معاینه وکړه او ډاډ یې تر لاسه کړ چې د هغه په بدن کې داسې هیڅ آله نشته چې معلومات ورباندې راټول او مخابره کړي.
له دغو څېړنو وروسته پولیسو څرخنی خوشي کړ چې په خپله مخه لاړ شي.
سلام!
دغې مارغه ته په خوست کې (بو+ خه+ ګی= بوخګی) وايي.