عبدالله حسرت

د ديموکراتيک نظام یو له اساساتو څخه دا دی چې دولت بايد د خپلو خلکو تر منځ د امتيازاتو او خدماتو په وېش او د قانون په تطبيقولو کې د برابرۍ اصل په نظر کې ونيسي. د حاکمې سياسي رهبرۍ دا وظيفه ده چې د بېلا بيلو قومي، مذهبي، سياسي، ژبني، سیاسي ګروپو او مخکښو څېرو تر منځ د دوی ګټې داسې مديريت کړي چې تر ډېره د دوی د ګټو د ټکر مخنيوی وشي، څو د محروميت احساس له منځه ولاړ شي او ولسونه  له يو بل سره اوږه په اوږه د يوه واحد ملت په څېر د خپلو ملي ګټو د تامين لپاره کار وکړي. د اسلام مبارک دين هم همدا امر کوي چې قومي او ژبني شناختونه بايد د تعصب او ډلبازۍ سبب ونګرځي. خو بد بختانه د نړۍ په سياسي تاريخ کې قومي او مذهبي ټېکه دارانو د نسل، قوم، ژبې، جغرافيې، او مذهب لهبريدونو څخه د انسانانو تر منځ د کرکې اچونې او د خپلو شخصي ګټو د خونديتوب لپاره استفاده کړې. افغانستان هم له دې حالته مستثنی ندی.

په دې هېواد کې هم د یو شمېر خلکو د مذهب او ځينو نورو بيا د قوميت له ادرسه د افغان ولس پر سرنوشت لوبې او سوداګانې کړي. په تېرو څلورو لسيزو کې د اسلاميت او افغانيت لپاره د دې باغ بې شمېره ګلان بې وخته ورژيدل خو له دومره قربانیو وروسته لا هم د اسلاميت او افغانيت تعريف تر بل هر وخت ډير متنازعه دی. لا هم د افغان وينه په دغو دوو نومونو هره ورځ بهيړي. په دغو وينو ککړ لاسونه يوازې بهرني نه دي بلکې يو شمېر داخلي کړۍ هم د پرلپسې بدبختيو لامل دي. له دې واضحه معلوميږي چې د اسلاميت او افغانيت ټېکه دارانو پ خلکو کې د سوچه ملي روحیې د پاللو لپاره هيڅ ندي کړي. که د تېرې څلوېښت کلنې جګړې موخه د اسلامي او افغاني ارزښتونو او شناخت ساتل وای نو نن ولې موږ د اسلاميت او افغانيت داسې تعريف نلرو چې ټول ولس پرې متفق شي؟ لا هم افغان امنيتي سرتيري او وسلوال مخالفين یېد يوه اوبل وژنې د الله اکبر په سپېڅلې کلمه پیلوي. لا هم په هويت پاڼو کې د افغان په ليکلو ناندرۍ او لانجې راولاړيږي؟ ولې؟ مذهبي او قومي ټېکه داران دې د دې پوښتنې ځواب ووايي.

د ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د انتقال پر پروژه او د اسلامي حزب سره د سولې د موافقې پر سر د ځينو اشخاصو لخوا منفي سياست او څرګندونې د قومي سوداګرانو د خيانت تازه بېلګې دي. د انتقالي برېښنا په مسله کې د هزاره وروڼو د لمڅون تر شا هغه خلک دي چې په اصل کې د دوی د وروسته پاتې کېدو اصلي عاملين دي. د ايران د لوبو تمويلونکي د شخصي امتياز په بدل کې غواړي چې د افغانانو تر منځ د نفاق په اچولو سره نه یوازې د دې هيواد د متوازنې پراختيا مخه ونيسي بلکې له اقتصادي پلوه یې پر خپلو بهرنيو بادارانو متکي وساتي. د ترکمنستان څخه د بريښنا د انتقال  لپاره مسير د کرزي صيب په وخت کې ټاکل شوی ؤ، کله چې کريم خليلي د ولسمشر کرزي دویم معاون ؤ. په هغه وخت کې د ده چوپتيا دا څرګندوي چې يا خو نوموړی د یادې پروژې د تطبيق له مسير څخه راضي ؤ، او يا د خپلې چوکۍ د ساتلو په خاطرغلی پاتې شوی او د خپلو هزاره وروڼو د ګټوپر سر یې سودا کړې. د محقق او پدرام خو به ځکه څه نه وايو چې هغوی په وار وار د افغانستان د تجزيې په حق کې څرګندونې کړې دي. نو دغسې کسانو ته پکار ده چې د جنبش روشنایي نه، بلکې د جنبش تاريکي مشري وکړي.

د لندن په کانفرانس کې د ولسمشر غني د وينا د ګډوډلو هڅه او مظاهره هم د همدغو پرديپالو کړيو سازمان شوی عمل ؤ چې هدف یې د نړیوالو په وړاندې د افغان ملت له سپکاوي پرته بل هيڅ نه ؤ.د غير اخلاقي کړنو په دغه جريان کې تېره ورځ له هرات څخه د ولسي جرګې يوه غړي احمد بهزاد ګواښ وکړ چې د بروکسل غونډه به د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله لپاره زهر کړي خو ښاغلی بهزاد ته باید وويل شي چې په بروکسل کې غونډه د ولسمشر يا کوم بل افغان چارواکي/ تجار شخصي/تجارتي غونډه نده بلکې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د نړيوالو مرستو او ملاتړ راجلبولو لپاره دغه ناسته تر سره کيږي. جمهور رئیس اشرف غني د دې هيواد د منتخب ولسمشر په هیث په ياده غونډه کې د ټول افغان ولس نمايندګي کوي. د دغسې غونډو د ګډوډولو هڅې يوازې او يوازې د افغانستان د خلکو د ګټو پر وړاندې د خنډ کيدلو په معنا دي. د ايران د اخوندي رژيم ګوډاګيان دې په دې پوه شي چې دوی په دې کړنو سره د افغان ولس د ملي هويت، ارادې، ګټو او موخو په لاره کې د خنډ جوړيدو مرتکب کيږي چې د دوی دغه عمل به هيڅ یوه افغان ته د زغملو وړ نه وي. دوی دې دا نه هېروي چې د برېښنا او نورو ټولو اساسي پروژو تمويل د خميني رژيم نه، بلکې د همدغو غونډو په ترڅ کې د راجلب شويو خاجي مرستو پر مټ کيږي.

د انتقالي برېښنا پر سر د لانجو تر څنګ د اسلامي حزب سره پر پخلاینې هم له همدغو ادرسونو نيوکې کيږي. د روشنايي جنبش د مظاهرې پر وخت ځينو د حکمتیار په راتګ خپله ناخوښي څرګنده کړه. د ملي امنيت پخواني ټلوالګر مشر امرالله صالح هم پر ټولنيزه شبکه فيسبوک بې مسؤلیته څرګندونې وکړې. دوی د يوه اخواني، چې په نیشنلزم باور نلري، او د يوه افغانستان شموله ګوند مشري پر غاړه لري، مخالفتيوازې له دې امله کوي چې نوموړی يو پښتون دی. د مخالفت بل علت یې دا هم دی چې په اوسني نظام کې د امتيازاتو څخه د پښتنو د نسبي محروميت له کبله تر اوسه پورې د دوی دواړه لاسه په غوړيو کې دي. دوی نه غواړي چې د امتيازاتو دغه غير عادلانه وېش په متوازن او عادلانه شکل له سره وشي.له تېرې یوې نيمې لسيزې راهيسې د بي ـ ۵۲ الوتکو په زور د دې ولس د اکثريت سرنوشت یو اقليت ټاکي. همدغه امرالله صالح، په هغه وخت کې چې دی د استخباراتو رئيس ؤ، بېشميره پښتانه یې د هغوی د پښتون هويت له کبله ربړولي او قرباني کړي. په جنګي او نسلي جنایتونو تورن کسان نورو ته په همدغو جرمونو د تورنېدو پېغور په کومه خوله ورکوي؟ د دې هيواد وګړي د سولې دومره تږي دي چې آن د ښاغلي حکمتيار سر سخته سياسي، نظامي او آيډيوليژيکي رقيبان د ده د راتګ مبارکي يوه بل ته ورکوي. په داسې حالت کې د اسلامي حزب سره د پخلاينې مخالفت که له يوه اړخه له سولې سره مخالفت او د جنګ پر دوام د رضايت ښکارندویي کوي نو له بله پلوه له همدې مخالفت څخه د قومپرستۍ بوي هم راځي. د يوه ګوند يا ټولي په ملي مسایلو دغسې منفي دريځونه د متقابل لوري ورته غبرګونونه راپاروي چې د همدې خپلمنځي رسه کشيو زيان يوازې او يوازې ځوريدلي ولس ته رسيږي. اکرام الله ګران صيب څه ښه ویلي:

جنګ د بهر نه دی زموږ زړونو، ذهنونو کې دی

مونږه د خپلو هنګامو نه چېرې بېرته کښېنو

نن اړتيا د دې خبرې ده چې د هر ډول متعصبو او توپيري حرکتونو او مفکورو پر وړاندې مبارزه وشي څو دا ولس د يوه بیرغ لاندې په سوله کې سره ژوند وکړي. د ولسمشر لومړی مرستيال سرور دانش، د سولې شورا مرستيال کريم خليلي او د اجرائيه رياست د مرستيال محمد محقق په شمول ټول سياسي او مذهبي مشران باید د یوه ځانګړي توکم د استازيتوب پر ځای د ټول افغان ولس نمايندګي وکړي. دا هيواد نور د دې زغم نلري چې بچيان یې پر يوه ټغر د راټولېدو پر ځای د يو څو متعصبو کسانو له کبله په بېلابېلو نومونو سره ووېشل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *