تاند- له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د مزو د لوري په اړه د ګومارل شوي کمیسیون له څېړنو او وړاندیزونو وروسته ولسمشر غني د دې پروژې په اړه نوی فرمان صادر کړ.

د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان کې ویل شوي چې له دوشي څخه به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا بامیان او مرکزي ولایتونو ته ولېږدول شي او د بامیان په اشپیشته کې به سب سټېشن ورته جوړ شي.

مخکې ټاکل شوې وه چې همدومره برېښنا له سالنګ څخه بامیان ته ولېږدول شي.

 جنوب ته به د سالنګ له لارې ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا ولېږدول شي.

د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي چې په دې پروژې دې کار د راتلونکې سرطان له میاشتې پیل او د ۱۳۹۸ لمریز کال تر لیندۍ یا قوس پوري بشپړ شي.

همداراز ویل شوي چې په بامیان کې د برېښنا د توزیع لپاره دې پر سب سټېشن د سرطان په میاشت کې کار پیل شي او د ۱۳۹۸ لمریز کال تر لیندۍ پوري دې بشپړ شي.

ویل شوي چې دا برېښنا به د لږترلږه ۳ زره کورنیو لپاره وي.

په فرمان کې له اړوندو ادارو غوښتل شوي چې نورو مرکزي برخو ته دې د برېښنا د لېږدولو پلان تر راتلونکو ۶ میاشتو پوري بشپړ او د تصویب لپاره کابینې ته وړاندې کړي.

د ولسمشر غني په فرمان کې یادونه شوې چې د بامیان په اشپیشتې کې د د حرارتي برېښناکوټ له جوړولو سره په یووخت دې له اشپیشتې څخه د کابل تر ارغندې پوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږدولو کار پیل شي.

ټاکل شوې ده چې له شمال څخه تر جنوب پوري د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د مزو د لېږدولو تخنیکي او تدارکاتي کارونه په دوه نیمو کلونو کې بشپړ شي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد هم په یوه خبری غونډه کې وویل چې د کمیسیون دا پرېکړه د بامیان ولایتي استازو هم تایید کړه، ویې ویل چې په کافي اندازه برېښنا ورکول کېږي.

مراد وویل چې د سالنګ مسیر بدل شوی نه دی خو بامیان ته د جبل السراج پر ځای له دوشي څخه د برېښنا مزي غځول کېږي.

څرګنده نه ده چې د دې نویو تغییراتو له کبله به د دې پروژې په اجرا کې څومره زیات وخت او اضافي پیسې ولګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *